
د ولسي جرګې غړي لالي حمیدزي د نشې په حال کې ډزې کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۸، ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازي لالي حمیدزي د شرابو د نشې په حال کې د نیم ساعت لپاره دوامداره هوايي ډزې کړي چې له امله یې په کابل ښار کې د جګړې حالت رامنځته شوی وو.
د کابل امنیه قومندان حسن شا فروغ د پيښي تایید کړی او ویلي یې دي چې د تیرې جمعې په شپه د کابل ښار په کارته سې سیمه کې لالي حیمدزي او د هغه ساتونکو د نشې په حالت کې د نیم ساعت لپاره دوامداره هوايي ډزي وکړې، چې له امله یې د ښار اوسیدونکې په تشویش کې اچولي وو.
حسن شاه فروغ رسنیو ته ویلي چې نوموړي نه یوازي دا چي بېځایه هوايي ډزي کولې، بلکې د خلکو د کورونو دروازې یې هم په لغتو وهلې او ښاریان یې ترهولي.
د راپورونو سره سم وروسته تر هغه چې د لالي حمیدزي او ساتونکو له لوري هوايي ډزې زیاتي شوې، سیمې ته پولیس ورسېدل تر څو مالومه کړي چې څه پېښه ده، خو نوموړي له خپلو ساتونکو سره له سیمې پښې سپکې کړې او وتښتېد.
د کابل امنیه قومندان ویلي چې لالی او ساتونکي یې د هیڅ ډول ګواښ سره نه وو مخ؛ ترڅو هوايي ډزو ته مجبور شي، بلکي یوازې د زیاتو شرابو څښلو له امله په هوش کې نه وو.
باید وویل شي چې لالی حمیدزی مخکې هم هیواد ته په شرابو واردولو، سړي تښتولو او نورو خپلسریو تورن شوی دی خو تر اوسه یې په وړاندې قانوني چلند نه دی شوی. د ۲۰۱۳ کال د می په ۱۳مه د ماليې وزیر عمر زاخیلوال ولسي جرګې ته په ډاګه کړه چې لالی حمیدزی هر ځل له بهرني سفر څخه هیواد ته د شرابو له ډکو بوتلونو سره راستنیږي.