راځئ چې سره یو شو

ابویاسر افغان

دا کینې او تربګنۍ به شاته کړو او د خپل تېر برم، تمدن، سلطنت، حاکمیت او عظمت د تر لاسه کولو لپاره به یو بل ته د اتحاد او ورورولۍ لاسونه ورکړو؛ دا خپل منځي شخصي اختلافونه او عقدې نورې پریږدو، خپل منزل به معلوم او د وخت د زبرځواکونو د غلامۍ کړۍ له غاړو وغورځوو.

راځئ چې: خپلې تېروتنې، د کومو له سببه چې اسلامي امت د عروج له هسکو د زوال ژورو ته پریوت، جبران کړو، قرباني ورکړو، خپل نوی نسل په اسلامي فکر وروزو او راتلونکي اسلامي نسلونه د خپل ځان په څېر د کفارو له احتیاج نه وساتو.

راځئ! چې د الله جل جلاله د راکړي نعمت(اسلام) قدر وکړو، حق یې پوره او په دې برخه کې له هر ډول سستۍ او تمبلۍ له بېکاره امراضو ځانونه وژغورو، تر هغه وخت چې مسلمانان ویښ او څک ول د عروج پړاونه یې یو پر بل پسې طی کول، خو کله چې د ناراستۍ، تمبلۍ او غفلت امراضو پرې غلبه وموندله، نو د ذلت داسې ژورو کندو ته ور پرېوتل چې اوس ترې راوتل پرته له ځان ځارونې او قربانۍ ناشوني بریښي.

راځئ! چې هر یو، نارینه او ښځینه، ځوان او بوډا خپل مسؤلیتونه درک او د اسلامي امت د ښې راتلونکي خوبونو ته د تعبیر جامې ور واغوندو، د خیال پلاوونو او تشو فکرونو پر ځای د عمل او قربانۍ ډګر ته ور ودانګو او هغه نیمګړتیاوی اصلاح کړو چې له امله یې موږ شلګونه کاله وروسته پاتې شوي یو.

راځئ! چې خپل تنکی نسل د عصري او دیني علومو په داسې ګاڼه سمبال کړو چې زموږ ډاکټران، انجینران، فروفیسران، پیلوټان، پولیس، څارونکي، وکیلان، استادان او په ټوله کې لوړ منصب ته رسیدلي وګړي هم د اسلامي فکر لرونکي، د اسلامي امت د پرمختګ لپاره هوډمن، د دښمن د دسیسو او فریبونو پر وړاندې څک او د خپل مسؤلیت پېژندونکي جوړ شي.

راځئ! چې د یوه پراخ اسلامي انقلاب لپاره د ډلو او ټپلو دا مردوده پالیسي پریږدو او اجتماعي فکر وکړو، د خپلو اسلافو تګلاره تعقیب او د هغوی د قربانیو درناوی وکړو، د هغو د نیمګړو ارمانونو پوره کولو ته مټې را ونغاړو او د وخت د فرعوني ځواکونو د غلامۍ پرځای، پخپله دوی د اسلام پر وړاندې تسلیمېدو ته اړ کړو، کټ مټ لکه موږ یې چې د خپل فرعونیت منلو ته اړ کړي یو.

راځئ! چې د مادیاتو او معنویاتو ترمنځ په فرق کولو د مادیانو مینه له زړونو وباسو، که موږ معنویات غوره کړل، نو مادیات به زموږ لپاره پریمانه وي، اما که موږ معنویات هیر او مادیات غوره کړو، د ذلت له موجوده ژورو څخه د راوتلو پرځای به نور هم په کې ژور ولاړ شو.

راځئ! چې د لویدیځ د لویدلي شیطاني کلتور د تقلید څخه ځانونه وژغورو، خپل صورت او سیرت په اسلامي ارشاداتو برابر او د غرب سره د ساینس او ټیکنالوژۍ په ډګر کې مقابله وکړو، تر هغه وخته چې موږ اسلامپالي وو، غرب زموږ باج منلې و، مګر کله چې غرب پالي او ماده پرست شولو، نو غرب مو په ستوني پښې را کېښودې او د خپلو ناروا شیطاني غوښتنو منلو ته یې اړمن کړو.

راځئ! چې د موجوده غلامو او منافقو حاکمانو له غلامۍ څخه خپل ځانونه وباسو او داسې قیادت رامنځته کړو چې د اسلام رښتونې خدمت یې تر ټولو لومړنې انتخاب وي، دا کار به سخت وي، خو ناممکن نه دی.
راځئ! چې د غرب د نظامي او فکري یرغل پر وړاندې خپل مسؤلیتونه درک، د غفلت څخه را بیدار او د اسلامي فکر او عمل سنګرونه فعال او تاوده وساتو.

په پای کې همدومره وایم چې تر څو موږ ځانځاني پرینږدو، پرمختګ او عروج مو ناشونې دی، راځئ چې سره یو شو.

د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    ابو اسر ورور سلامونه می ومنه !
    ستاسی لیکنه په ځای لیکنه ده الله ج دی اجرونه درکړی په رښتیا هم مونږ یووالی ، پوهی او پوهونی ته اړه لرو ، الله ج فرمایی چه تاسی ټول سره یو شی تفرقی مه کوی همدا چه مونږ حتی به اسلامی ګوندو وزشل شوی دا مو اوله ګناه او بیا هغه اسلامی ګوندونه اسلام د خپلو ګوندو تابع کوی د ایتو په ځای خود ساخته یا جعلی احادیثو استفاده کوی او یا سم احادیث غلط تعبیر او تاویلوی .
    که ستاسی هدف افغانی ټولنه وی چه سره یو شی ستونزمنه خبره ده افغانیت کومه نظریه نه ده ، د یوی سیمی ، ژبی یا وینی ه ګډ مخرج سره راټول شوی ، له یوی خوا زمونږ هیواد تل عیاشو پاچاهانو اداره کړی او په دی اواخرو کی چه ز مونږ هیواد د حوادثو محراف جوړ شوی در او دروازه نه لری هر استعماری قدرت له هر اړخه پکی د اسلامیت ا وانسانیت په ځای پکی دهریت او شیطانی او الحادی ایزمونه نغښتی او حتی هغه تش په نامه اسلامی ګوندو سره یی هم اړیکی لرلی او یا له اوله د هغو استعماری قدرتو له خوا زیږول شوی او کارول شوی او کارول کیږی لکه ربانی، حکومتیار ، سیاف او داسی نور .
    د دوی یو ځای کول دومره ستونزمن راته ښکاری که ووایو چه روسان او امریکان په زمونږ سره یووالی وکړی مګر دغه افغانی بی لیاری او ملحدینو څخه د یووالی هیله لرل د اوسپنی نینو چیچل دی ، هغوی سره د پوهی اوښتی دی هغوی عملی بنه کی ماده پرست شوی روسان او امریکایان له اسلامه خبر نه دی ډیر یی له ناپوهی د اسلام سره کرکه لری که پوه شی مسلمانیږی او یا لږ تر لږه انسانیت ته نزدی کیږی .
    د افغانانو یا اسلامی نړی په اړه زه ناهیلی نه یم مګر یووالی یی ډیرو هلو ځلو او پرله پسی هڅو ته اړه لری ، د افغانیت یا عربیت یا نورو د وینو ، او قومی اړیکو یووالی وشل رامنځته کوی ، تاسی ګوری په لویدیز یعنی اروپا او امریکا کی څو دیرش هیوادونه ، بیلی بیلی ژبی ، رنګونه ، قومونه یعنی بیلی بیلی وینی لری مګر ټول زمونږ په هغو خلکو (چه یو کلچر ، یو فرهنګ ، یو تاریخ ، بلاخره یوه وینه ، یوه ژبه او یو رنګ او حتی یو دین مګر بی ایمانه او بی غیرته دی) د یو څو ډالرو په مقابل کی باداری کوی د خرو په شان پری نور ایمانداره او مسلمان افغانان وژنی ، شکنجه کوی او له کورو یی بی کوره کړی . د هغوی ملحدینو په خوله ایماندارو ته بی ایمانه او بی ایمانو ته ایمانداره وایی یعنی کفارو ته مسلمانان او مسلمانانو ته کافر وایی . د دوی یووالی د لویانو او پسونو یووالی دی مګر ډیر کم که یی یووالی وکړی .
    زما هدف دا دی چه فکری یووالی ته اړه ده ، افغانستان یا اسلامی نړی کی کفار زمونږ د معدنیاتو او نورو طبیعی ذخیرو پسی نه دی رغلی ( هغه یی دوهمی خبره ده ) هغوی زمونږ د اسلامی نظام له بیخه لیری کولو پسی راغلی هغوی خلکو ته وایی چه اسلام د عیسویت په شان مساجدو کی بندی کړی دموکراسی نظام ومنی د دموکراسی په واسطه مو ذهنا اړوی عملی بنه کی مو کافر کوی لمونځ به هم کوو ، روژی به هم نیسو ، زکات به هم ورکوو حج ته به هم ځو کلیمه طیبه به هم وایی او تر کفارو په زیات کافر او په خبلو مسلمانانو ظالمان یو ، دغه اسلام اسلام نه بلکه د خلکو تیرویستنه ده اسلام که نظام ونه لری د بی روحه جسم دی هیڅ په کار نه دی زه هغسی اسلام نه غواړم مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.