د ډیورند کرښه

جاوید احمدزی

له وختونو راهیسې د اسلا م آباد سره د ډیورند کرښې پرسره د افغانانو شخړه او دښمني روانه ده او بڅرکي یې ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې دي.

د انګریزانو سره د دې کرغیړن هوکړه لیک بیه اوس څلورم او پنځم نسلونه پرې کوي سره له دې چې د یادې کرښې تړون له انګریزي لوري سره هغه وخت شوی چې د پاکستان نطفه هم لا نه وه پیدا .
داچې اوس داغاصبانه کرښه دځان بولي او د یوه عادي دسخط بې دریغه انتظار ته له هیڅ راز کړنې سر نه ګرځوي.

او چمتو ده چې په هره بیه وي د دې کرښې عاریضه وګټي..

تر اوسه هر جمهور رئیس، باچا او هر واکمن ته یې د سوال ځولۍ غوړولې خو داچې د دولت او ملت واکونه بیل بیل دي. دلته هم د دولت نه بلکه د ملت استازولۍ مهمه ده. که هر حکومت د دې د لاسلیک ډغره ووهله دوی ته په درد ځکه نه خوري چې دا مسؤلیت یواځې د ملت دی او دولتونه پدې کې منحصر دي.
.
راځو دې خبرې ته چې پاکستان ته ولې دومره اهمیت لري. ؟

نو بدهي خبر خو داده لکه څنګه چې د متخاصمینو جګړه په کوم څه وي هرخصم د هغه د جلبولو او د ځان کولو هڅه کوي او تن په بیه یې دځان خوا ته وړي.

بله دا خبره چې پاکستان د انګریزانو پیداوار ده او انګریز له افغانانو شرموونکې ماتې خوړلې دوی غواړي لږ څه هغه هم جبران کړي.

خو تر ټولو کره بیا دا خبر بریښي چې افغان واکمن تر پنجابه د دوی ځالې ونیولې او مفتوحه سیمه یې هم د ځان په نوم کړه تر دې چې د دهلي شاهي تخت یې هم تر پښو لاندې کړ. دوی غواړي دا تاریخي سوبه پیکه کړي.

بله داخبر ده چې لر پښتون قوم هغې خوا پروت دی دوی به یې لنډ مهاروي.

طالبان او ډیورند:

طالبانو په خپله واکمني کې د ډیورند د موضوع په سر د پاکستان پلاوی ورشړلی ؤ، دومره حساس ؤ چې یوځلې هغوی دروازه بنده کړه دوی دروازه په توپ وویشته او لار یې پرانیستله، تر دې حده خپلو ارزښتونو ته ژمن ؤ چې یوځل یو افغان پاکستاني ملیشو ډیر سخت وهلی ؤ. چې را واوښت طالبانو ته یې شکایت وکړ او هغوی سمدواره تاڼه په راکټ وویشته او دوه فوځیان یې پکې وغځول.

لنډه داچې طالب پاکستان ته دسر په کاسه کې اوبه ورکولې او داسې زړوره واکمني یې کوله چې تر اوسه هیڅ رهبر هغه تاریخونه تر شا ندي پریښي.

کله چې نړیواله کفري سیلۍ را والوتله او د هیواد یواځینی ریښتنی مدافع ځواک یې د خپلو ګوډاګیانو په مرسته را وپرځاؤ هغه،ؤ چې هیواد مو د یو نوي فصل پرانیسته وکړه، او یو بل موسم د راتلو زیری راوړ، هغه ؤ چې د امن، او سکون پسرلی، د جګړو، بمبارونو، او ړندو چاپو په خزان بدل شو. او طالب مجبور شو چې دخپل چم مالت څخه د دفاع په خاطر بیا دسنګرو غیږې ته ولاړ شي، چې اکثریت د فرضي ډیورند کرښې د شمالي او جنوبي وزیرستان سیمو ته کډوال شول.

او له هغه ځایه یې د ولس په مرسته د امریکایانو او د هغوی د اتلافیانو پرضد ځان چمتو کاؤ. چې له څوکالو وروسته یوځل بیا د خپل هیواد په سردرو کې میشت شول او یوځل بیایی د همدې ولس په مرسته او په الهي نصرت د هیواد په شمال کې خوندي او سنبال مراکز یې جوړ کړل.

چې لا هم د خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه د نړیوال ښکیلاک سره په جګړه بوخت دي.

طالب ډیورند ته ژمن دی؟

طالبان وایې د کفري نړۍ په بشپړې ماتې او د هغوی له وتلو وروسته ژمن دي تر څو د هیواد په ارتقا کې کامله او مکمله ونډه واخلي او د هیواد له سرحداتو او ملي او تاریخي کرښو په کلکه دفاع وکړي او د لوی افغانستان په بیا خپلولو کې به له هیڅ قربانۍ دریغ ونه کا.

2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    احمدزۍ صاحب اسلام علیکم اوس دلوافغانستان دجوړیدوعجبه ښه موقع ده ولی پښتانه هغه وخت راویښیږی چه وه ځورول سی پنجابی حکومت پښتانه سخت وځورول دهریوه په زړه کی تر ماپوری اور بلیږی ولی موږ یو زړه ور او پوه رهبر نه لرو چه پر پنجابی دجهاد اعلان وکی اودډیورنډ دهغه بلی خوا سپیږیری او مشران راوه غواړی او ورته ووایی دپاکستان په فوج کی ټول پښتانه خبر کۍ چه موږ نور دپنجابی ظلمونه نسو برداشولای دامریکاپه خاطر یی موږ دکلو وشړلو بمبارۍ یی راباندی وکی او اوس می په کلو اووطن کی کندی کینی اوخارداره تارونه تیروی موږ باید له دی ظالمانو سره جنګ وکوکه اوس پورته نسو نوکله به موږدخپل ځان دفاع کوو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.