ارشیف

د بمبارونو په درزا کې د وجدانونو خاموشي

جاوید علي خیل

له هغې ورځې چې په امریکا کې ډونالډ ټرامپ واک ته ورسیدلی ورسره په افغانستان کې میشت امریکایي اشغالګر هم په چپ اړخ را پاڅیدلي او د بیګناه افغانانو قتلولو ته یې کار ویلی.

دکندز، سنګین او ننګرهار له فاجعو وروسته چې کله په پکتیکا کې جنازه بمبار شوه او د مړي په تدفین بوخت افغانان په خپله د هدیرې مسافر شول، نو تمه کیده چې لږ به د ع او غ وجدان ولړزوي او د امریکایي قاتلانو د ناتمامو فاجعو په اړه به یې سپڼ قدرې له خولې ووځي. خو نه یوازې د ارګ او سپیدار چارواکو بلکې له طالبانو پرته بل هیڅ افغان جهت هم ددې امریکایي ټولوژنو په اړه کوم د اعتراض غږ پورته نکړ.

له هغه وروسته دادی یو ځل بیا په کندز او د هیواد په نورو سیمو کې د امریکایي وژونکو لخوا د بې دفاع او مظلومو افغانانو د ډلییز شهادت شاهدان یو. په یوه تازه پیښه کې رسنۍ وایي چې د کندهار د میوند ولسوالۍ په کلان کچه سیمه کې امریکایي قاتلانو د خپلو داخلي ملاتړو په مرسته د کلیوالو افغانانو د واده په مراسمو برید کړی، د زوم په شمول یې پنځه تنه وژلي او ګڼ نور یې نیولي او له ځان سره وړي دي.

که یو خوا د امریکایي الوتکو کڼوونکی شور او د درنو بمبارونو درزا او غوغا یې سرساموونکې ده بل اړخ ته بیا ددې امریکایي قتل عام په مقابل کې د عامه وجدانونو چوپتیا او ګونګې روژې له بمبار زیات د اندیښنې او تأمل وړ دي.

متأسفانه د امریکایي تبلیغاتو او حاکم ذهنیت له امله اوس ځینو ته په دې قناعت ورکړل شوی چې د امریکایي قاتلانو لخوا چې هر وړ جنایات کیږي باید په وړاندې یې د اعتراض غږ پورته نه شي. او بیا که دغسې غږ پورته کیږي بې له ځنډه باید د هیواد سره ددښمنۍ او پردیپالنې ټاپه پرې ولګیږي.

همدا لامل دی چې د بې ګناه او غریبو افغانانو د بیا بیا قتل عام او ظالمانه بمبارونو په مقابل کې نه خو د حکومتي چارواکو د اعتراض غږ واوریدل شو او نه هم د اپوزیسیون. نه ددې بمبار په مخالفت کې کومه مظاهره یا مدني اعتراض ولیدل شو او نه یې هم کوم لیکوال، شاعر، ژورنالیست او په اصطلاح د نظر خاوند په وړاندې غږ پورته کړ.

آخر تر کومه به د اولس له وینو سره داسې بې قدري روانه وي؟ تر څو به د کلیوالو افغانانو وینې داسې وړیا بهیږي؟ آخر دغو غریبو او بیچاره کلیوالو کومه ګناه کړې چې دغسې بې پوښتنې وژل کیږي، نیول کیږي او د بګرام او څرخي پله تور زندانونه ورباندې ډکیږي؟

ددې پوښتنو ځواب که همدا اوس د حاکم ذهنیت په دوړو کې ورک دی خو تاریخ به ضرور دا پوښتنه را پورته کوي او د الله تعالی په وړاندې به یې هم ددې عصر انسانان ځواب ویونکي وي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَ رَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتابُوا وَ جاهَدُوا بِأَمْوالِهِمْ وَ أَنْفُسِهِمْ في‏ سَبيلِ اللَّهِ أُولئِکَ هُمُ الصَّادِقُونَ15:سوره۴۹–الحجرات ۱۵معنی:بیشکه مؤمنان هغه خلک دی چه ایمان راوړی پرالله اود ده پررسول ص بیاهغوی شک ونکړی اوجهاد وکړی پخپلومالوسره اوپخپلوځانوسره په لاره کی دالله همداخلک دی رشتیاویونکی. هیڅ انسان ژوندۍ نه پاته کیږی خو مرګ یوترخه پیاله ده لاکن ترشهادت لویه کامیابی په هیڅ شی کی هم نسته د دنیا له ظلیله ژونده جنت ته ولاړسی بیله پوښتنی بیله انتظاره فوری.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.