د جنت موندل

 ډېوه”همت لور”
په کابل کي د افغان پوهنتون د ښځو د برخي استاده

يوه ورځ زما په ذهن كي را وګرځېدل چي جنت به چيري وي او څنګه ځاى به وي. نو هغه وو چي په دې موخه رهي سوم څو جنت پيدا كړم. تلم تلم چي يو وخت يو ځاى ته ورسېدلم. په دې ځاى كي د خداى جل جلاله ټول نعمتونه موجود وه. شا وخوا تور غرونه وه، شنې اوبه بهېدلې او په خپلو څپو او باډاسكو يې ساز كاوه، مځكه ټوله په شنه چمن فرش وه، ګلانو په خپل منځ كي مسكا كول، جګي جګي وني ولا ړي وې او په خپلو پاڼو يې نغمې ږغولې، بلبلانو په چمن كي په خپلو خوږو آوازو سندري ويلې، شبنم د ګلانو پر مخ داسي ښكارېدى چي تابه ويل سپيني مرغلري برېښي. هري خواته تعطر او تازګي وه. ما چي دى ځاى ته وكتل ډېره اريانه او خوشاله سوم او دا فكر مي وكړ چي دا به جنت وي . لومړى زه ګلانو ته ور نژدې سوم. ګلانو زما څخه پوښتنه وكړه: « ته څوك يې او څه شي غواړې؟» ما په بې صبري سره ورته وويل: « زه د جنت په موندلو پسي راغلې يم». نو ګلانو راته وويل: « بېرته كور ته ولا ړه سه». بيا زه ونو ته ورنژدې سوم هغو هم د خپلو پاڼو په پوښهارو راته وويل: «بېرته كور ته ولا ړه سه». اوبو د خپلو څپو په موجو كي راته ويل:« بېرته كور ته ولا ړه سه». چمن تر پښولا ندي راته ويل:« بېرته كور ته ولا ړه سه». شمال چي به راڅخه ونښت هغه هم همدغه ويل چي:« بېرته كور ته ولاړه سه».

كله چي ما د دې ټولو كائناتو خبري واورېدلې، نو ډېره خپه سوم او نهيلې كور ته راغلم. زه ډېره غمجنه او خوابدې وم. ځكه چي په خپل مقصد كي بريالۍ نه سوم. زه په همدغه فكر كي وم چي ناڅاپه مي يو خوږ او په زړه پوري ږغ تر غوږ سو چي ويل يې:« زويه څه درسوي دي،ولى خپه يې؟ كله چي مي سر را پورته كړ، نو جنت مي خپل تر څنګ وموند چي هغه زما مو ر وه، او د دې ږغ د خداى سبحانه وتعالى د ټولو پيدا كړو كائناتو څخه جلا وو. هغه ورځ زه پوه سوم چي په رشتيا سره جنت يوازي او يوازي د مور تر پښو لا ندي دى.

په دې اړه صحيح حديث دادی:
عَنْ مُعَاوِيَةَ بْنِ جَاهِمَةَ السَّلَمِيِّ، أَنَّ جَاهِمَةَ جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَدْتُ أَنْ أَغْزُوَ وَقَدْ جِئْتُ أَسْتَشِيرُكَ، فَقَالَ: «هَلْ لَكَ مِنْ أُمٍّ؟» قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «فَالْزَمْهَا، فَإِنَّ الْجَنَّةَ تَحْتَ رِجْلَيْهَا».

ژباړه: له معاويه بن جاهمة سلمي څخه روايت دی چي هغه وايي: زما پلار جاهمة سلمي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی او ورته ويې ويل: يا رسول الله ما پتېيلې ده چي عزا وکړم، نو تاته راغلم چي په دې اړه سلا در سره وکړم. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «مور لرې؟» هغه ورته وويل: هو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «د مور خدمت ته دي په لطف او مهرباني سره چمتو سه، ځکه جنت د هغې تر پښو لاندي دی».

دغه حدیث امام احمد، نسائي، حاکم او طبراني په المعجم الكبير کي تخریج کړی دی او د احاديثو کره کوونکوو لکه ذهبي، منذري او شيخ الباني صحيح بللی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.