نړۍ

ایمن الظواهري د سوریې د مجاهدینو څخه وغوښتل چي سره یو شي

نن ټکی آسیا: د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د سوریا د حکومت په خلاف د جنګېدونکو اسلامي ډلو څخه غوښتي چي سره یو شي، او د خپل منځي جګړو څخه لاس واخلي.

نوموړي دا خبري په یوه غږیږ پيغام کي کړي، چي د القاعده شبکې هم پلوه ویب پاڼو نن ورځ نشر کړی.

نوموړي خپل په خطاب کي جهادي ډلي او ګوندونه مخاطب کړي، او همداسي یې هغه ټولي نوري ډلي مخاطب کړي چي په سوریا کي د بشار الاسد حکومت ړنګول غواړي، او هلته د یو اسلامي او خپلواک حکومت غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړې: زه له دې ټولو غواړم چي کوشش وکړي، ددې فتنې (خپل منځي جګړه) مخه ونیسي، په کومي چي یوازي الله خبر دی چی پای به یی څه وي.

ظواهري ویلي چي دغه ډلي باید خپل منځ کي د محاکمې لپاره یو ځانګړی هیئت جوړ کړي، تر څو هغه مسائل او مشکلات وڅیړي چي د وروڼو تر منځ واقع کیږي، او باید د هغه محکمې قوانین او اوامر وروسته نافذ هم شي، او د هغه د نفاذ لپاره یو ځانګړې تګلاره هم باید جوړه شي.

ويل كيږي چي په سوریا کي وروسته تر هغه د مختلفو تنظیمونو تر منځ جګړې او شخړي را منځته شولې، کله چي په مختلفو نومونو ډلي ټپلي جوړي شولې، او د هري ډلي تر شا ځانګړي حکومتونه او استخبارات ودریدل.

په لاندي ویډیو کي د ایمن الظواهري بشپړ خطاب اوریدلای شئ:

 {youtube}VzApm1PQHxA{/youtube}

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x