ښکلي زېري او ښکلي ژمني

عبدالمالک همت
﴿ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴾[النور: ۲۴: ۵۵]

ژباړه: . ستاسي د هغو کسانو سره چي پر الله يې ايمان راوړی دی او ښې کړني يې تر سره کړي دي الله (سبحانه) ژمنه کړې ده چي خامخا به يې (پر دښمنانو بريالي کړي او) په ځمکه کي به يې واکمنان کړي(څو هغوی د ظالمانو تر ظلمونو وروسته، د خپل عدل او انصاف په رڼا کي ودان او سوکاله کړي)، لکه چي تر دوی دمخه يې نور(عدل کوونکي) مومنان په ځمکه کي (د طاغيانو او سر کښو ظالمانو تر راپرځولو وروسته) واکمنان کړي وه. او ژمنه يې ورسره کړې ده چي د دوی دين به کوم چي د دوی لپاره يې خوښ کړی دی (چي د اسلام دين دی) خامخا برلاسی کړي او ژمنه يې ورسره کړې ده چي د هغو(له دښمنانو او ظالمانو څخه) د ويري (او سنی) حالت او خطربه په (داسي) امن(او هوسايي) ورته بدل کړي(چي له الله پرته به له بل هيچا څخه نه ویريږي. خو دغي د اسلام او مسلمانانو واکمنۍ او امنیت ته رسېده به هله وي چي) هغوی يوازي زما عبادت (په سمه اوبشپړه توګه د هغه د ټولوشروطو، آدابو او ارکانو سره) وکړي او زما سره هيڅ شی او هيڅوک شريک نه کړي او څوک چي تر دغو نعمتونو وروسته ناشکري وکړي، نو داسي خلک د الله له طاعت څخه وتلي(نافرمانه او فاسقان) دي.

د پورتني آيت د نازلېدو د لامل په هکله حاکم، ابن منذر، طبراني، ابن مردويه، بيهقي په ”الدلائل“ کي، ضياء المقدسي په ”المختارة“ کي، واحدي او سيو طي(چي دا ټول حديث پوهان او په احاديثو کي د کتابونو خاوندان دي)، د ربيع نومي راوي له لاري له ابوعاليه اوهغه له ابی بن کعب څخه روايت کړی دی چي : کله پيغمبر صلی الله عليه وسلم او اصحاب مدينې ته ولاړل او انصارو ځای ورکړ، د ټولو عربو د دښمنۍ او عداوت د غشو هدف وګرځېدل، د شپې به د وسلو سره ويدېدل او د ورځي به د وسلو سره ګرځېدل. دوی به د خپلو ځانونو سره ويل: آيا داسي ورځ به راسي چي موږ هم په ډاډ او آرامي کي ژوند وکړو او له خدايه پرته له بل هيچا څخه ونه وېرېږو؟ نو پورتنی آيت نازل سو. (دغه روايت حاکم، ابن حبان، ذهبي او هيثمي، چی څلور واړه حديث پوهان او د احاديثو کره کوونکي دي، صحيح بللی دی).

بيا لوی څښتن پر خپله دغه وعده وفا وکړه. مکه، خيبر، بحرين، د عربو پرټاپو وزمه او يمن پخپله د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوندوني فتح سول، د هجر مجوسيانو د جزيې په ورکولو سره د مسلمانانو ماتحتي ومنل، د شام د ځينو برخو هم دغه حال وو. د روم ، مصر، اسکندريې او عمان واکمنو رسول صلی الله علیه وسلم ته سوغاتونه واستول، د حبشې واکمن اصحمه رضي الله عنه مسلمان سو او تر هغه وروسته واکمن هم رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د سوغاتونو په ور استولو خپله عقيدتمندي ورته څرګنده کړه.

بياچي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات سو، مسلمانانو د ختيځ او لوېديځ هيوادونه فتح کړل او د فارس او روم امپراتورۍ يې را وپرځولې او د هغه مهال پر نړۍ برلاسي او د لوی عزت اوپرتم څښتنان سول. د راشده خلفاوو په وخت کي، په شام (اوسنۍ سوريې او شاوخوا) کي او په اندلس کي د اموي خلافت، بيا په عباسي خلافت کي او بيا د عثمانی ترکانو په خلافت کي د لوی او عظيم واک او ځواک څښتنان ول. تر دې چي مسلمانانو د الله د دې او نورو لويو نعمتونو ناشکري وکړه، د خپل دین له حقيقت او ارزښتونو څخه ليري سول، د اسلام ښکلاوي او ښېګڼي يې تر سترګو بدي او د کفارو بدګڼي يې تر سترګو ښې ورغلې، کافرو ظالمانو او ناوړو کارونو ته يې تمايل وښود او خيانتونو، فسق او فساد ته يې لاسونه واچول، سره بې اتفاق او يو د بل دښمنان سول، نو خدای جل جلاله هم هر څه ځني واخيستل او لکه دا اوس چي دي، همدغسي نتلی، خوار او ترټلي سول.

خو که دغه پورتني آيت او د قرآن کريم نورو آيتونو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديثو ته دقيق سو اوس هم موږ مسلمانانو ته په دغه آيت کي د بري، پر دښمنانو د غالبېدو او د اسلام د واکمن کېدو لوی زېری دی. البته که موږ په رشتيا او د زړه له کومي مسلمانان او متفق او متحد او په يوه خوله او په يوه زړه سو. د لوی څښتن جلت عظمته دا وعده او ژمنه اوس هم ده. اوس مو هم د راحت او عزت خاوندان کوي، دين مو اوس هم الحمد لله پر ټولو اديانو برتري او لوړوالی لري او تر دې به يې لا بېخي غالب او واکمن کړي او دا اوسنی ذلت، خواری او وهم او وېره به مو په ډاډ، امن او عزت را بدل کړي.

که موږ يو ځل پر دغه آيت باندي ځانونه عرض کړو او هغه نيمګړتياوي چي د دغه آيت په رڼا کي را پکښي ښکاري ليري کړو، باور دی چي لوی څښتن زموږ سره په دغه آيت کي پر کړې وعده وفا کوي، ځکه لوی څښتن هيڅکله وعده خلافي نه کوي، دا موږ يو چي په باورونو کي مو سستيا راغلې ده او د الله سبحانه پر وعده باندي مو باور بابېز او کمزوری سوی دی، که نه لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَعْدَ اللَّهِ لا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ، وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ ﴾[الروم: ۳۰: ۶]

ژباړه: دا هغه وعده ده چي الله کړې ده او الله هيڅکله له خپلي وعدې څخه تخلف نه کوي، خو زياتره خلک
(چي کافران، مشرکان او منافقان دي په دې) نه پوهيږي.

لوی څښتن دغه وعده د هغو کسانو سره کړې ده چي پر الله او د هغه پر پيغمبر يې ايمان راوړی وي، البته څنګه ايمان ؟ ايمان خو بايد زموږ د ژوندانه يوه بشپړه کړنلار وي او په وسيله يې ټولي هغه چاري ترسره سي چي لوی څښتن يې امر کړی دی، چي په دې کي د لوی څښتن د دې امر پلي کېده هم راځي چي موږ بايد هغه اسباب او وسايل او وړتياوي هم په خپلو ځانونو کي او هم په خپلو هیوادونو کي رامنځ ته کړو چي موږ په ځمکه کي د لوی څښتن دغه لوی او ستر امانت چي خلافت او واکمني ده، هغسي چي ښايي حمل کړلای سو او پلې يې کړو.

زموږ ټولي انساني کړنی او هلي ځلي بايد د دغه ايمان په رڼا کي تر سره سي او زموږ ټولو کوښښونو او تلاښونو ته بايد لوری ورکړي. که مو ايمان په زړونو کي ځای نيولی وي، نو بايد زموږ څخه داسي انسانان جوړ سي چي په زغرده او څرګنده توګه رغندو کارونو، هلوځلو، جوړولو، رغولو او ودانولو ته ملاوتړو او هغه هم يوازي او يوازي د لوی څښتن او د هغه د خوښۍ او رضا لپاره وي، نه د بل څه لپاره. زموږهر لوی او کوچنی کار بايد د الله د اطاعت او دهغه احکامو ته د درناوي او غاړي ايښووني په موخه وي، په دې توګه نو په موږ کي هوا او نفسي غوښتني، ضديت، غرض او مرض او يو د بل په وړاندي نفساني کرکي او شيطاني عنادونه او دښمنۍ نه پاته کيږي او هرڅه مو د هغو اوامرو تابع کيږي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د لوی څښتن له لوري راته راوړي دي. دانو داسي رشتيانی ايمان باله سي چي د انسان ټول وجود، ټولي اندېښنې، زړه، او روح، هیلي، ارمانونه، غوښتني او کړني يې تر اغېزي لاندي راولي، هر څه چي په کور کي کوي، يايې د خپلو همکارانو او دوستانو او ملګرو او ټولو خلکو سره کوي، ټول يې د الله او د هغه د خوښۍ لپاره وي. نو که موږ خپل ځانونه په ﴿ الَّذِينَ آمَنُوا ﴾ کي ګڼو نو بايد په دغو صفاتو متصف اوسو، ځکه چي په پورتني آيت کي د لوی څښتن ژمنه او وعده د دغسي مومنانو لپاره ده.

بل داچي پر دغسي مومن کېدو سر بېره بايد صالح اعمال او ښې کړني هم تر سره ګړو. تاسي وګورئ په قرآن مجيد کي پر صالح عمل باندي په ډېرو ځايونو کي ټينګار سوی دی، په تېره چي کوم ځای د ايمان خبره راغلې ده او ﴿ الَّذِينَ آمَنُوا﴾ ويل سوي دي، ورپسې يې ډېر ځايونه د ﴿ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ﴾ جمله هم ورسره ياده سوې ده. په ښو کړنو حسنات او ثوابونه او د دې او هغي دنيا نېکمرغي او د قيامت په ورځ نجات ترلاسه کيږي. که موږ ځانونه مومنان بولو، خو ښه کارونه نه کوو، نو څرګنده خبره ده چي په ايمان کي مو نيمګړتيا او ضعف راځي او ګنهکار او د دوږخ اور ته د داخلېدلو او د لوی څښتن د غضب وړ بلل کيږو، مګر داچي لوی څښتن مو په خپل فضل وبخښي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحيح حديث دی: دغه امت ته د پرمختګ او لوړتيا، د دين د خپرېدو او په ځمکه کي د بري او واکمن کېدو زېری ورکړئ، خو که څوک د آخرت عمل د دنيا د ترلاسه کولو لپاره کوی، پوه دي سي چي په آخرت کي کومه برخه نه ور رسيږي. (دغه حديث امام احمد، حاکم، ابن حبان او نورو تخريج کړی دی).

بله خبره د استخلاف او واکمنۍ ته د رسېدو ده. مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ډېر ځله واکمنۍ ته رسېدلي دي، خو له بده مرغه چي دغه واکمني يې لکه څنګه چي د خدای او رسول خوښه او غوښتنه ده، هغسي يې نه ده چلولې. دوی زياتره دغه د خدای پر ځمکه د خدای د حاکميت تمثيل مجرده او مطلقه پاچايي او قهر او غلبه او حکومت ګڼلی او دا يې هېره کړې چي اسلامي واکمني د اصلاح، ودانۍ او سمون او رغښت لپاره او د هغه منهج د تحقق او پلي کولو لپاره ده چي لوی څښتن بشريت ته ترسيم کړی دی او بالاخره بايد له دې لاري د کمال او بشپړتيا پولي ته لار پرانيستل سي. زموږ په مورد بحث آيت کي استخلاف د ودانولو او سمون لپاره دی، نه د خرابۍ او ورانولو او فساد لپاره، د ډاډمن عدل او امنيت راوستلو لپاره دی، نه د ظلم او زور زياتي او د خدای د مخلوق د سپکاوي او خوارولو او زورولو لپاره، د انسانانو او انساني ټولني د انساني کېدو او پرمختګ لپاره دی، نه د فرد او ټولني د حیوانیت او ځناورتوب تر پولي د را ټيټېدو لپاره. که موږ ته لوی څښتن زموږ د سم ايمان او ښو کړنو په پايله کي په ځمکه کي خلافت او واکمني راکوي، نو د دغسي چارو د تر سره کولو لپاره يې راکوی.

خو کوم کسان چي واک ته رسيږي او د خدای په ځمکه کي فساد او ورانی او سرکښي او ظلم او تېری کوي او قومي، سمتي او ژبني تعصبونه پالي او د انسانانو د خوارۍ، بې وزلۍ او د حيوانيت مدارجو ته د هغو د راټيټولو اسباب برابروی، نو دا د خدای په ځمکه کي مستخلفین نه دی، بلکي خدای په دوی او په هغو چي دوی يې پر واکمن کړي دي ازميښت کوي.

بله ډېره مهمه خبره د لوی څښتن د عبادت ده. دغي د اسلام او مسلمانانو واکمنۍ، سردارۍ او امنیت او سمسورتيا او ترقۍ او ډول ډول نعمتونو ته رسېده به هله وي چي موږ يوازي او يوازي د یوه الله عبادتونه د هغو د ټولو شروطو، آدابو او ارکانو سره وکړو او په دې عبادت کي هيڅ شی ورسره شريک نه کړو او بيا د دغو نعمتونو ناشکري هم ونه کړو.

د اسلام په سپېڅلي دين کي عبادت لوی څښتن ته له خشوع لو خضوع څخه عبارت دی، دا هر هغه کړنه باله سي چي د لوی څښتن تعظيم په کيږي او هر هغه قول، فعل، ښکاره او پټي کړني دي چی لوی څښتن يې خوښوي او په خوشاله کيږي. په ځمکه کي د انسان له پيدا کولو او په هغې کي د هغه له خليفه ګرځولو څخه ستره موخه همدغه عبادت دی، لکه چي لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴾[الذاريات:۵۱:۵۶] ژباړه: ما پیرانان او انسانان نه دي پيدا کړی، مګر د يوه لوړهدف لپاره چي هغه يوازي زما عبادت دی (او د دې لپاره مي نه دي پیدا کړي چي ما ته شريک ونيسي).

البته په اسلام کي عبادت يوازي حرکات او ځانګړی نظام او ترتيب نه دی کوم چي په عامه توګه ترسره کيږي، دغه عبادت يوازي په لمانځه، زکات، روژه او حج کي نه دی محصور او محدود، بلکي دا تر دې ډېر پراخ او عام دی. دا زموږ ټولو انسانانو د ژوندانه منهج، کړنلار او تګلار ده، لوی څښتن داسي وايي:

﴿ قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ*لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ﴾ [الانعام: ۶ : ۱۶۱ ـ ۱۶۲]

ژباړه: (اى پيغمبره! د غو مشرکينو ته) ووايه چي:” زما لمونځ، زما ذبحي (او قربانۍ يوازي د الله لپاره دي نه د بتانو، مړو، پېرانانو او داسي نورو لپاره، کوم چي تاسي يې له خدايه پرته نورو ته يا د نورو په نومونو ذبح کوئ). او (همداراز) زما ژوند او مرګ هرڅه د الله لپاره دي چي د (ټولو) نړۍ والو پالونکى دى.

هغه ته هيڅ شريک (اوسيال) نسته (نه يې په الوهيت، نه يې په ربوبيت او نه يې په صفتونو او نومونو کي). زه (زما د همدغه پالونکي له خوا) په دې سره (په دغه خالص توحيد سره د همدغه لوى څښتن له خوا) امر سوى يم (حکم يې راته کړى دى) او زه (لوى څښتن ته له دې امت څخه) تر ټولو لومړى د اطاعت سر ټيټوونکى(مسلمان) يم“.

همداراز دين هم يوازي د بنده او د هغه د پالونکي خدای ترمنځ نه محدوديږي او که داسي وسي، نوهغه غايه او موخه چي الله يې د سرته رسولو لپاره پيغمبران را استولي دي له منځه ځي او دا موخه د شريعت سره سم د ځمکي عمارت او ودانول او د نړۍ اصلاح ده.

البته په عامه توګه د عبادت په ډولونو کي د زړه، ژبي، بدن، شتو او شتو او بدن ډولونه راځي.

بله او وروستۍ خبره داده چي موږ د الله سره کوم شی يا څوک شريک نه کړو. شرک ډول ډول لاري او بڼي لري. اوس مهال د شرک يوه بڼه خوا ډېره عامه سوې ده او هغه داده چي ډېرو خلکو له خدايه پرته نورو ته په عمل، فکر، احساس او شعور مخه کړې ده، چي دا اسلامي عالمانو د لوی څښتن سره د شريک نيولو يوه بڼه او ښکارنده بللې ده، الله مو دي د شرک او ګنهونو له ټولو بڼو او ډولونو څخه په خپله خدايي وساتي.

په پای کي بايد ووايم چي په پورتني آيت کي موږ ته په ځمکه کي د واکمنۍ، زموږ د دين د برلاسۍ او له وېرو او خطراتو څخه زموږ د ژغورني، امنيت او سوکالۍ ډېر ښه زېري راکړه سوي دي او زه فکر کوم چي د الله دغه ژمني به ډېر ژر عملي سي، خو چي موږ د پورته ويلو سوو خبرو په ترسره کولو سره په ځانونو کي د الله ددې لوروني وړتيا، استعداد او چمتو والی پیدا کړو.

والسلام.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.