
کرزی: مرموزې وژنې به مو له خپلو ګټو په شا نه کړي
له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر کرزي ويلي، مرموز ترهګریز بریدونه زموږ د ولس د پرمختګ لاره نشي نیولی. ولسمشر په علینګار کې پنځو وژل شویو ځوانانو د کورنيو سره د خواخوږۍ تر څنګ د لغمان ولایت چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د وژل شويو ځوانانو له کورونو سره مرستې وکړي. کرزي تېره اوونۍ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د درې فوټبال لوبغاړو وژنه هم په کلکه وغندله او زیاته يې کړه چې دا ډول فشارونه به زموږ پر ولس هيڅ اغیز ونه کړي او هيڅکله به د هيواد او ولس له ګټو وروسته نشو. د ولسمشر کرزي په اعلاميه کې د پيښې په تړاو کوم ځانګړی جهت نه دی یاد شوی. د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت چارواکو د پرونۍ پيښې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، مګر طالبانو د يوې اعلاميې په ترڅ په یاده پيښه کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړل او ژمنه يې وکړه چې ډېر زر به د دغو پنځو وژل شويو ځوانانو قاتلین ونیسي