شعـــــرونه

غزل/ عبدالهادي عمري

 عبدالهادي عمري
دا یو څه پټه ده تړلې له یو چا سره ده
زما د قلم او شاعرۍ کیسه له ما سره ده

کله په کال کي نه وي کله وي ګړی په ګړی
د شاعرۍ د کور کیلي مي له اشنا سره ده

زه دي په سترګو درته ړوند سم که درواغ به وایم
زما د زړه ګلابه مینه مي له تاسره ده

دلته چي نکیږي او نه راځي سبب یی دادی
ددې ځای جوړه څه له موږڅه له دنیا سره ده

بي تا که مړ نه سو بوډا به سي ضرور(عمري)
چینار ځواني يې زرغونه ستا له ښکلا سره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x