رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۴۹برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
پروفیسر بار تلـمی هیلر د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايی:
کله چې خدای د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره وعده وکړه چې زه دې ساتم: (والله يعصمك من الناس) نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل ځان د ساتلو په تکل کې نور نه ؤ او هیڅوک هم پخپل ځان پورې درواغ نه تړي، همداسې وشول، خدای وساته، موږ دا ویلای شو چې قرآن کریم د اسمانه وحې ده، چې د ده ساتنه یې وکړه.

پروفیسر ایرن برج (Dr. Iernberg) د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

په دې کې هیڅ شک نشته چې قرآن کریم په واقعیت کې د خدای کتاب دی، حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په حقه رسول دی، داسې کس چې پر عقل یې توره پرده غوړیدلې وي؛ هغه به له دغسې سپینو حقیقتونو څخه انکار کوي.

پروفیسر مارک ډاوسن د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

ما د بشریت په تاریخ کې کوښښ وکړ، چې یو ستر انسان پیدا کړم، ټول هغه صفتونه او خویونه چې له هغو څخه یو ستر انسان برخمن وي؛ هغه په حضرت محمدصلی الله علیه وسلم کې راټول وو؛ هغه قوانین چې په لویدیځ کې شتون لري، هغه د اسلامي قوانینو په نسبت ناقص دي، موږ غربیان لا تراوسه د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د تشریعي قوانینو فلسفې ته نه یو رسیدلي.

زه په دې باوري یم او داخبره په پوره باور او زړوتیا سره کوم؛ چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اخري پېغمبر دی.

نور بیا…

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.