ددوحې په ښار کې دقطر دستر او ښایسته جامع جومات لنډ معلومات

محمود افغان

ددوحې په ښار کې دمحمد بن عبد الوهاب په نامه ستر جامع جومات، له دې سره چې دقطر دملک په سطحه یو لوی جامع مسجد دی، دقطر دمعمارینو په لاس یو تل پاته تاریخي او اسلامي ثقافت هم دی.

په 2006م کال کې کار پیل او په 2011م کال ددیسمبر پر 16 پایه تکمیل ته ورسید، ورسره يې افتتاح تر سره شوه، او څلور کاله کې دلمانځه لپاره تیار شو.

تعمیر يې دهغه جومات کاپي دی، کوم چې دقطر باني شیخ جاسم بن محمد آل ثاني دحمد الکبیر لويې لار ته څیرمه په منطقة السوق دبوالقبیب په نامه جوړ کړی دی.

دغه جومات په منطقة الجبیلات ددوحې دښار په شمالي برخه کې پر 175 زر متره مربع زمکه باندي واقع دی، له باغیچو او پارکنګ سره ټوله ساحه يې 175,575 متره مربع ته رسیږي.

دجومات وسعت:

په یو وخت کې دجومات په داخل کې 11,000 لمونځ کونکي ځایږي، او دښځینه لمونځ کونکو لپاره هم ستر او وسیع ځای لري، چې په یو وخت کې 1200 لمونځ کونکي فریضه په کې ادا کولای شي.

پراخ او وسیع صحن کې هم په لویه اندازه لمونځ کونکي ځایږي، چې ټول ټال 30,000 نفرو ته رسیږي.

درڼا او ښایست لپاره 28 ګولداره چراغونه له زمکي نه 14 متره لوړ دجومات په داخل کې ځوړند دي.

وضوخانه:

له دې سره دښځو لپاره لویه وضو خانه هم لري، چې په یو وخت کې د 80 اودس کونکو وسعت لري، او دنارینه و لپاره هم ستر ځای لري، چې په یو وخت کې 317 نفره په اسانی سره اودس په کې کولای شي.

پارکنګ:

پر 2000 زره متره مربع زمکه باندي دموټرانو لپاره لوی پارکنګ لري، چې په یو وخت کې 347 موټر په کې ځایږي.

ګونبدي:

دغه جومات له 65 وړو ګونبدو ماسوا 28 لويې ګونبدي هم لري، یوازي محراب يې پر دوو ګونبدو جوړ دی.

درې لويې دروازي لري، له دې نه علاوه دلمونځ کونکو داسانی لپاره 17 نوري دروازي هم لري، او دمسجد په باغیچو کې 1642 درختي موجودي دي

ویلکیږي چې دتعمیر ټول ټال مصرف يې 420 ملیونه ریالو ته رسیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.