د نړۍ ګرميدنې اسباب( CAUSES OF GLOBAL WARMING )

فضل الدين احسان

د نړۍ د شين خونيزه ګازونو ۵۰ سلنه يواځې د کرنې ، ځنګلونو او د بريښنا توليد په سبب اتموسفير ته خپريږي. نن صبا د نړۍ  زياتره هيوادونه په خپله اجنډا کې د نړۍ ګرميدنه يوه مهمه موضوع ګڼي په اتموسفير کې د شين خونيزه ګازونو زيات انتشار د نړۍ د اقليم بدلون سبب کرځي. د يو شمير انساني فعاليتونو په نتيجه کې شين خونيزه ګازونه په اتموسفير کې خپريږي. د صنعتي انقلاب څخه وروسته په هوا کې د شين خونيزه ګازونو خپريدل زيات شوي دي، د کله نه چې اتموسفير ته دغه ګازونه خپاره شوي د لمر انرژي نه پريږدي چې ځمکې ته په صحيح ډول داخله او يا خارجه شي ، د لمر  د وړانګو دغه بې نظمي د نړۍ په کچه ګرمي زياتوي چې د نړۍ ګرموالی د صنعتي انقلاب څخه وروسته شروع شوي دي. د شين خونيزه ګازونو تر ټولو مهم ګاز دکاربن ډاي اکسايد ګاز دي او د نړۍ د ګرميدنې عمده عامل دي چې شين خونيزه ګازونو د نړۍ تودوخه ۱.۷ فارنهايټ لوړه کړي ده، د نړۍ ګرميدنې  په سبب  په قطبيونو کې په هره لسيزه کې ۱۳.۳سلنه يخچالونه ويلې کيږي او هم هر کال د قطبينو د ځمکې د سطحې څخه ۲۸۱ ګيګا ټنه يخچالونه ليرې او ويلې کيږي. په چاپيريال کې د شين خونيزه ګازونو د ژوند دوران، اندازې او د نړۍ ګرميدنې پونتشل پورې اړه لري. پدې مقاله کې يو شمير هغه انساني فعاليتونه ذکر کوو کوم چې د نړۍ د ګرميدنې سبب ګرځي.

د تودولو او پخلي لپاره د جامدو سون موادو سوځونه:

په نړيواله کچه په کورونو کې د تودولو او پخلي لپاره مختلف ډوله جامد سون مواد لکه لرګي، تارکول، خوشايي ، کرهنيز ضايعات او نور استعماليږي. اکثره وخت په کورونو کې اور په نامناسب ډول سره استعماليږي او همدارنګه هغه منابع چې اور جوړوي  په بې رحمانه ډول استعمال په نتيجه کې د نوموړو منابعو تقاضا زياتيږي، نو له دي کبله د ټولنې وګړي هڅه کوي چې ددغه توليد حاصلولو لپاره خپلو نژدې ساحو کې د ځنګلونو څخه زياتې ونې قطع او خپل ضرورت پرې رفع کړي. د ونو غوڅولو دغه عمل د ځنګل وهنې يا Deforestation  په نوم ياديږي. د ونو کموالی د هوا څخه د کاربن ډاي اکسايد د جذب د کموالي سبب ګرځي. علاوه له دي نه د تودولو او پخلي په وخت کې د دود يا ګازونو د تنفس کولو زيان يوازې د کورنۍ غړو ته نه ده بلکې ددې نه زيات زيان اتموسفير ته اړوي، ځکه دغه دود زياته اندازه کاربن ډاي اکسايد ، کاربن مونو اکسايد او ميتان ګازات له ځان سره  لري.د پورتني  فعاليتونو په نتيجه کې د نړۍ د شين خونيزه ګازونو  د انتشار ۶ سلنه جوړوي. ددې لپاره چې د ګازاتو انتشار کم شي او د کورنيؤ د غړو صحت مو خوندي شي نو د نړۍ په کچه دولتي او غير دولتي سازمانونه سره يوځاي شول چې تر څو د پخلي يا نور اور بلوونکي داسي وسايل جوړ کړي چې د (۳۰-۶۰) سلنه کم سون موادو ته ضرورت ولري.

د پټرو کيميکل استخراج، پروسس او اداره کول:

د پټرولو کارخانې د طبعي ګاز او خامو تيلو د استخراج،  پروسس او د اداره کولو ذمه دار او مسؤل دي. د پټرو کيميکل د سوځيدو په نتيجه کې زهري ګازونه لکه کاربن مونو اکسايد، ميتان او نايتروجن توليږي.  نايتروجن ګاز وروسته په اتموسفير کې اوکسيديز کيږي او په نايترس اکسايد بدليږي او بيا وروسته نايترس اکسايد د سلفر سره يو ځاي کيږي او په سلفوريک اسيد بدليږي چې وروسته د تيزابي باران په شکل ځمکې ته راځي. د پټرولو فابريکې په زياته پيمانې سره دغه شين خونيزه ګازونه اتموسفير ته خپاره کوي . د ټولو شين خونيزه ګازونو د انتشار ۲۴ سلنه يواځې د پټرولو د فابريکې څخه خپريږي. د نړۍ اکثره هيوادونه په دي هڅه کوي چې د تيلو او طبعي ګازاتو استعمال کم کړي چې تر څو د نړۍ ګرميدنې سره مقابله وکړي. پلان شوي تدريجي استخراج، پرمختللې ټکنالوژي، پاکه معاوضي انرژي او نور له دغو هڅو څخه شميرل کيږي.

فابريکې:

په نړيواله کچه د توليداتو جوړونکي فابريکې په اتموسفير کې د شين خونيزه ګازونو انتشار  ۲۱ سلنه جوړوي. د فابريکو په واسطه په اتموسفير کې په زياتې اندازې سره د کاربن ډاي اکسايد انتشار  د نړۍ د ګرميدنې سره ډيره مرسته کوي. د نړۍ د موټړو،  اوسپنې او نورو د توليد لويې لويې فابريكې ددغو ګازونو ذمه دار او مسؤلې دي. خو بيا هم ځينو هيوادونو په دغو فابريکو باندې ټيکسونه( ماليه) لږولې ده او ورته توصيه شوی چې که د قانوني اندازې څخه مو زيات شين خونيزه ګازونه هوا ته ورکړل نو ټکس به ورکوئ. توليدونکي مجبوريږي چې په خپلو فابريکو کې لوړه ټکنالوژي استعمال کړي چې ترڅو اتموسفير ته کم ګازونه ورکړي او د نړۍ هرې فابريکې يا کمپنۍ ته پکاره ده چې دغه ټکنالوژي په خپلو فابريکو کې استعمال کړي.

ټرانسپورت:

شخصي، دولتي او کرائي ټرانسپورت (تګ راتګ) لپاره سوداګري، فابريکو، سفر کولو او کاري ځايونو ته د خلکو تګ لپاره ډير مهم دي. د نړۍ د شين خونيزه ګازونو د انتشار ۱۴ سلنه د   موټرو، ريل ګاډي، کشتيو او طيارو څخه اتموسفير ته خپريږي. د ګازاتو انتشار يې ځکه زيات چې د ټول ترانسپورټ تکيه په اومه نفتو باندې ده چې د چاڼ کيدو څخه وروسته په پترولو بدليږي او  پټرول د سوځيدو څخه وروسته زيات کاربن ډاي اکسايد او نور شين خونيزه ګازونه هوا ته ورکوي. داسي فکر کيږي چې د ټرانسپورټ په دغه ډله کې شخصي موټرې د شين خونيره ګازونو د انتشار سره تر ټولو ستر مرسته کوونکي دي. د فوسيلونو سوځونکي معاوضي موټرو شمير ورځ په ورځ په زياتيدو دي چې تر څو د ګازاتو د انتشار ۸۰ سلنه را ښکته کړي. د برقي موټرو جوړيدل يو له دغو مهمو هڅو څخه شميرل کيږي چې هيڅ په پټرولو تکيه نه لري او شخصي موټرو چلوونکو کسانو ته پکار ده چې په دولتي موټرو کې سفر وکړي چې ترڅو په سړکونو باندې د موټرو هجوم کم او هوا ته د ککړونکو مقدار کې د پام وړ کموالي راشي او همدارنګه دولتي موټرې کولاي شي چې په کم هجوم کې خپل ځاي ته په وخت سفر وکړي.

د نباتاتو کرنه:

د ميوو، سبزيجاتو او غله دانو کرنه شايد دا و نه ښيي چې دغه فعاليتونه د نړۍ د اقليم بدلون سره مرسته کوي، خو په حقيقت کې دوئ  د اقليم بدلون سره ډيره مرسته کوي. يواځي کرهڼه نه ده چې د ګازاتو انتشار يي زيات کړي بلکې د زيات توليد لپاره د ځنګلو او ونو قطع چې په نتيجه کې د کرنيزو ځمکو د پراخوالي سبب ګرځي د نمونې په ډول د وريجو په کرنې سره د زيات ميتان ګازات اتموسفير ته خپريږي او په نباتاتو کې د کيمياوي سرو په استعمال سره هم زيات نايترس اکسايد هوا ته خپروي.   په نړيواله کچه دولتونه په دي هڅه کې دي د کرنيزو نباتاتو په واسطه د شين خونيزه کارونو اتنشار کم کړي.

ځنګل وهنه او د ځمکو پراختيا:

ځنګل وهنه د نړۍ د اقليم بدلون کې ستره ونډه لري. ځنګل وهنه يواځې دا نه ده چې پورته ذکر شوي فعاليتونو څخه ده بلکې د چارتراشو د فابريکو او د ځمکو د پراختيا سره هم مرسته کوي. ونې د اقليم د کنترول لپاره ډير اهميت لري ځکه چې د هوا څخه کاربن ډاي اکسايد اخلي  او په بدل کې اکسيجن هوا ته ورکوي او د تودوخې په ساتلو کې مرسته کوي. که چيرې د ځمکې ځنګلونه له مينځه لاړ شي نو په اتموسفير کې به د کاربن ډاي اکسايد مقدار زيات شي. په اکثره هيوادونو کې د ځنګل وهنې عمليې کموالي ستر لومړيتوب لري په خاص ډول سره په هغو هيوادونو کې چې زيات باران لرونکې سيمې لري. بايد د ځنګل وهنې کنټرول او څارنه جدي شي . دولتونه بايد د مختلفو لا يحو او قوانينو په اساس د ځنګل ساتنه وهڅوي چې تر څو ځنګل وهنه ودريږي او د ځنګلونو زياته برخه زياته برخه وساتل شي.

د کورني څارويو روزنه:

د څارويو روزنه د چاپيريال د انحطاط سبب ګرځي. د روزونکو څارويو لپاره د خوراکي توکو د توليد، پراسس او همدارنګه د ضايعاتو( خوشايي) تجزيي او تخمر په نتيجه کې اتموسفير ته د ميتان او کاربن ډاي اکسايد ګازات خپريږي. د نوي او عصري ټکنالوژي څخه په ګټه اخستنې سره کولاي شو هغه ګازات چې د څارويو د روزنې په نتيجه کې هوا ته خپريږي کم کړو علاوه له دي نه د څارويو روزنې په اکثره فارمونوکې د عمليو غوره پاليسي نه تطبيق کيږي، دغه غوره عمليې تغذيوي تخنيکونه، نسلګري، او د کود ادارې ته شامليږي.

د بريښنا توليد:

د امريکا متحده ايالتونو کې د دولت په کچه د بريښنا توليد د شين خونيزه ګازونو په انتشار کې ۳۰ سلنه مرسته کړي ده، ځکه چې اکثره خلک د بريښنا د توليد لپاره فوسيلونه په خاص ډول سره کويله سوځوي او هم د کان د استخراج تقاضا د زياتوالي سبب ګرځي.  هغه لوګی چې د بريښنا د جوړولو د دستګاه څخه هوا ته خپريږي د نورو ګازونو سره يوځاي کاربن ډاي اکسايد او کاربن مونو اکسايد له ځان سره لري. ددې لپاره چې دشين خونيزه ګازونو مقدار کم کړي نو دولتونه بايد د بريښا د توليد دستګاوې دې ته تشويق کړي چې نوې او عصري ټکنالوژي استعمال کړي علاوه له دي اکثره کمپنۍ د فوسيلونو د سوځونې پر ځاي د نوي کيدونکې انرژي لکه باد، لمر او هوا څخه ګټه اخلي.

د شين خونيزه ګازونو د کموالي لارې چارې:

شين خونيزه ګازونه متحرک دي په اسانۍ سره د يو ځاي څخه بل ځاي ته خپريږي او په ټوله نړۍ کې په انسانانو، سيمو او اقليم باندي ناوړه اغيزې کوي. پکار ده چې په نړيواله کچه د اقليم بدلون لپاره هڅې وشي. څو کلونه کيږي چې زيات نړيوال تړونونه هڅه کوي چې د شين خونيزه ګازونو د کمښت لپاره تشويقي بڼه پلي کړي. Montreal Protocol, Kyoto Protocol, Cancun Agreement تړونونه دي او تر ټولو اوسنۍ تړون يي د Paris Agreement ده چې د نړۍ د ۱۹۷ هيوادونو څخه ساينس پوهان په خپله خوښه په هرو پنځو کلونو کې سره رايوځای کيږي او خپل پنځه کلني راپورونه وړاندې کوي او په دي هڅه کوي چې شين خونيزه ګازونه څنګه کم کړو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.