ټولنیزه برخه

له ماشومانو سره د ښه چلند لپاره لس ټکي

ژباړن : عطا محمد میاخېل

بدني سزا ماشومانو ته ناسم څیزونه ور زده کوي، له لاندې ټکو څخه په ګټه اخیستنې کولای شئ، د چلند غوره ډول زده کړئ .

۱ ـــ کله چې لویان ماشومان وهي او ټکوي، نو ماشومان د ناچارۍ او ناهیلۍ احساس کوي. دا احساس د دې سبب ګرځي، چې ماشومان خواشیني، غوسه ناک او جګړه مار شي .          خپلو ماشومانو ته دا ورزده کړئ، چې تاسو غواړئ هغوی څه ډول کړنې ترسره کړي . ځکه چې ماشومان په دې باندې نه پوهېږي، چې کوم کار سم دی او کوم ناسم . هغوی ته د روزنې ورکولو له پاره زغم ولرئ .

۲ ـــ د یوه ماشوم وهل، هغه ته د حل لاره نه ور ښیي، بلکې هغه ته یوازې دا ورزده کوي، چې د ځان په اړه بد احساس ولري او د هغه عزت او درنښت را کم شي، کم عزت او کم درنښت کولای شي د عمر تر پایه له ماشوم سره وي . خپلو خبرو ته ډېر پام کوئ . د کلمو مانا کولای شئ، د وهلو او ټکولو په کچه هغوی ته زیان ورسوي .

۳ ـــ بدني سزا د دې سبب کېږي، چې ماشومان غوسه او خواشیني شي او د دښمنۍ احساس وکړي او وغواړي، چې غچ واخلي .

له خپلو ماشومانو سره په خبرو اترو کې هغوی ته دا ورزده کړئ، چې تېروتنه یې کړې ده، تر هغه وخته چې کوچني دي، ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د کور په قوانینو باندې پوهېږي . دا د خوندیتوب قوانین د ویده کېدلو او د خوړو خوړلو پرمهال دي .

۴ ـــ بدني سزا کولای شي، ماشومان د سم او ناسم کار په پېژندنه کې تېر باسي . خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ، چې د خپلو احساساتو د بیان له پاره له سمو لارو چارو څخه کار واخلي، له دې وروسته یې احساسات ومنئ او هغوی ته دا وروښایئ، چې پوهېږئ او پام مو دی .

۵ ـــ کله چې ماشوم ته سزا ورکوئ، په دې مانا ده، چې ستاسو کار سم دی او په حقه یاستئ. دا چلند د دې سبب ګرځي، چې ماشوم له لویانو څخه تقلید وکړي او په راتلونکې کې دی هم نورو ته زیان ورسوي .

۶ ـــ بدني سزا د ماشومانو احساساتو ته زیان رسوي، په ښوونځي کې په نمرو باندې یې بده اغېزه کوي، دغه راز په ښوونځي کې د هغوی له پاره د دوستانو او ملګرو پیدا کول ستونزمن کېږي . هغوی ته پام وکړئ، ښه کارونه یې وستایئ او اجازه ورکړئ ماشوم پوه شي، چې له هغه سره د وجود په خاطر یې مینه کوئ .

۷ ـــ سزا او له ماشوم سره بد فزیکي چلند، هغه ته دا ورزده کوي، چې زه بد یم او تر کومه بریده چې کولای شم، باید خپلو بدو کړنو ته دوام ورکړم .

کله چې ماشوم مو بې ادبي کوي، نو ډېر ژر عکس العمل مه ښکاره کوئ، هغه ته مهلت ورکړئ، دا کار ماشوم مو د کمې مودې له پاره، له تاسو څخه جلا کوي، هغه خپلې کوټې ته بوځئ، کله چې وې کولای شول، ځان کنټرول کړي، نو اجازه ورکړئ، چې له تاسو سره یوځای شي . دا هغه ته ور زده کوي، چې تاسو د ښه چلند له پاره بریالي شوي یاستئ .

۸ ـــ بدني سزا به ماشوم ته هېڅکله ښه چلند ور زده نه کړي . هغه مه وهئ، کوم ماشوم چې ډېر وهل خوري، دنننی کنټرول یې پراختیا نه مومي . هغه نورو کسانو ته ګوري، ترڅو ورته ووایي، چې سم او ناسم څه دي، دغه راز هغوی به فکر وکړي، چې نباید خپلسري وکړو، ځکه چې سزا را کول کېږي، پرځای د دې چې ووایي نباید بې ادبي وکړم، ځکه چې بې ادبه بده ده .

۹ ـــ فزیکي زیان په هر صورت کې د ماشومانو د وېرې سبب ګرځي . ځان کنټرول کړئ. هېڅ څیز له دې څخه غوره نه دی، چې والدین د خپل هغه ماشوم په وړاندې آرام وي، کوم چې له کنټرول څخه بهر دی . خپلو ماشومانو ته دا ورزده کړئ، چې خپله غوسه کنټرول کړي او ځانته دا اجازه مه ورکوئ، چې هغه ورټئ، ځکه په دې کار سره مو د هغه غوسه یو ځل بیا را ژوندۍ کوئ . په یاد ولرئ، چې تاسو لویان یاستئ .

۱۰ ـــ کله وخت چې والدین ستړي او ستومانه وي، نو ماشوم د ژړا پرمهال ښکته او پورته غورځوي، ړندېدل، مغزي زیان یا حتا د ماشوم مړینه، کولای شي د دا ډول کړنې پایله واوسي .

د خپلو ماشومانو په روزنه کې له دوستانو او یا له ښو مشاورینو څخه مرسته وغواړئ . د والدینو له ډلو سره یو ځای کېدل او له تجربه لرونکو میندو او پلرونو سره خبرو کولو ته لومړیتوب ورکړئ . د ماشومانو او د هغوی د روزنې د څرنګوالي په اړه د بېلابېلو لارو چارو له لارې زده کړې وکړئ .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x