افغانستان

له ۲۰۱۴ وروسته به لس زره امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شي

يو جګپوړي امريکايي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي چې له ۲۰۱۴ وروسته به لس زره امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شي. په افغانستان کې د امريکايي پوځیانو مشر جنرال جوزف سپينې ماڼۍ ته ويلي چې دوی باید په افغانستان لس زره عسکر پريږدي. دغه جګپوړي امريکايي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي چې سپينه ماڼۍ، دفاع وزارت، او سي ای اې په دې سلا شوي چې له ۲۰۱۴ وروسته به لس زره عسکر په افغانستان کې پاتې کيږي. بل پلو داسې ګنوسې هم دي چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ امنيتي سند لاسلیک شي. د يادونې وړ ده چې امريکايي چارواکو څو ځله ګوټ څنډنه کړې چې که ولسمشر کرزی امنيت سند لاسلیک نه کړي نو دوی خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او کرزی وايي تر هغو به دا سند امضا نه کړي تر څو چې امريکايان دا وعده ورنکړي چې د افغانانو پر کورونو به چاپې نه وهي او افغانان به په خپلو کورونو کې نه وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x