راشدخان یو ځل بیا آیرلینډ مات کړ

ن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۷، ۱۳۹۵ل): د افغانستان او آیرلینډ تر منځ د کرکټ دوهمې یو ورځېنۍ لوبه کې افغانستان ایرلینډ ته په ۳۴ منډو توپیر ماتې ورکړه.

افغان توپوهونکو د تېر په څېر دا ځل بیا وځلیدل او ایرلینډ ته یې ۳۳۹ منډې ستر هدف وټاکه.

افغان لوري کې کپتان اصغر ستانکزي په نړیوالو یو ورځېنیو لوبو کې خپله لومړنۍ سلیزه ووهله. سربېره پر دې شهزاد ۶۳، رحمت شاه ۶۸ او شفیق الله ۳۴ تیزې منډې وکړې.

د ایرلینډ له لوري سټرلینګ ۶ ویکټې واخیستلې.

ایرلینډ د ۳۳۹ منډو هدف پوره کولو په تعقیب کې تیز پیل وکړ. د سر دوه لوبغاړو یې ۱۱۳ منډې جوړې کړې، جایسي ۵۵، سټرلینګ ۹۵، ټامپسن ۳۷ او پورټر فیلډ ۴۵ منډې جوړې کړې.

خو د دغو لوبغاړو پرته نور توپوهونکي ونه ځلیدل او راشدخان یو په بل پسې وسوځول.

د آیرلینډ ټول لوبغاړي په ۳۰۳ منډو وسوځیدل او لوبه یې په ۳۴ منډو افغانستان ته وبایلله.

د ۵ یو ورځېنیو لوبو د لړۍ درېیمه سیالي یکشنبې په ورځ د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.