دیني، سیرت او تاریخ

د زړه ډالۍ

بسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالی چې کله آدم علیه السلام پيدا کړ نو ملائيکو ته يې وليږلو او ورته يې وويل: سلام پرې وويه!

او بيا يې ځواب واوره! چې دا به ستا او ستا د اولاد سلام وي. آدم علیه السلام ملائکو ته ورغی او ويې ویل: السلام علیکم ، ملائکو ځواب ورکړ:السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! امر يې پرې وکړ چې دا دې اولاد ته ورکړه! نو سلام هغه کلمة ده چې الله تعالی آدم علیه السلام (اولني) انسان ته ورزده کړه.

 او سلام د جنتيانو ترمينځ عام دی لکه فرمايې:

 وَأُدْخِلَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ ۖ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ .

   دغه ډالی د انساني ټولنې په زړه کې اصلاح ، سلامتي ، مېنه او محبت  زيږوي ، او خلک د ورورولی، خواخوږی ، تواضع او یوالي په روح روزي، او له زړونو څخه د حسد ، نفرت ، تکبر، لوئي او بدګمانی رنځونه لرې کوي.

  او دا ځکه چې سلام يوه جامعة کلمة ده ، ډېرې معناګانې يې رانغښتي، او د ډيرو پټو عواطفو او داخلي احساساتو څخه تعبير کوي ، یقينا څه ډول چې په ژبه نطق کيږي او د ويونکي پر مخ د محبت معطره مسکا شيندي، په همدې ډول د مقابل لوري غوږ ته رسېدلو سره سم  دهغې په عواطفو اغیزه کوي،  زړه کې يې ځای نيسي ، او هم په کښې يوڅه بدلونونه راولي: کله به غرور ماتوي او کله به د محبت ښکاروندوېنه کوي او کله به د يوالي رسۍ ټينګوي… .

  دا څومره عجیبه فسلفه ده! د ټولنې د وګړو ترمينځ د ژوند په هر حالت کې ټولنيز روح سره تړلی ساتي لکه: د مخامخ کېدو ، مجلس ته د تللو ، په ناستو خلکو د تېرېدلو ، کورته د تللو او يا راتللو  … پرمهال يوډول معاهدې ترسره کيږي ؛ څه ډول معاهدې؟ د آمن معاهدې (يعنې زما له شر څخه  په آمن اوسه)، د خواخوږی معاهدې  (تاسره خواخوږی یم) ، او د دوستی معاهدې: ستاسره دوستي لرم ، زما او ستا ترمينځ هيڅ بغض او نفرت نشته… .
راځئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې د دغې ډالۍ (سلام) استعمال ، او په هغې د پاملرنې لږه ليدنه اړينه وينم:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به  د سلام په ترويجولو باندې ډير اهتمام کړی ، لکه؛ فرمايې:

د ايمان نه غير جنت ته نشئ داخلیدای، او تر هغه به د ايمان د خاوندان نشئ ترڅو خپل مينځ کې محبت ونکړی، آيا هغه څه درته ونه ښايم که ويې کړی نو خپل مينځ کې به مو محبت پيداشي؟ سلام عام کړئ! .

يوبل حديث کې راغلي: چا کې چې درې کارونه جمع شول نو هغه ايمان حاصل کړو: ځان سره انصاف کول، سلام کول، د تنګسيا په وخت کې د الله تعالی په لاره کې صدقه ورکول.

  د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګري به چې په لاره کې روان ؤ، کله به چې کاڼی یا ونه دهغوی ترمينځ  حائل  شوه اوسره به جلا شول،  نو د بيرته يوځای کيدلو پرمهال به يې پر يوبل سلام وايه. رسول الله صلی الله علیه به چې په کوچنيانوهم تيرېدلو نو سلام به يې پرې وايه، او دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم به کورته د ننوتلو پرمهال پداسې ډول سلام کولو چې ويښو به واورېدلو او ويده به پرې راويښ نشول. همدارنګه امام احمد رحمه الله تعالی د عبدالله بن عمر نه مرفوعا يو روانت نقل کړی چې وايې: له پوښتنې مخکې بايد سلام وکړای شي، او وايې: چاته اجازه مه ورکوئ چې د سلام نه مخکې درسره خبرې وکړي. کوچنيان به په لويانو او روان به په ولاړ او ناست ،او سپور به په پلي(پياده) ، او لږ خلک به په زياتو باندې سلام وائې . او دارنګه: مسند بزاز کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روايت شوی: په دوو تلونکو کې هغه غوره او افضل دی کوم چې په سلام کې لمړیوالی وکړي. ابو داود کې درسول الله صلی الله علیه وسلم نه بل روایت نقل شوی چې ويلي يې دي: الله جل جلاله ته هغه څوک غوره دی چې په سلام کولو کې مخکېوالی کوي ، خو په نامحرمه ښځه باندې سلام اچول جائز ندی ، ولي که ډيره بوډۍ وي او د فتنې ویره نوي او يا خپلوانه وي بيا صحيح ده، دسلام ويل سنت او ځواب یې واجب دی، په کفارو باندې بايد د سلام وړاندې والی ونکړای شي، خو که هغوی سلام واچولو نو ځواب کې ورته يواځې وعليکم ويلکيږي.

 په الله تعالی باندې له سلام ويلو څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړې او ويلې يې دي: الله تعالی خپله سلام دی.

متأسفانه نن زمونږ ټولنه کې د سلام پرځای خپلي رواجې خبري ـ ستړی مشې، پخير رغلې ، هر کله راشئ، په مخه دې خه … ـ عامې شوي، داکلمات بد ندې خو بايد په سلام باندې اوليت او فوقيت ورنکړو، او سلام  ترډيره په  ځانکړو خلکو، وختونو او ځاينو کې محدود پاتې شوی چې داحدود هم بايد مات کړو، او دا د قيامت له نښو څخه هم دی؛ لکه أسود بن يزيد نه په مسند کې روایت دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي: د قيامت له نښو څخه یوه دا ده کله چې  سلام يواځې په پيژندلو خلکو ويل کيږي ، او بل رويت کې دي: په یو سړي به سلام نه ويل کيږي مګرد پيژندګلوی له کبله.

 ای مسلمانه وروره او ای مسلمانې خورې! پام چې د خپلو شخصي اغراضو لپاره مو چې له کوم مسلمان سره خپلولي او يا دوستي پرېښې وي سلام  ورسره پرې نږدئ ، د دې ډالی په ورکولو بخيلي ونکړئ ، د خپل غرض لپاره د خپل خوږ نبي صلی الله علیه وسلم سنت مه پريږده! او که بل مسلمان درباندې مخکښې شو نو بيا خو ځواب درباندې واجب شو نو ډير ښه ځواب ورکړه، لکه الله تعالی فرمايې:

  وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا

نو؛  راځئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه امر سرته ورسوو(أفشوا السلام بينکم)، د سلام په عام کولو او خپرولو کې کوښښ وکړو، خپله يې شروع کړو، نوروته پري نصيحت وکړو او کوچنيان پرې عادت کړو.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپیڅلو سنتو د راژوندي کولو په تکل

لیکوال: ح. فياض

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x