پاچاته!/ محمد رفيق هاشمي

محمد رفيق هاشمي

پاچا ویده ده د پاچا په کور بمونه اوري
پاچا رڼا نده پاچا په موږ اورونه اوري
پاچا خپل کور ساتي د خوار او د غریب په بچي
د پاچا زوی باندي په فلم کي ګلونه اوري

پاچا بې روحه ده پاچا لکه چي ژوند نلري
په پاچا بل خوندونه اخلي پاچا خوند نلري
پاچا د کوم یو مداري یو اموخته بیزو ده
پاچا زنځیر زولانه نده لاس مړوند نلري
پاچا پردی ده پاچا دلته تذکره جوړه ده
پاچا د بل خوشالیدو ته ډرامه جوړه ده
پاچا نانزکه ده پاچا ماته یو بُت ښکاریږي
دا به پاچا نه وي چا هسي یوه څېره جوړه ده

پاچا ټول عمر د ماشوم په څېر خواږه خوړلي
پاچا حلال حرام ناپاک وچ او لامده خوړلي
پاچا خپل دیګ توده ډوډۍ او نغری نه مني
پاچا همېش د بل دلاس پاته ساړه خوړلي

پاچا پاچا ندی پاچا امر کولای نشي
پاچا له کور څخه یوازي را وتلای نشي
پاچا موږ خپل ګڼي پاچا په موږ باور نلري
پاچا پردو ته لا پردي قدري ویلای نشي

(هاشمي)بېرته څڼیورو ته احوال ولېږه
چي موږ پاچا نلرو راشئ پاچاهي مو وکړئ
دا پردي پال له پردو وړاندي پسې و ځغلوئ
موږ درسره یو خو که تاسي رهبري مو وکړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.