
غزل/ اکرام الدين مفتون
اکرام الدين مفتون
دا چې پورې په مزار جهنډې رپيږي
دا زمـا په شهـيد يار جهنډې رپيږي
دا ګـودر اوس د پيغــلوټو هديره ده
چې تر څنګ يې په چنار جهنډې رپيږي
دا زمـــونږ د کلــي نښـــه ده جــانانه
چې راځې په هره لار جهنډې رپيږي
دا د پټـــــو ارادو نتيجـــــه نـه ده
دا د مينې په اظهار جــهنډې رپيږي
امــارته تر قيامته به که خداى کړي
ستا په نوم د افتخار جهنډې رپيږي
د وحشي لښــکر په ړنګــو کـلاګانو
بيا زمونږه بې شمار جهنډې رپيږي
دا ښـکلا د پســـرلي نه ده “مفتونه”
د ملګــرو په يادګار جــهنډې رپيږي