څلورڅلوېښتمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي ( عبدالرؤف حکمت ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ.

د هجر سپېره دښته ده او ستا د ياد رمه ده
زما د زړه راغه کې دې وهلې غم خېمه ده
ـــــــــــــــــــــــــ
پېکا دې نغمې وايي مجاهده طالب جانه
سنګر در باندې وياړ کوي پرتايې زړه ښايسته ده
حمزه حسيني
شپېلۍ لاس کې د غره څنډه کې هاغه کوچۍ ګورې؟
يو چا پسې ګرځېږي له ستړيا نه نن ويده ده
شرافت وياړ

چناره د کافرو د تور لېست لاندې به راشې
دا ځکه چې طالب اشنا د سيوري ته دمه ده
طلا محمد محمدي
سړې سېلۍ رالوتې ده هر څوک دي غم ځپلي
په کلي مو خپره نن د شهيد جانان کيسه ده
نقيب الله احمدي

راځه په غرني، کوچي آواز يې زمزمه کړه
ليکلې مې شپونکيه درته مسته ترانه ده
عرفاني

معصومه پاکه وينه د شهيد يې ده پلورلې
پېرلې يې پرې دغه د ذلت ډکه بنګله ده
هدايت الله حقمل
راغلې مې په زړه باندې جانانه توره شپه ده
د ستا د شهادت مې اورېدلې آوازه ده
حبيب الله سيال
فراق دې طالب جانه يم بې حده دردولی
د ستا د غم راغلې نن پرما باندې څپه ده
عمري زرمتی
يادونه دې جانانه د باران پشان را اوري
د اوښکو مې ګرېوان لره راغلې قافله ده
عبدالباقي مهاجر

دې وخت کې چې په کور ناست وي او نه درومي سنګر ته
دا نر که ظاهر نر وي خو ضمير يې ښځينه ده
حامد ملنګ

ګډون د آديبانو دی له لرې او نږدېنه
فېس بوک د عرفاني کې نن شپه بيا مشاعره ده
طالب الهام
اتله طالب جانه تا کفري نړۍ وال مات کړل
نن ټول درباندې وياړو او دا ستا هسکه شمله ده
الفت جان
اشنا مې شهيد شوئ دی يادونه يې را اوري
غمونو يې وهلې ده خمېه زما په زړه ده
عابد افغان
خپه يمه جانانه ستاد ياد مې اندېښنه ده
بيا ډېر زما يادېږې ستا يادو سره مې شپه ده
عارف احرار
د شپې شبګير وهلی دی بې خوبه معلومېږي
دې پورې ونې لاندې مجاهد لالی دمه ده
تحسين مسافر
د بارودو جامې واغوندي ځان له دين نه ځار کړي
نور څه نه دي بس دا د خوږې مينې فلسفه ده
اجمل بارکزی
دا حورې اخروي به څه له خوند او رنګ وي ډکې
چې پيغله د دنيا دې خدايه دغومره خوږه ده
عبدالمالک ستانيزی
د زړه له تله وايم تبريکي درته طالبه
د کلي دې اجيرو نه نېولې دې پوسته ده
خوږمن مهاجر
نن شپه ده د جمعې رب دې را و وينه په خوب کې
جانانه ستا ديدن ته مې نن ډېره تلوسه ده
مظلوم کوچی
د مينې په داستان باندې مې ټول جهان خبر شو
ليلی د ازادۍ نه مې راغلې اوس ګيله ده
شجاع لوګری
طالب جانانه راشه چې په زړه کې مې ځای درکړم
څاري دي درپسې يوه بنګنه طياره ده
محمد عمر هاشمي زرمتی
چې کله رانه هغه د سنګر زلمی جدا شو
ژوندون کې م همدغه يو درد ناکه خاطره ده
انعام نعيمي
تاوېږي الوتکې څه له غمه ډکه شپه ده
آخ بيا مې د طالب جانان په کور باندې چاپه ده
عمري خوستی
هجران يې غم کې ډوب کړم د کندز ځلانده ستوري
ستا پاکې وينې رنګ راوړي زموږ دا عقيده ده
اتل نورزی
له ځانه سره وايم زمزمې د انقلاب
سپرليه بيا مې کړې و سنګر ته اراده ده
ستوری
په سپين تندي يې بيا نرۍ خولې را ماتې شوي
د سترګو تور مې ښکلی دی جانان رانه خفه ده
فيض الله فيضان
وهلی يې ګردو د سنګرو څومره ښه ښکارې
ښايست ته دې طالبه زما مينه په سجده ده
شهيدمل افغان
موږ ټول په لا اله الا الله باندې قربان يو
طالبه په جنډه دې څومره ښکلې کليمه ده
محمدي
چې مات دې کړ غرور د مستکبر د دې وختونو
طالبه مجاهده زموږ په تا هسکه شمله ده
عزت الله عزت
بنګنې طيارې دي چې ګرځېږي لور په لور
زموږ په ميدان ښار کې شهيدانو اوازه ده
قاري علي خان خالد
حيران دي ملتونه د طالب جانان همت ته
په تش لاس يې پيل کړې د نړۍ مقابله ده
فضل الرحمن فضلي
ملګرو زه ګرم نه يم که تاخير راڅخه وشوو
مصروف وم په کارونو پيل کړې مدرسه ده
هجرت احمدزی
ول ول پټکي کې ښکارې د ګلاب پشان ته ياره
آواز نه دې قربان شم څه خوږه دې زمزمه ده
ابراهيم خېل
ستا ياد مې پر زړګي باندې ناترسه حملې وکړې
ديدن راکړه جانانه ستا د مخ مې تلوسه ده
جنتي ملنګ
په مينه کې رنځور يمه په زړه مې توره شپه ده
ای خدايه په نصيب مې کړه دستا مينه خوږه ده
حسيني مهاجر
يادونه د شهيد بچي يې زړه باندې را اوري
ماښام شو توره شپه شوله د اوښکو مقابله ده
عاليه امارتۍ
نری نری باران دی او نری نری شمال دی
ګودر کې مې جانان سره د عشق جوړه صحنه ده
ابراهيم حنفي زرمتی
غرور به يې خدای مات کړي انتقام به مې نصيب شي
ليکلې مې د ظلم او وحشت هره زره ده
عمر کوچی
که پاک پرورديګار مې د اشنا ديدن نصيب کړي
لاړم به يې آدا کړم ما منلې نذرانه ده
رحمت الله منصور
تيارو کې ځلا شندی د شينکي اسمان شهابه
په شپه کې چې ځلېږي دغه ستا مينې ډيوه ده
عصمت الله بشام
د پورې غره د سر جانانه واخله سلامونه
ستا حسن ستا کردار ته مې ژوند ټول درحواله ده
اتل
تور سر مې درته سپين کړ ستا په تمعه ته رانغلې
تور مار وخوړې سولې که دې زړه رانه خفه ده
احمد سعيد
د عشق له سپېرې خولې څخه مې جوړه هنګامه ده
د بلال له آواز څخه را پاته خاطره ده
نصيرخان ارمان
دا ستا تور زنځيرونه او ولچک دې واړه مات شي
مظلومه بنديوانه ستا د هجر شپه اوږده ده
نقيب سحر
څه زور څه لېونتوب دي دی جبين او جمال کې
سپوږمۍ درته کتی نشي پيکه ده شرمنده ده
قانع
ځانونه کړئ تيار ملګرو هلئ تيارېږئ
تعرض کړو په دښمن باندې ها پورې يې پوسته ده
ارماني مجاهد
راګير يم په سوچو کې په علاج يې نه پوهېږم
بس ګرځم په غمونو کې همدا مې سلسله ده
قاري احمد
مرګيه ګزاره کړه نور زلميان راڅخه مه وړه
ښايسته ښکلي مخونونه مو ډکه هديره ده
حقيار افغان
د هجر شپه اوږده شوه که دِيار څپې وهلی
بېلتون کډې راوړي که په زمکه زلزله ده
عزيز شکېب
ليلی د آزادۍ د عشق لمبو ده سوځولې
له ناز او له نخرو نه اوس په ملا کږه وږه ده
وهاج مسافر
کفري نړۍ راوړی دی يرغل زما پر کور دی
طالب نور ور قات کړه کتابونه چې جګړه ده
حافظ ابرار
د غم څپه دې مسته ده له ماسره چې مله ده
منصوره غم د هجر دې په ما کړې حمله ده
احمد وردګ
کورونه يې بمبار کړل ماشومان مو راته وژني
ای ربه زمونږ له کلي نه يې جوړه هديره ده
محي الدين حقيار نيازی
اشنا دغه اول ځل دی چې زه ورباندې راغلم
غازيان پکې اوسېږي څومره ښکلې علاقه ده
ابوزر صافی
رقيبه د سيتم او له يرغل نه دې وېرېږم
نن زما ورانه حجره کې راسره مې د ګران شپه ده
مسجون جاني خېل
د زړونو حواله راځه يو بل ته دواړه وکړو
نن شپه الله را کړې چې يوه مو بستره ده
ذاکرالله عزام
سپرلی رنګين ګلونه دي غازي افغان ولس کې
طالب تا په وينو هم کرلې کرونده ده
لمعان شينکی
چانټه مې خالي شوي بې کارتوسو زندګي ده
عجيبه ملنګي ده راسره غلبېل سينه ده
صباوون څارګر
ملګري مې ټول لاړل ملايان څوک شهيدان شول
دعا راته کوئ سږکال زما وړه دوره ده
حافظ نورالله فائق



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.