امریکايي ځواکونو په واده عملیات وکړل او زوم یې وواژه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۷، ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو په کندهار ولایت کې د واده په مراسمو پوځي عملیات ترسره کړي او د زوم په ګډون یې د واده ۶ تنه ګډونوال وژلي دي.

دغه عملیات چې په کې دولتي عسکرو د امریکايي ځواکونو په ملاتړ ګډون کړی و، تیره شپه د دې ولایت د میوند ولسوالۍ په کلان کچه سیمه ترسره شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په واده باندې د عملیاتو په لړ کې امریکايي ځواکونو د زوم تر څنګ ۵ نور کسان هم وژلي او ۱۰ تنه یې له ځان سره بیولي دي.

د راپورونو پر اساس، امریکايي او دولتي عسکرو مخکې له دې چې عملیات پای ته ورسوي، د کلي مسجد هم په بمونو الوزولی.

طالبانو په پيښه غبرګون ښودلی او هغه یې د «اشغالګرو او داخلي ګوډاګیانو د جنایتونو» لړۍ بللې.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ امریکايي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې جنازه بمبار کړه او د چهارشنبې په شپه یې په کندز ولایت کې کور بمبار کړ.

د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني، چې د امریکايي ځواکونو په ورته اقداماتو چوپتیا غوره کوي، د روانې میلادي میاشت په ۶مه ملي شورا ته په خپلې وینا کې ویلي و چې امریکایان ځکه ولسي افغانان بمباروي چې طالبان له جګړې لاس نه اخلي او په وینا یې «دا طالبان دي چې جګړه کوي او له کبله یې امریکایانو ته د بمبار زمینه برابریږي».

په دې وروستیو کې د امریکایانو لخوا د افغانانو د وژلو لړۍ چټکه شوې. په روانه اونۍ کې لږ تر لږه ۲۳ افغانانو د امریکایانو په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

یوه تبصره

  1. کندهاره په غم دی شریک یو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.