بمباریږو که ورکیږو؟!

خالق یار احمدزی

پدې ورستیو کې د امریکایې ځواکونو لخوا په افغانستان کې هوایې بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي، او بیه یې هم تر ډیره ملکي افغانان پرې کوي. بلخوا دولت هم له کومې محسوسې ویرې د خاموشي بړستن په خوله ایښې او چوپ شه چاته مه وایه کلمې ته یې ځان تر ټولو وفادار ملګری ښوودلی. داچې ولې دابریدونه زیات شول او ولې دریم لوری چې ملکیان دي په نښه کیږي.

غواړم څه وضاحت وکړم. !

له کله چې له امریکایی لوري سره توافق لیک، یا په بله ژبه د خاورې د خرڅلاو تړون لاسلیک کیده نو د نورو مادو تر څنګ یوه کلیدي ماده دا هم وه چې افغان چارواکی حق نلري تر څو امریکایان محاکمه کړي یا هم امریکایی مظالم وغندي، یا یې تقبیح کړي، پدې توګه د جانکیري له مخترعې ادارې د افغانانو د سر اومال باندې د هر ډول تیري چورلټ واک واخیستل شو او هغوی هم ورباندې د لاسلیک قلم را وکاږه.

د تړون له تعمیل سره سم په لوګر، کندوز، او هلمند کې د افغان فوځ، او پولیسو پوستې، او نظامي مراکز د بی ۵۲ ډوله بې رحمه امریکایی الوتکو ښکار شول، چې ارګ پرې هیڅ تندۍ تریو نکړ.
امریکایانو چې ولیدل چې د کابل چارواکي مو بې پړي وتړل. نو یې د ملکیانو په بې دریغه بمبارۍ او له هغوی څخه دخپل کسات اخیستلو لپاره مټې رابډ وهلې.

چې تر ډیره یې ودونه، جنازې او په ټوله کې هغه ځایونه چې د ملکي مرګ ژوبلې څرک پکې له ورایه ښکاریده هدف وګرځول او لا هم دا لړۍ په شدت سره دوام لري چې یواځې د تیرې اونۍ په درشل کې ۲۳ ملکیان ووژل شول.

د برید هدف څوک دي؟

داچې په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته د پړې ګوته نیول کیږي چې هغوی د خلکو له میشت ځایونو کار اخلي تر ډیره ناسمه خبر بریښي.

★تاسو وګورئ د امریکایی اشغال سره سم د افغانستان اکثریت پرګنو د امریکایانو پرضد جهاد پیل کړ چې تر ډیره عام ولس پکې رغنده ونډه لرله، تاسو ته بدهي معلومه ده چېټول جنګیدونکي طالبان د ولس له غیږې راپورته شوي او د یو پاک احساس پخاطر له خپل ځان او شتمني نه تیر وو، او دي.

داچې طالب همدا ولس ده خو چې د نړیوال تاړاک پرضد یې وسلې ته لاس کړی نو آیا مباح الدم وګرځیده؟ .

د دې ولس بچی وایی زه پخپله سیمه کې خارجي عسکر، او دهغه داخلي چوپړي نشم زغملی نو دا پدې معنا چې د هغه ټول ټبر تروریست شو؟

داچې طالب ولې افغان عسکر ولې وژني نو لنډ ځواب داده چې طالب خو افغان عسکر ته له لمړي سره ورور ویل او اوس هم ورته وایې چې راشه او که مې ملاتړ نکوې نو د مقابل لوري په دفاع کې خو مه دریږه.

خو همدې افغان عسکر د دې طالب په کور چاپه رهبري کړه، همدا طالب یې مختلفو ټاپو د بګرام او پلچرخي کښی کړ، او آیا اوس د دې عسکر مرګ ندی روا چې د امریکایی موخو څخه د دې دفاع پخاطر يې خپل ورور ته کوهی وکینده؟

اوس چې که په رښتیا هم طالب هدف شي نو طالب خو د دې ملت نوم ده آیا د ملت پرضد جګړه کوم تجویز لري؟

که فرض کړو ملت سره جګړه ده نو بیا په کوم ضمیر ځان ته د افغانیت سپیڅلې کلمه راجع کوي، په څنګه وجدان ځان ته د ملت ساتونکي وایاست! او…….

★ بله داچې دهمدې ولس طالب په جګړییزو حالاتو کې تر ډیره کوښښ کوي چې د عام المنفعه ځایونو، کلیو، کورونو، او ښاري ځایونو څخه ځان لرې وساتي ترڅو ملکیانو ته زیان وا نه وړي.

تاسو وروستۍ بمبارۍ ټولې وڅیړئ کوم کور کې طالب په نښه شوی،چیرې جنګیالیو ته زیان اوښتی خو د برید ټوله بیه همدې بیچاره ولس پریکړه.

حکومت پرې خوشال دی؟

داچې د هر برید په پایله کې چې ملکیان یې هدف وي د پړې لپاره یې افغان چاراواکو ورته یو سپین سترګی،او سپین روبی ویاند نومولی او د هرامریکایی برید پړه په غاړه اخلي داځکه چې دوی له یوې خوا سلب صلاحیت دي چې د تړون له مادې سرغړونه ورته نه بښونکی جرم بریښي، او له بلې خوا د دې ادارې لمړی مشر اشزف غني په خپله وایی چې دوی د دې جګړې لپاره اجیر فوځیان دي او د دوی هدف له دې جګړې نه د مخدره توکو مخنیوی، او د نړیوال امنیت خوندیتابه ده.
داچې د دوی ټولو کورنۍ په بهر کې میشت دي او د پردیو ځامنو په سر هرې سودا ته اماده دي په ډیره جرئت مندانه توګه ځان اوخپل ټول پرسونل امریکایی ګټو ته ژمن بولي.

نو هغه حکومت چې ټول واک او ځواک یې د نورو په ریموټ کنترولیږي، او دوی هم تر هرڅه ورته ژمن وي نو هغوی به بیا په افغان ضده کړنو څه وشرمیږي.

ولې دا تړون نه ختمیږي؟

د تړون یوه اساسي ماده په صراحت سره وایې چې که هر لوري د دې تړون له منځه وړل غوښتل باید ۲ کاله مخکې مقابل لوری خبر کړي. که فرضا اشرف غني د دې تړون انقضا وغواړي نو دوه کاله وروسته به دا تړونخیل خپل وجود ختموي.

نو لهذا ملت دې خبر وي چې هیواد مو په لوی لاس د ارګ مشرانو لخوا د بلا خولې ته تړل شوی، او په سپینو سترګو راباندې هرنوع ظلم تیری روان دی، او بې له دې چې د خپل ایماني او وجداني غیرت په اساس یې عملي مقابلې ته را ونه دانګو او په خپلو ستړیو مټو او پڅو تورو یې یوځل بیا پر ضد را ونه پاریږو نه به د استقلال شمله په سترګو ووینو، او نه به راتلونکو نسلونو ته د غیرتي پلرونو په نوم تاریخ پریږدو .



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    محترم احمدزۍ صاحب اسلام اعلیکم تردغه امریکایانواشرفغنی ظالم دۍ په روسیه کی کمونسټی انقلاب ناکامه سو اسټالن دانسانانودقتلوپه زور کامیاب کۍ اشرفغنی کمونسټ دۍ هغه داسټالن طریقه په افغانستان کی عملی کوی زه ګمان نه کوم چه داسی څوک به وی چه اوس هم اشرفغنی نه پیژنی – بل ته وایی ۲کاله ترتړون پسخه کولو وروسته وزی بیله زوره په ۱۰۰کاله نه وزی – اونه اشرفغنی تړون لغوه کوی – په غربی ملکوکی چه په کمپاین کی رییس جمهور څه وه وایی هغه عملی کوی په کمونسټی قوانینوکی وعده هیڅ اعتبارنه لری داشرفغنی دغه عادت دکونسټانو نه دۍ – بیله جهاده داشغالګرو ایستل ناممکن دی ـ نه اشرفغنی خپل ځان بیله بیګانه فوجه محفوظ بولی.په احترام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.