دفلکي علومو لارښود (23) دزوال، سمت الرأس، نادر او اول السُمُوت ددایرو پېژندنه

مفتي احسان الله

دائره اول السُمُوت (دایره اول الراسیات) Vertical Circles:

دمقام مطلوبه پر سمت الرأس او نقطة المشرق او نقطة المغرب باندي جوړې دایرې ته دایره راسي یا دایره اول راسیات او اول السموت ویلکیږي.

سُمُوت دسمت جمع ده، او مشرق اصلي سمت دی، په هره دایره سره چې مشرقي سمت معلوم شي، هغې ته دایره اول سموت وايې.

سمت الراس (Zenith):

دزمکي پر کره چې چرته هم یو څوک ودریږي، هغه ته راصد وايې، دراصد له سر نه چې وتشیال یا فضا ته عمودا خط کش کړو، هلته ددغه خط نقطه سمت الراس بلل کیږي.

نادر (سمت القدم) Nadir:

دسمت الراس پر مخالف جانب دراصد تر پښو نه لاندي داسي مستقیم خط چې دزمکي پر مرکز هم تیر شي او له سمت الراس سره مستقیمه زاویه (180) جوړه کړي، هلته پر اسماني کره یا خارجي فضا او تشیال باندي ولګيږي هغې نقطې ته نادر وايې.

دایره زوال (Meridian):

کله چې یوه لویه یا عظیمه دایره داسي کش کړو، چې پر سمت الراس، قطب سماوي شمالي، دافق شمالي نقطه، نادر، قطب سماوي جنوبي او دافق جنوبي نقطه باندي تیره شي، په داسي حال کې چې اسماني کره پر دوو برابرو مشرقي او مغربي برخو تقسیم کړي، هغې ته دایره زوال ویلکیږي.

دزوال دایره دراصد همیشه په ظاهر ساکنه او پر خپل ځای ولاړه ښکاري، کله چې په ورځ کې دغې دایرې ته دلمر سترګه راورسيږي، هغه وخت دراصد لپاره نصف نهار دی، او بالمقابل کله چې 12 ساعت وروسته دراصد دنادر لورته دغې دایرې ته لمر ورسيږي، په هغه وخت کې دراصد نصف لیل دی.

ساعتي دایره (Hiur Circle):

دعلم فلک بالخصوص دعلم فلک کروي ماهرینو دساعتي دایرې تعریف داسي کړی، چې پر یو فلکي جرم او قطب شمالي او جنوبي باندي جوړې دایرې عظیمې ته، دائرة الساعة ویله کیږي، دا دایره به همیشه پر خط استوا باندي عمود جوړه وي، داسانۍ لپاره ورته اسماني طول بلد هم ویلای شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.