نړۍ

د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې کمښت راغلی

نن ټکی آسیا: د پاکستان د دفاع وزارت چارواکي ادعا وکړه، چې ګواکې دوی په دې توانېدلي چې پر امریکا د مسلسلو فشارونو په پایله کې د امریکا د بې پېلوټه او څارګرو الوتکو په بریدونو کې کمښت راولي.
د پاکستان د دفاع وزارت سکرتر متقاعد جنرال آصف یاسین ملک وویل، چي د دوی د ډېر ټينګار له کبله امریکا دې ته غاړه کېښوده چې د خپلو بې پېلوټه الوتکو په بریدونو او ړندو بمباریو کې کموالی راولي.

د ښاغلي اصف ملک په خبره ، که د افغانستان حالات ترینګلي شي، نو پاکستان ته د نورو مهاجرینو د را اوښتو ویره ده.
نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د دفاعي چارواکو یوې ناستې ته وکړې او زیاته یې کړه چې امریکا یوازې د پاکستان د زیات ټينګار له کبله د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې کموالی راوستی.
د پاکستان د دفاع وزارت ویره وښوده چې که د افغانستان او امریکا ترمنځ استراتيژیک تړون لاسلیک نشي، ښایې د روان کال تر پایه ټول امریکايي ځواکونه له دغه هېواده ووځي او دا ویره ده چې د افغانستان وضعیت د تېر په پرتله ترینګلی شي او افغانان یو ځل بیا پاکستان ته په ډله یېزه توګه هجرت وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x