افغانستان

تازه خبر: هلمند کې یو خبریال وژل شوی

نن ټکی آسیا: له هلمند څخه مو همدا شېبه خبر تر لاسه کړ، چې په دغه ولایت کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او یوې محلي راډیو خبریال تر تښتولو وروسته وژل شوی.
خبر زیاتوي، چې دا خبریال نور احمد نوري نومېده او د امریکا د مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز او بست محلي راډيو سره یې هلمند کې دنده ترسره کوله.

ویل کېږي، نوموړی پرون له غرمې مخکې له لښکرګاه ښاره نادرکه شو او تېره شپه ناوخته یې مړی وموندل شو.
تر دې دمه د هلمند امنیتي چارواکو او طالبانو په دې باب څه نه دي ویلي.  
د یادونې وړده چې هلمند کې کابو پنځه کاله وړاندې د بي بي سي خبریال عبدالصمد روحاني هم په ورته-مرموزه- توګه د ځینو حکومتي کړیو له لورې د مخدره موادو په قاچاق کې د دوی د ښکېلتیا د ثبوتونو له خپرولو وروسته ووژل شو.
همدارنګه څو کاله وړاندې کندز کې هم د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د سلطان احمد منادي په نوم یو خبریال ووژل شو.
د خبریالانو تر وژلو وروسته که څه هم حکومت او بهرنیو ځواکونو د بې پرې او پراخو پلټنو ژمنه کړې، خو د لاسته راوړنو هېڅ څرک یې نه لګي.

یادونه: د ارواښاد نور احمد نوري انځور له فیسبوکه اخستل شوی او دلته خپور شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x