اتمر: په روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه کانفرانس جوړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۸، ۱۳۹۵ل): د ملي امنیت سلاکار په ماسکو کې د یوې مرکې پر مهال ویلي چې روسیه غواړي د راتلونکې اپریل میاشتي پر ۱۴مه نېټه د افغانستان د سولي او ثبات په اړه یو نړیوال کانفرانس جوړ کړي چې په هغه کې به د ۱۲ هیوادونو استازي ګډون کوي.

نوموړي ویلي چې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان حکومت په لوړه کچه خپل ګډون تایید کړی او د روسیې څخه یې مننه کړې چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلي ځلی کوي.

اتمر وړاندي ویلی چې په دغه غونډه کې د روسیې له لوري د امریکا متحده ایالات هم دعوت شوي چې دوی مننه ځیني کوي .

د روسي خبري اژانس سپوټنیک د خبر سره سم اتمر وویل: «د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره زمونږ مهم شریکان دي، ځکه مونږ د روسیې څخه مننه کوو چې هغوی یې هم دعوت کړي دي».

باید وویل شي چې ددې تر مخه روسیې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې چې پاکستان هم ګډون په کښي کړی وو، د افغانستان حکومت ته دعوت نه وو ورکړی، چې له امله یې ددواړو هیوادونو تر منځ د یو بل پر ضد لفظي او مطبوعاتي انتقادونه شوي وه.

د ملي امنیت شورا له لوري به خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسي چارواکو د حنیف اتمر سره په غونډو کې ویلي چې دغه هیواد د طالبانو سره اړیکې په ډېره محدوده اندازه ددې لپاره جوړي کړې تر څو هغوی د افغان حکومت سره سولې ته وهڅوي.

د خبرپاڼي سره سم روسیې د افغانستان د حکومت له لوري د سیاسي هلو ځلو او لومړیتوبونو ملاتړ کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان سره په پرمختیایی او امنیتي چارو کې همکاري ته ادامه ورکوي او همداسي د سولي د ټینګښت او ملي پخلایني لپاره خبرو ته یې امادګي ښودلې.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.