حزبیانو لږ یې سړه خورئ!

خالق یار احمدزی
پدې ورستیو کې د هشت صبح ورځپاڼې یو راپور خپور کړ چې ویلي یې ؤ چې اشرف غني د حکمتیار سره په سوله پیښمان دی او داپروسه په یوه او بله بهانه ځنډوي. او دا تجربه ده کله چې حکومت پر حزبیانو زور راوستی نو بیا هغوی په طالبانو بیځایه نیوکې کوي ترڅو حکومت ته ځان مطرح او ژمن وروښایی.

تیره ورځ همداسې ؤ د حزب د خبرو اترو مرکچي امین کریم د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا په نوم بنسټ له‌خوا د سولې خبرو اترو په اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، چې که د طالبانو د جګړې موخه له هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل وي، نو باید خپل دریځ روښانه کړي، خو هغوی له افغان امنیتي ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي.

هغه په ډاګه وویل چې ‌نور د اسلامي امارت وخت تللی او که وسله‌وال طالبان وغواړي، چې د جهاد او خپلواکي ګتلو په نوم واک ته ورسيږي، نو په افغانستان کې به د سولې ټېنګښت ستونزمن وي.

کریم له طالبانو وغوښتل، چې باید له جګړې لاس واخلي..

راځو یو څو نکتو ته او بیا به دا خبرې توجیه کړو!

له کله چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ښکیلاک د زبردستۍ وزرې وغوړولې، او د افغانستان متحد او له هر نوعه فساد څخه سوچه واکمني یې نسکوره کړه او دسیکولریزم د تهداب ډبره کیښودل شوه.

نو ملت یوځل بیا خپلې تورې له تیکو را وایستلې او د نړیوال تاړاک پرضد یې د دوهم ځل لپاره په مقاومت لاس پورې کړ.

دقیقاَ تر دې څه وخت مخکې حکمتیار هم له طالبانو سره اتحاد کړی و. کله چې د طالبانو حکومت ړنګ شو نو حکمتیار ایران کې پناه اخیستې وه.

کله چې د امريکا پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د ۲۰۰۲م په جنوري کې ايران «شيطاني کړۍ» وبلله، چې د حکمتيار په څېر جنګیالی مشر ته يې پناه ورکړې. تهران حکمتيار ته وويل، چې افغانستان ته ولاړ شي. حکمتيار هڅه وکړه، چې د امريکايي پوځيانو پر ضد وسله‌وال فعاليت وکړي، خو د هوډ خلاف يې د پېښور لاره ونيوله او هلته میشت شو.

حزبیانو څو کاله داسې پیکه مقاومت وکړ. خو همداسې پاتې نشول او د کابل خوږو شکرو ته د لالهاندي له کبله نیمکله ګوند منځته راغی د دوی لوړپوړي مشران څوک د ارګ سلاکاران شول، څوک فوځي قوماندانان اوڅوک… لا هم دې لړۍ دوام وموند او د جرګو او مرکو وطن (پکتیا) ته یې د جنرال عطا سره په موازي کرسۍ جمعه خان همدرد را واستاؤ. خو د دې ټولو سره سره حزب د دولت خلاف ؤ. او د دې پخاطر چې حکمتیار د ارګ تر درشل را ورسیږي په ځلونو د کرزي او امریکایی سفارت دروازې وټکولې. خو بیا هم حکمتیار به په خپلو اختریزو پیغامونو کې د کابل اداره بلواکه، او غلامه اداره بلله، او پرضد به یې مقاومت ته تجویز ورکاؤ.

تر دې چې د داعش په نوم ناسور را ورسید او حزبیانو هم په لمړي ځل د بیعت لاس ور اوګد کړ.

دې کوښښونو د اشرف غني توجه جلب کړه او د پاکستان سره په پټه یارانه کې یې د شمشتو واکمن ته د وروري لاس ورکړ. چې هغوی هم له دې بلواکې ادارې سره په جوړجاړي ګوړې ماتولې ځکه په اسمان غوښتنه یې په ځمکه ور پوره شوه.

حکمتيار منلې وه، چې د هوکړې شرطونه او «سرې کرښې» افغان حکومت او امريکا ورته ايښې وې، چې وسله به پر ځمکه ږدي، تلپاتې اوربند به کوي، د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کوي او له هغو ډلو سره به پرېکون اعلانوي، چې د افغانستان حکومت يې دښمنان او ترهگر بولي.

وروستي راپورونه دا ښیی چې داشرف غني او جنرال عطا جوړجاړي حزبیان څنډې ته کړل او ارګمیشتي نه غواړي چې یوځل بیا کابل د شین بیرغ مشاهده وکړي.

له بل پلوه حزبیان همدې حکومت ته په ټول ځواک غواړي چې د طالبانو پرضد خپل دریځ لا سخت کړي، په ځلونو یې په طالبانو نیوکې وکړې، د هغوی پرضد د اربکیزم پروژه کې پراخه ونډه، او د حکومت په اډانه کې د طالبانو پرضد هر اړخيزې جګړې ته د چمتوالي ټټر وهل هغه څه دي چې اوس دوی غواړي منظورشوي کوردینات له لاسه ور نه کړي.

تر اوسه د طالبانو هیڅ ویاند او نه د هغوی رسمي پاڼې د دوی پرضد هیڅ څرګندونه نده کړې . داچې ولې نو ښایې هغوی به د وخت تقاضا ته ګوري، ځکه هغوی عملا له بهرنیو، داخلي عسکرو او داعشي ملیشو سره په جګړه بوخت دي نو نه غواړي ځان په افغان ضده جګړو کې ښکیل کړي او نه غواړي چې هر افغان دې بیځایه ووژل شي خو که عملا د طالب پرضد ودریدل بیا به د هغه وخت پالیسي پریکړه کوي.

راځئ د دوی خبرې توجیه کړو!

★داچې اوس حزبیان طالبان سولې ته رابولي. نو طالبانو څوکاله مخکې د سولې ادرس ابلاغ کړی ؤ خو داچې افغان حکومت ته د بهرنیانو وتل ستره خبر وه او نه یې شو کولای دا شرط پوره کاندي نو لا اوس هم د سنګر په غیږ کې پراته دي.

★ داچې نوموړي په طالبانو تور لګولی چې د افغان دولت پرضد جګړه کوي او دا ناروا ده نو مهرباني دې وکړي هغه د ۶۰۰۰۰ کابلیانو وژل دې توجیه کړي چې د همدوی په لاس وژل شوي ؤ، او بل داچې تر پرونه چې تاسو د همدې حکومت پرضد جګړه کوله هلته ولې حرامه نه وه؟

او بل داچې طالب هیڅکله د دولت پرضد ټوپک ندی را اوچت کړی بلکه همدې دولت طالب مجبور کړ چې ټوپک ته لاس کړي. طالب خو خپله نښه امریکایی ځواکونه ؤ داچې د هغوی ساتنه، حمایه او جاسوسي ټول د همدې دولتي منسوبینو په غاړه وه نو ځکه هغوی هم هدف شول او لا هم دي. ځکه همدې حکومت د امریکایی ګټو پخاطر د ملت پرضد جګړې ته ځان رامخکې کړ.

راځئ! همدا اوس دې د افغان دولت ټولې قواوې د امریکایانو له ملاتړ او چوپړ نه لاس په سر شي چې یو عسکر ته هم زیان رسیږي ؟

★او داچې تاسو وایاست چې طالبان ولې د افغان دولت په لاس سوله نکوي. نو مهرباني وکړه د حکمتیار هغه مقالې ته هم لاړې ور توکړه چې لیکلي یې ؤ (افغانستان دولت دست نشانده امریکا، صلاحیت هیچ نوع ګفتګو ندارد) داچې تاسو یې هم بلواک بولئ، ملت یې هم کاواکه تعریفوي او نړیوالو ته هم د شاشجاع په څیر ښکاري نو کوم جاهل به وي چې د داسې ادارې سره خبرې کوي. تاسو خپله وایاست چې د حکومت د مهارولو پړی د امریکایی سفارت لاس کې ده، خو بیا هم د اشرف غني …… ته اوبه ور اچوئ آیا دا ډیر حقیر تګلوری ندی.؟

د امریکایانو په لاس د جوړشوي ملي یووالي په نوم حکومت له جوړیدو راهیسې اوس یونیم کال تیریږي چې دا حکومت په هره برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی ، تر دې چې خپله امریکایان یې هم د سیاسي سقوط پیشګوي کوي.

امریکایان کوښښ کوی حتی المقدورد دې سقوط ته نیږدي نظام د بقاء شپې ورځې اوږدي کړي ، د ملي یووالي په نوم حکومت کټ مټ هغه ناروغ ته ورته حالت لري چې ډاکتران يي په مصنوعي تنفس د ژوندي ساتلو هڅه کوي؛ ځکه امریکایان پوهیږي چې د دغه ډول بیواکه او په فساد ککړ حکومت ترسیوري لاندې خپل اهداف په ښه توګه ترلاسه کولای شي.

2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    احمدزۍ صاحب اسلام اعلیکم تنهاپه نامه سړۍ نه مسلمامانیږی که ۱۰۰واره خپل نوم عبدالله وبولی چه دقرآن پر هدایاتوعمل وه نه کی کافر دۍ ،حزب اسلامی اوجمعیت اسلامی دافغان ملت دخطایستوپه خاطر نمونه اسلامی ایښی دی دقدرت دحصول په خاطر آیاحکومت یارته اسلام اجازه ورکوله چه دتڼی اسلام قاتل سره یی اتحاد وکۍ آیا اوس چه افغانستان بیاکفارواشغال کړی دۍ دغه دووحزبوته رواده چه له دوی سره جوړوی – طالب فعلاً داسلام اصطلا حی نوم دۍ په قرآن کی هغوته ظالم ویلای سی چه مسلمانان له کورو وباسی اویایی ووژنی دهغوپه مقابل کی الله پرمسلمانانوجهاد فرض کړۍ دۍ داجنګ دطالب نه دۍ دقرآن دۍ – دادوه حزبه دغسی ظالمان دی لکه خلکیان او پر چمیان دکفاروملګری دی هغه چه دقرآنه خبردی هغوی ددوی هیڅ فرق نه کوی،۹۸-البینه سوره په ترجمه وه وایاست تاسوبه خپله پوه سۍ چه دوی څوک دی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  2. محترم خالق یار احمدزی صاحب اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
    دا چی حزب اسلامی اوس خپل سیاسی وجاهت له لاسه ورکړی او د هر خس او خاشاک تر لفظی حملی لاندی ده هغه ددی حزب هغه اشتباه کړنی او فاحشی متناقض موقف ګیری دی چی دی حزب کابل ته د کمونستی رژیم له ماتی او داخلیدو وروسته ترسره کړی او تراوسه ادامه ورکړی داباید له یاده ونه وباسو چی د روس د اشغال په وخت کی حزب اسلامی د ټولو جهادی تنظیمونو په مینځ کی ترټولو غښتلی تنظیم و چی د خارچی کمکونو له نیمایی نه زیاته برخه همدی حزب ته راتلله او د افغانی ټولنی د مختلفو اقشارو ترټولو پوه او ورزیده کدرونه په همدی حزب کی راجمع شوی و په کوم کی چی د اوسنی جهادی مقاومت لپاره لوی درس او عبرت ده چی که دوی هم خدای مکړه هماغه د حزب نسخه تکراروی نو سرنوښت به یی تر حزب بدتر وی هغه یو متل ده وایی خوشبخت یی په نورو وینی او بدبخت یی پخپل ځان وینی نور نو غواړم چی خپله دا تبصره د الله تعالی پدی قول پای ته ورسوم چی وایی

    يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللَّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ (سوره ابراهیم آیت ۲۷).
    وسلام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.