نظــر

طالبانو ته څوک مرستې ورکوي ؟؟

له کومې ورځې چې د امريکا په مشرۍ نړيوال کفر دافغانستان پرحريم تېرې کړې له همغې ورځې راپه دېخوا يې ددجالي رسنيو لپاره يو ډول شيطاني پاليسي غوره کړې ده ، خپلو مطبوعاتي ډنډورچيانو ته يې دنده سپارلې چې په هر ډول کېداي شي خو بايد دامريکايانو د اشغال پر وړاندې جنګيدونکي طالبان د خپل ولس او نړيوالو پر وړاندې د بهرنيو کړيو پورې تړلي اجرتي قاتلان معرفي کړي ، يرغلګرو امريکايانو په دې لاره کې هره ممکنه وسيله کارولې ده خو ولې بياهم د اسلامي امارت مجاهدين د خپل ولس او د نړۍ د نورو ولسونو په زړونو کې ځانته ځاي لري دايوه داسې پوښتنه ده چې يواځې د رښتيني ايمان خاوندان يې ځوابولاي شي ، د امريکايې دجالي رسنيو خبريالان ،مبصرين او شنونکي زياتره هغه له ايمان او وجدان نه وينځل شوي او غربي تالي څټي دي چې ټول عمر يې دامريکا او اروپا په ډانس کلبونو ، ميخانو ، نايټ کلبونو او هوټلونو کې تېر کړې ، دوۍ هم د امريکايې ډيموکراسۍ د رانازلېدو سره سم راپيداشول او له هماغه پيله يې افغان ولس ته امريکايان د نړۍ ترټولو متمدن او دوست پالونکي خلک وروپېژندل ، امريکايې اشغال ته يې درواغجن جوازونه پيداکړل ، لغړه او بشردښمنه ډيموکراسي يې د انسانيت د فلاح او بهبود د ضامن نظام په حيث توشيح کړه او د خپل دين ، خاورې او ولس په دفاع کې جنګيدنکي طالبان يې دګاونډيو هېوادونو لخوا رالېږل شوي او لار ورکي خلک وبلل ، خو دښمن ته پدې ډول بزدلانه پاليسۍ هيڅ ګټه ترلاسه نشوه بلکې هماغه طالبان چې دوۍ يې د بهرنيو استخباراتي کړيو پورې تړلي خلک بولي نن د خپلې برحقې وسلوالې مبارزې د برياليتوب وروستۍ مرحلې طۍ کوي ، دا ځانته خبره ده چې د نړۍ د 49 کفري دولتونو په حرامو مرستو پړسيدلي مطبوعاتيان او ددجالي رسنيو کارکوونکي څنګه دومره سپين سترګي شول چې د ولس د رښتينو استازو او د اسلامي امارت پرمجاهدينو د پرديو دغلامۍ ټاپې لږوي ، په دې موضوع اوس د ټولو عاقلو خلکو سرونه خلاص شوي دي او هغه څوک چې تراوسه ددې موضوع د حقيقت په درک کولو کې پاتې راغلي دي هغوۍ ته قناعت ورکول شايد ډېرکاروغواړي ممکن هغوۍ ترمرګه هم قناعت ونکړي ځکه چې په بشري ټولنه کې دې ته ورته خلک ډېر پيداکېږي چې د حقيقت درک کولو ځواک نلري ، راځو د موضوع اصلي مطلب ته چې طالبانو ته څوک مرستې ورکوي چې داديارلس کاله يې د نړيوال کفر سره حيرانوونکي مبارزه روانه ساتلې ده ، مونږ اورو د امريکايانو په ډالرو پړسيدلي تبليغاتي ګوډاګيان يې هر وخت دا پوښتنې راپورته کوي چې جنګ وسله غواړي، پيسې غواړي او پراخ مالي امکانات غواړي طالبان دا هرڅه له کومه کوي ؟ او بيا د خپل سوال ځواب پخپله ورکوي چې دا مرستې ورته بهرنيان ورکوي!! يو ځل همداسې په يوه موضوع مو د څو نورو کسانو سره خبرې کولې چې يوه په اصطلاح ډيموکرات پکې را ټوپ کړ او و يې ويل تاسو دا وسلې او پيسې له کومه کوۍ ؟ ماورته وويل لږه يې سړه خوره فرض کړه چې مونږ ته پيسې امريکا راکوي او وسله له اسرايلو راځي او مونږ بيرته پرې کفار وژنو آيا ته ماته د يو مسلمان په حيث ددې ډول پيسو او وسلو د حرمت کوم دليل بيانولې شې ؟ خوا هغه د قرآن کريم کوم ايت ، نبوي حديث او يا کوم عقلي دليل وي ، هغه ځوان سره بيا ددې خبرې ځواب نه و ، عجيبه منطق او عجيبه انصاف دې ، دوۍ له امريکايانو نه وسلې او پيسې اخلي د خپل دين ، خاورې او ولس پر ضد د کفارو ملاتړ کوي ددوۍ دا کار وطن ساتنه شوه خو که زه د خپل دين ، خاورې ، او خلکو په دفاع کې يوه خبره هم وکړم وايې داخبره ستا نده دادرته بل چاښودلې ده!! هغوۍ چې پدې ډول بېهوده سوالونو او اعتراضونو سره غواړي د خلکو په زړونو کې د طالبانو محبوبيت کم کړي ډېراحمق او تېروتلي خلک دي ، دوۍ د الله ج په نصرت باورنلري ،هر کار ته د امريکايانو له نظره ګوري ، ولې اوس ټولو نړيوالو ته جوته شوې ده چې طالبان د خپل ولس له پوره ملاتړ نه برخمن دي ، تراوسه څوک دانشي ثابتولې چې طالبانو سره کومې بهرنۍ کړۍ مرستې کوي او که بالفرض څوک ورسره مرسته وکړي هم مونږ دېته اړ نه يو چې خلکو ته ځانونه سپين کړو ولې چې زمونږ جهاد اومبارزه د اسلام لپاره ده او پدې لاره کې مونږ کولاي شو له هرچانه پيسې او وسلې واخلو له شرعي پلوه د ځينو شرايطو په عملي کولو سره داډول مرستې هيڅ ممانعت نلري ، دا چې يو څوک د کفارو نه وسلې او پيسې اخلي د خپل دين او ولس پر وړاندې جنګ کوي او په مقابل کې د اسلام په عسکرو د نورو د غلامۍ الزام لګوي دا کار يواځې ددوۍ د حسد او دښمنۍ ښکارندوي کوي ، کنه نو د کابل د ګوډاګۍ ادارې ټول چارواکي پوهيږي چې طالبان ددې ولس بچيان دي ، ولس ورته شپې ورکوي ، ډوډۍ او کالي ورکوي ، ترخپله وسه ورسره مالي مرستې کوي ، زکوتونه ، صدقات او عشر ورکوي او هر ډول ملاتړ ترې کوي او په دې هم پوهيږي چې طالبان د وسايلو په زور نه بلکې د عقيدې په زور خپل جهاد ته ادامه ورکوي خو بياهم هغه خپل ضد او عناد نيولي د حقيقت نه انکارکوي ، امريکايان هم پوهيږي چې دوۍ د اسلام د ريښتوني بچيانو سره کېوتي دي او هيڅکله به بريالي نشي نو ځکه يې ځانته د تېښتې لاره غوره کړې ده ، مونږ هغه بې ايمانه او بې وجدانه خلکو ته چې د کفارو په ګټه او ملاتړ د اسلامي امارت په مجاهدينو پسې تبليغات کوي فقط دومره وايو چې خپل دين او دنيا مه تباه کوۍ ، د ايمان د لښکرو پروړاندې د کفارو د بايللي جنګ د ګټلو خيال پلاوونه مه وهۍ ، مونږ پر مادياتو ايمان نلرو بلکې زمونږ تکيه يواځې پرهغه متعال او لايزال رب ده کوم رب چې تل يې خپل حقيقي بندګان پرخپلو دښمنانو بريالي کړي دي ، د امريکايانو چاپلوسې او غوړه مالې رسنۍ تور ته په سپين او سپين ته په تور ويلو نور څوک نشي تېرايستلې ، خپلو مردارو ته د شهادت پاک لقبونه ورکول ددوۍ حقيقت او اصليت له خلکو نشي پټولې ، ولس زمونږ سره دې د الله ج نصرت زمونږ سره دې او د نړۍ هرمظلوم زمونږ سره دې ، نږدې اته مياشتې وړاندې مې د هندوستان د يو سک جنګيالي سره خبرې وشوې هغه راته وويل چې مونږ په هندوستان کې د هند ددولت پرضد جنګ کوو ځکه چې زمونږ حقوق او شتمنۍ يې غصب کړي دي او د مور مېرې سلوک راسره کوي او تاسو د امريکا او د کابل د ادارې پر ضد مبارزه کوۍ چې ستاسو خاوره يې اشغال کړې او ستاسو حقونه يې غصب کړي دي نو مونږ ستاسو ډېر احترام کوو ، دا کيسه مې تاسو ته هسې د يو کوچني مثال په ډول وليکله مطلب مې دا و چې طالبان د افغان ولس غږ دې ، طالبان د اسلام عسکر دي او د خپل رب په مرسته د اشغالګرو او د هغوۍ د تالي څټو پرضد جهاد کوي او نور نو هغه وخت رارسېدلې چې د امريکا په مشرۍ نړيوال صليبي يرغلګر حقايق درک کړي او نور نو دې ملاماتوونکي جنګ ته د پاي ټکې کېږدي په درواغجنو تبليغاتو دې ځان او نور نه غولوي او دادې ومني چې د عمل په ميدان کې يې ماتې خوړلې ده ، که اوس هم دوۍ خپل اشغال ته دوام ورکوي او داخلي ګوډاګيان يې په پاتې کېدو ټينګار کوي نو هسې ځانونه د هلاکت کندې ته ورټېل وهي ځکه چې طالبان به هيڅکله د خپلې مبارزې نه پر شا نه شي او نه به د ستړيا احساس وکړي بېشکه څومره چې کفار او منافقين د ارام ژوند سره مينه لري د اسلام سرسپارلي مجاهدين تر هغو زيات د جهادي ژوند او د شهادت له مرګ سره مينه لري ، ان شاءالله فتح به د اسلام په برخه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x