شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

ابراهيم صياد
چینار په غاړه د ګودر مات شوی
د یار منګی په ماذدیګر مات شوی

داسې ټوټې شو چې بیا نه رغیږي
زړګی مې څومره په هنر مات شوی

کابله چاته دې پریاد وکړمه
چې له وجود دې پیښور مات شوی

وخت مې خندا په ژړا وپلورله
د وینو نیل مې له پرهر مات شوی

چا مې غرور چا مې پښتو خرڅه کړه
ساقي خمار مې سر په سر مات شوی

صیاد خبر شوم د هوسۍ له درده
اوس مې خپل غشی په ټټر مات شوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x