د هلمند والي په ژمي کې د طالبانو پر خلاف د عملیاتو په اړه بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۸، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت والي حیات الله حیات نن یوې غونډې ته د وینا پر مهال د هلمند ولایت د دولتي ادارو د مسؤولینو او مدني ټولني د فعالانو په مخکې بخښنه وغوښته چې په تېر یو کال کې د امنیت په ټینګښت او نورو خدماتو په وړاندي کولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي پر ګاونډیو هیوادونو او حکومتي مسؤولینو تور پوري کړ چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې ولایت نا امنه کړی دی.

هغه وویل چې په تېر ژمې کې ځکه په ولایت کې د طالبانو پر ضد عملیات ونه کړل چې له تېرو څو کلونو راهیسي په پولیسو او نظامي برخو کې لوی فساد روان وو او د ولایت نظامي مسؤولینو مرکز ته ناسم معلومات ورکول.

او زیاته یې کړه چې د ولایت څخه په سلګونو میله وسلې او پوځي موټر لادرکه شوي دي خو په اړه یې هیڅ معلومات د مرکز سره نه دي شریکه شوي.

نوموړي په مکرر ډول ځان او دولتي مسؤولین ملامت وبلل او د ټولو چارواکو په استازیتوب یې بخښنه وغوښته چې د امنیت په ټینګولو او خدماتو وړاندي کولو کې پاتې راغلی دی.

باید وویل شي چې هلمند ولایت د هیواد د نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کیږي چیري چې طالبان پر اکثرو ولسوالیو بشپړ او جزوي کنټرول لري او د تېر کال په جګړو کې د ولایت د مرکز د سقوط اندېښنه هم وه خو د جګړې د موسم د ختمېدو سره سم د مرکز سقوط وځنډیدی.

طالبان هر کال د پسرلي د راتګ سره سم خپل عملیات ګړندي کوي او دولتي ځواکونو پر خلاف پراخ جګړییز عملیات په کار اچوي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه حکومت اعلان کړی وو چې د ژمي په موسم کې به په هلمند کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات وکړي ځکه چې په دغه وخت کې هغوی کمزوري او سره پاشل شوي وی خو د هلمند ولایت د والي څرګندوني ددې ادعاوو برعکس ښکارندويي کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.