نړۍ

پاریس: له برید وروسته د هوايي ډګر یوه برخه د مسافرو پرمخ پرانیستل شوې

نن تکی آسیا (یکشنبه، کب ۲۹ ،۱۳۹۵ل) : تېره ورځ د فرانسې د پلازمېني پاريس په جنوب کې د اورلي په نوم هوايي ډګر وروسته تر هغه له ۳۰۰۰ تنو مسافرو څخه خالي کړل شو چې يوتن د هوایی ډګر له ساتونکي عسکر څخه د وسلې اخیستلو هڅه وکړه.

د فرانسې د پوليسو وياندې خبریالانو ته ويلي چي دغه سړی خپله تفنګچه د هوايي ډګر د یوې ساتونکې په سر کیښوده او په نورو عسکرو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي خو په وینا یې، د مرګ ژوبلې تر رامینځته کیدو مخکې د پولیسو لخوا ووژل شو.

وړاندې د فرانس پريس خبري آژانس د کورنيو چارو د وزارت په حواله ويلي و چي دغه کس په دې توانېدلی و چي له عسکر څخه وسله واخلي. خو وروستي راپورونه وايي چې بریدګر مخکې له مخکې له ځان سره تفنګچه درلوده. په خبر کې زياته شوې چي بریدګر وروسته له وسلې سره يو دوکان ته وتښتېد او هملته د پوليسو له لوري په ډزو ووژل شو.

له پیښې سره سم په اورلي هوايي ډګر کې د الوتکو تګ راتګ په بشپړه توګه متوقف او د مسافرو پرمخ وتړل شو او څه د پاسه درې زره تنه مسافر له سفره معطل شول، خو وروستي راپورونه وايي چې د هوايي ډګر غربي ترمینل د مسافرو پرمخ پرانیستل شوی خو جنوبي ترمینل لا هم تړلی دی.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي له پیښې وروسته د کورنيو چارو وزير برونولېروکس هوايي ډګر ته تللی او خبریالانو ته یې ویلي چې د پيښې په اړه تحقیقات کوي ترڅو معلومه کړي چې ایا بریدګر له «ترهګرو» ډلو سره تړاو درلود او که نه.

نوموړي زیاته کړې چې بریدګر د همدې ورځې په سهار د پاریس په شمال کې د پولیسو په یوې ګزمې وسلوال برید کړی و او بیا په یوه غلا شوي موټر کې هوايي ډګر ته تښتېدلی و او هلته یې دغه پیښه ترسره کړه.

د راپورونو پر اساس بریدګر هوايي ډګر ته د تېښتې په لار کې یوځل یوې شرابخانې ته هم ورګرځیدلی او هلته یې هم ډزې کړي.

د فرانسې لوی څارنوال ویلي چې بریدګر (زید بن بلقاسم) نومېد او ۳۹ کاله عمر یې درلود او تر دې وړاندې ۹ ځله په جنايي جرمونو محاکمه شوی و. خو د هویت په اړه یې نور جزئیات نه دی ورکړل شوي.

د الجزیرې د تازه راپور پر اساس د فرانسې پولیسو د بریدګر په کور چاپه وهلې او د تحقیقاتو لپاره یې د نوموړي پلار له ځان سره بیولی دی.

د اورلې هوايي ډګر د پاريس په سويل کي واقع دی او د شارلدېګول هوايي ډګر وروسته د پلازمېني تر ټولو ستر هوايي ډګر بلل کیږي.

د یادوني وړ ده چې په پاريس کي د ۲۰۱۵ کال د نومبر د ۱۳مي نیټې له بريد راهيسي؛ چې د داعش وسله والو ۱۳۰ تنه په ډزو وژلي وو؛ په دغه هيواد کي بیړنی حالت اعلان شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx