د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۸)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
۸:سوال: ولي ښځه بايد په کور کي کښيني؟
په قرآن کريم کي راځي:
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّـهَ وَرَسُولَهُ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّـهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (سورت الاحزاب: ۳۳)

ژباړه:او پخپلو کورونو کي پاته شئ او د جاهليت د وخت غوندي خپل سينګار مه ښکاره کوي او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول پيروي وکړئ بې شکه الله غواړي له تاسي اهل بيتو څخه ناپاکي ليري کړي او تاسي په سپېڅلتيا سره ښه پاکې کړي.

ښځه دي بې له شرعي ضرورته د کوره څخه نه وځي لکه په جهالت کي چي وه، په جهالت کي ښځه بې پردې د نر په شان ګرځېدله، او که چيري ضرورت وي نو بيا دي په حجاب کي وځي او خپل زينت دي و نورو ته نه ښکاره کوي ، په دې ايات کي و دې ته اشاره ده چي مطلق وتل د ښځې ممنوع نه دي بلکې خپل زينت دي نه ښکاره کوي، او په حديث شريف کي د ضرورت ځايونه ورڅخه مستثني شوي دي لکه په مسلم شريف کي چي راځي:

لکن ان تخرجن لحاجتکن

ژباړه: تاسو ته ددې اجازه شته چي خپل ضرورت د پاره د کور نه ووځئ.

پاکي بيبياني به د حج او عمرې لپاره تللې، د مور، پلار، خپلوانو او نور د ملاقات لپاره به تللې، و غزاګانوته به دنبي کريم صلی الله علیه وسلم سره تللې، د ناروغه د پوښتنې لپاره به هم تللې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په وخت کي به ښځې و جماتونو ته د لمانځه لپاره هم تللې. او همدارنګه د څه نفقې او د ژوند د ضرورتونو د پاره هم وتلای شي په پرده کي د محنت او مزدورۍ لپاره هم وتلای شي البته د وتلو شرط دادئ چي خپل زينت به نه ښکاره کوي او په حجاب کي به وځي.

ښځه په دې په کور کي ده چي د کور ټوله واک ددې په لاس کي دئ د کور کارونه، د اولاد روزنه، او د خاوند نيکبختي دا ټول د ښځې په واک کي ده، دا کولای شي چي په حجاب کي ددين او د کور د کارونو لپاره ووځي، ښځه همدارنګه د خپلو دوستانو،والدينو او ناروغانو د زيارت لپاره ووځي، ښځه کولای شي چي په ادب سره له کوره ووځي دا د اسلام ددښمنانو يو شعار دئ چي وايي ښځه اسلام په محبس کي کښېنولې ده او اجازه نه ورکوي چي له کوره راووځي بلکې د شرعي کارونو لپاره کولای شي ووځي خو داسي به نه وځي لکه په جهالت او په اوسني وخت کي په کفري نړۍ کي چي وځي چي د نر او د ښځې توپير نشته کله چي د نر او د ښځي وظيفه سره ګډه شول نو د بشريت د ښې ګڼي تناوونه له منځه ولاړل.

ښځه ځکه په کورکي ښه ده چي د ماشوم روزنه ددې دنده ده:

د مور غيږ د ماشوم لومړی مکتب او مدرسه ده:
په انساني ژوند کي د ښځې يوه دنده داده چي د خپلو ماشومانو روزنه په ښه ډول سره وکړي، د ماشوم په روزنه کي هغه صلاحيت چي په مور کي شتون لري پلار ئې نشي کولای، د ماشوم سره بايد په مينه او لورينه سره خبري وشي، ماشوم بايد و نه وهل شي. د ماشوم د احساساتو او غوښتنو د پوره کولو احترام بايد وشي،و ماشوم ته بايد خپله مور شيدې ورکړي که څه هم هيڅ شيدې ونلري بيا هم د مور تی رودل د ډېرو ناروغيو مخنيوی کوي، چي خپله شيدې ورکول د مور د ښه صحت ضمانت کوي، يعني په شيدو ورکولو کي د مور ډېري ناروغۍ له منځه ځي، د وخت په تېرېدو سره بايد مور و ماشوم ته ډول ډول خواړه چي ورسره مناسب وي اماده کړي ، و ماشومانو ته بايد مور بيره القاح نکړي، دا ماشوم چي کله غټ هم شي هغه به بيريږي، دا ټول هغه څه دي چي مور ئې کولای شي او پلار ئې نشي کولای.
ل
نور بیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.