نړۍ

مصر: قاهره کې د استخباراتو پر مدیريت چاودنې درې تنه و وژل

د مصر پلازمينه قاهره کې له چاوديدونکو توکیو ډک يو موټر د استخباراتو د مدیر د فتر مخې ته د چاودنې له امله کم له کمه درې تنه وژلي دي. ويل کيږي چې په چاودنه کې د استخباراتو د مدیر دفتر ته هم زیان اووښتی دی. رويترز خبري اژانس د مصري تلویزون په استناد ليکلي چې امنيتي ځواکونو له چاودنې وروسته پر نورو ودانیو ډزې کړي. د چاودنې له امله د استخباراتو له دفتره د اور لوخړې پورته کيږي. د یادونې وړ ده چې پرون پنجشنبه هم  د قاهرې په جنوب په بنو سویف ولسوالۍ د پولیسو په پوسته برید کې پنځه پولیس وژل شوي وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x