نړۍ

د برما افراطي بودایانو یو ځل بیا لسګونه مسلمانان وژلي

نن ټکی آسیا: په برما کې د افراطي او ترهګرو بودایانو له لورې د روانې اونۍ په بهیر کې لسګونه مسلمانان وژل شوي.  
د مرستو رسونې د یوې نړیوالې مؤسسې دوو کار کوونکيو چې د برما په لویدیځ کې راخین نومي سېمي ته له سفره تازه را ستانه شوي، منلې چې هلته یې په خپلو سترګو د ډله یېزو وژنو نښې-نښانې او د مړیو پاته شوني لیدلي.

همداراز په برما کې د بي بي سي خبریال د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې په دې وروستیو کې د وژل شویو مسلمانانو شمېر ۷۰ تنو ته رسېږي، چې ډېری یې ماشومان او ښځمني دي.
په عین حال کې د برما حکومت د پوځ په ملاتړ د افراطي او ترهګرو بودایانو له لورې د مسلمانانو له وروستیو وژنو انکار کوي او د نور کله په څېر دا ځل هم د مسلمانانو پر ډله یېزو وژنو سترګې پټوي.
په برما کې مېشت مسلمانان چې د نړیوالو سرچېنو په خبره د هېواد اقلیت جوړوي له اوږدې مودې راهیسې له خورا ناوړه بشري ناورین سره لاس و ګریوان دي.
دوی وايي،سخت دریځي بودایان یې د پوځ او حکومت په ملاتړ او مستقیمه تر سختو شکنجو، تعذیبونو ،چور او چپاول او ډول – ډول نورو ظلمونو لاندې نیسي.
د برمايي مسلمانانو په دې بوږنونکي بشري ناورین چپه خوله پاته دي، خو د سیمې یو شمېر خواخوږیو هېوادونو چې په سر کې يې ترکیه راځي، وخت ناوخت ورسره خواخوږي ښودلې او د لاسنیوي ډاډ یې ورکړی.
خو له دې سره – سره بیا هم د دغه بشري ناورین د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره تر دې مهاله کومه بسنټیزه حل لاره نه تر سترګو کېږي.
د یادونې وړ ده چې د برما ویرځپلي مسلمانان په دې لټه کې دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې ورته سرپناه او د ژوند تېرولو امکانات برابر شي؛خو د دوی دې غوښتنې ته بنګلادېش تر اوسه منفي ځواب ویلای او استدلال کوي،چې دوی د مهاجرو لپاره د پنډغالو او کمپونو د چمتو کولو کافي بودجه نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x