امریکايانو یو ځل بیا د افغانانو کورونه بمبار کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۶، ۱۳۹۵ل): په افغانانو د امریکايي ځواکونو د بمباریو په لړ کې دا ځل په کندز ولایت کې د خلکو کورونه بمبار شوي او ورسره جوخت ځمکنۍ چاپه هم وهل شوې.

پیښه د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په قریه یتیم سیمه کې په داسې حال کې رامینځته شوې، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په یوې جنازې د امریکايي بمبار په اړه د ارګ او سپیدار ماڼیو لا هم چوپتیا غوره کړې.

د کندز ولایت اوسیدونکي وايي چې امریکايي ځواکونه تېره شپه د هوايي بمبار په بدرګه سیمې ته ورغلي او د ۶ تنو ملکي افغانانو تر وژلو او شاوخوا ۱۵ نورو تر زخمي کولو وروسته بیرته له سیمې څخه تللي دي.

په وژل شوو او ټپیانو کې د میرمنو او کوچنیانو د شتون خبر هم ورکړل شوي. دغه راز امریکايي ځواکونو ۱۰ تنه کلیوال هم له خپلو کورونو څخه را ایستلي او له ځان سره یې وړي دي.

د راپورونو له مخې په دې عملیاتو کې دولتي عسکرو هم ګډون درلود، چې په عملیاتو کې يې د امریکايي ځواکونو مرسته کوله.

طالبانو د کندز ولایت دغه پیښه د «اشغالګرو عسکرو او غلامانو جنایت» ګڼلی.

د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د روانې میلادي میاشت په ۶مه ملي شورا ته په خپلې وینا کې ویلي و چې امریکایان ځکه ولسي افغانان بمباروي چې طالبان له جګړې لاس نه اخلي او په وینا یې «دا طالبان دي چې جګړه کوي او له کبله یې امریکایانو ته د بمبار زمینه برابریږي».

ارګ او سپیدار ماڼیو په تېرو څه باندې دوه کلونو کې د ورته پیښو په وړاندې د خوښۍ یا خواشینۍ څرګندونې نه دي کړي، او تمه کیږي چې دا ځل به هم په امریکايي بمبار کې د افغانانو په وژنې چوپتیا غوره کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.