سوریه چاودنه

دمشق : په محکمه کي چاودني زیاته مرګ ژوبله اړولې

د سوریې په پلازمینه دمشق کي په سرتیري برید کي ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه  نور ټپيان دي .

له راپورونو سم چاودنه غرمه مهال یوه بجه او شل دقیقي باندي د محکمي له دروازې سره وشوه .

د دمشق د پولیسو مشر له رسنیو سره د خبرو په مهال وویل، یو تن چې فوځي جامې يې په تن وې او په لاسي بمونو او سپکه وسله سمبال وو کوښښ يي وکړ چې محکمې ته ننوزي او هلته موجود قاضیان او نور چارواکي په نښه کړي .

ویل کیږي چي له سرتیري برید کونکي څخه په دروازه کي د تلاشي پر مهال وسله اخستل شوې وروسته په دې توانیدلی چې دننه ننوزي او د محکمې په داخل  کي ځان ته چاودنه ورکړي .

په یوه بل خبر کي ویل شوي  چې د دمشق ښار په یوه هوټل کي په ورته چاودنه کي  هم څو تنه وژل شوي دي .

د دمشق د ځایي رسنیو له قوله یو تن برید کونکی د پولیسو تر تعقیب لاندي وو ، نوموړی یوه هوټل ته ننووت او هلته يي ځان ته چاودنه ورکړه چې له امله يي څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د یادو بریدونو پړه تر دي دمه کومي ډلي په غاړه نه ده اخستي .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.