موږکان هم خپل بنديان راخلاصوي

عرفان الله عرفاني

د عربي ادب له (نفحة اليمن) کتاب څخه:

ابوبکر بن الخاضبة وايي: چې زه ډېر مسکين غريب وم او په لاس کې مې هېڅ شی نه درلودل، يوه شپه ناست وم خط مي ليکه، د شپې څه حصه تېره شوه،چې ګورم يو غټ موږک له غاره را ووت، او په کوټه کې يې منډې پيل کړې. لږ ساعت ورسته يو بل موږک هم له غاره را و وت.

دواړو زما په مخکې مستي پيل کړه، ټوپونه يې وهل، تردې چې زما د چراغ رڼا ته را نږدې شول.

يو له دې دواړو ماته بيخي ډېر را مخته شو. له ما سره يوه کاسه ايښې وه هغه را مې را واخيسته او په موږک مې له پاسه کېښوده او بندي مې کړ، چې ګورم هغه بل ملګری يې راغی او کاسه يې بوی کړه او د کاسې چارچارپېره تاويده او ځان يې په کاسه باندې وهه.

زه غلی ورته ناست وم او خپل خط مې ليکه او ورته کتل مې. دا بل ملګری يې غار ته ننوته او لږ وخت پس را و وت په خوله کې يې جوړ دينار وو. دېنار يې زما مختې ته يې کېښوده، زه بيا هم غلی ناست او په خط ليکلو مغشول وم او ده ته مې هم کتل چې څه کوي، موږک هم يو څه وخت ناست وه او ماته يې کتل.

دوهم ځل بيا لاړ غار ته ننوت، لږ وخت وروسته بيا پداسې حال کې را ووت چې په خوله کې يې بل دينار نيولی وو. دا يې هم زما مختې کېښود، زه د تېر په څېر همهغه ډول غلی ناست وم خپل خط مې ليکه تردې چې څو ځله لاړ او راغی، زما شک دی چې څلور که پنځه دينار يې راوړل ، خو له هر ځل ناستې نه داځل تر ډېره زما مختې ته ناست وو او ماته يې کتل، اخير بيا لاړ غارته ننوت، لږ وخت پس بيا را بهر شو او په خوله کې يې يوه کڅوړه يا بکسه وه چې په هغې کې دينارونه وو، په هغو نورو دينارو يې له پاسه کېښوده، زه هم پوه شوم چې نور څه ورسره ندي پاتې، همدغه يې بکسه ده او دا يې هم راوړه.

ما له بندي موږک څخه کاسه پورته کړه او آزاد مې کړ. دواړو له خوشحالۍ نه په کوټه کې ټوپونه و وهل او بيا خپل غار ته ننوتل.
ما هغه دينارونه را واخيستل او خپل مهم ضرورتونه مې پرې پوره کړل.

تبصره:

له پورتنۍ کيسې معلومېږي چې وفا او له ملګري سره همدردي فطري خويونه دي چې په حيواناتو کې هم وجود لري. خو که چېرې انسان چې اشرف المخلوقات دی لدې خويونو بې برخې شي نو پدې پوه شئ چې فطرت يې مسخ شوی دی.



یوه تبصره

  1. ولاچې دمږکانوقیصه راته ډیره په زړه پوري وه خواوس ځیني په نامه انسانان ملګري ددی لپاره بندته غوړځوي چې په بدل کي یې څه پیسي پیداکړي
    دانوهغه انسان ده چې دموږک فکرهم نلري

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.