د نن سرلیکنه

له دیني او ملي ارزښتونو نا خبره ولسمشر

نن ټکی اسيا- سرليکنه
د رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو په حواله د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني د نجونو د تعلیمي یونیفورم هغه طرح رد کړې کومه چې پر اساس یې د متوسطه او ثانوي دورې ښځینه زده کوونکو لپاره د پښو تر ښنګرو پورې اوږد کمیس غوره شوی و.
د ارګ ویاند دواخان مینه پال وايي چې ولسمشر د نجونو لپاره د داسې لباس پلوي دی چې د «افغانستان له کلتور او اقتصاد» سره برابر وي.
ښاغلی غني د هیواد په معاصر تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې نا مسلمانه میرمن لري او په کړو وړو کې یې ډیر داسې څه تر سترګو کیږي چې په ښکاره ډول له اسلامي ارزښتونو او د افغاني ټولنې له اصیلو عنعناتو سره په ټکر کې وي.

نوموړي څو ځله په رسمي مناسباتو کې د رسمي بیانیو په ترڅ کې داسې څه ترخوله ایستلي چې په هغوی باندې عقیده لرل صریح کفر او مسلمان انسان په کلي ډول د اسلام له دائرې څخه خارجوي.

د هیواد د ښځینه زده کوونکو د تعلیمي یونیفورم په اړه د ولسمشر وروستۍ پریکړه هم له اسلامي ارزښتونو څخه د نوموړي له ناخبرئ سرچینه اخلي؛ ځکه افغانستان یو اسلامي هیواد دی چې ۹۹٪ وګړي یې مسلمانان دي او د اسلامي لارښونو له مخې حجاب هغه شرعي فریضه ده چې په هرډول شرائطو کې هیچاته هم د دې فریضې د نه رعایتولو اجازه نه ورکول کیږي.

که چیرې د ولسمشر د پریکړې پراساس د تعلیمي یونیفورم د انتخاب واک زده کوونکو ته ورکړل شي نو ښايي دهغوی په منځ کې به ځیني داسې لمسول شوې زده کوونکې هم پیدا شي لکه خپله د ولسمشر لور(مریم غني) چې د عریانیت پلوئ او له هرډول ستر څخه کرکه لري، او په دې سره به په رسمي ډول په یوه اسلامي هیواد کې عریانیت او فحاشي ته لاره پرانیستل شي.

که څه هم ښاغلی غني وظیفوي مسؤلیت لري د هیواد په مسلمانو اوعفیفو ښځینه زده کوونکو باندې هغه غربي نامشروع لباس تحمیل کړي کوم چې د ده نا مسلمانه میرمن یې پلوئ ده ، خو هغه باید پوه شي چې مسلمان غیرتي افغانان د خپل سر په بیه د خپل ناموس او خپلو پاک لمنه لورګانو له ستر او حجابه دفاع کوي او په هیڅ ډول شرائطو کې دیته نه دې تیارچې د دې مهم او شرعي ارزښت (شرعي حجاب) له رعایتولو نه لاس په سرشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحمت الله رحمت

د اشرف غني په مشرئ ګد حکومت امریکایانو جوړ کړی په دې غرض دی چې په افغاني مسلمانه ټولنه کې غربي ناولی کلتور نافذ کړي. دا حکومت غواړي ټولې باعفته ښځینه زده کوونکي د رولا غني په څیر بي عقیدي او د مریم غني په څیر بي ستره کړي. له دې څخه د امریکایانو هدف زمونږ په اسلامي ټولنې کې د فساد، فحشاء او بربنډتوب خپرول دي. خو امریکایان او د هغوی اجرتي مامورین په دې خبرې باید سر خلاص کړي چې د دې هیواد مسلمانې بچیانې د میوندي ملالۍ او ناهید شاګردانې دی نه د بي عقیدې رولا غني… نور لوستل »

ظفرخان

ستاسی لیکنی اکثره کرکی او نفرتونه راپاروی، داسی شیان لیکۍ لکه په اتیایمه لسیزه کی په پاکستان کي دافغان مهاجرو په کمپونو کي به چی موږ ته ویل کیدل، فلان مسلمان، فلانی کافر او دفلانی سر داسی د کالی یی داسی ده چی داشیان په اسلام کي دوجوب او حرمت په درجه کی نه بلکه د مباح ، مستحب او مکروه په درجه کی قرار لری لکن موږ ته به په دومره جدیت سره ویل کیدل چی له موږ څخه به یی اصل شیان هیر کړل، شپه او ورځ به وړو وړو خبرو کی را ګیر او اساسات را څخه… نور لوستل »

اقبال

ظفرخان د سکولریست او کمونست مستعار نوم دی ، د لیکنی لهجه یی کټ مټ د لاخدا او کم عقل متفکر په شان دی ، د سلام اجولو ارزښت هم نه لری هغوی چه د څو ډالرو د پاره یی د خبلی خاوری ، ناموس ، خلکو او خپلواکی سودا یی د کفارو سره کړی هغوی نه افغانان ، نه مسلمانان او حتی انسانان هم نه دی . حتی د ی د نجیب د اکا زوی کمونست غنی ته د مسلمان نوم ورکوی په داسی حال کی چه غنی لمونځ نه شی یادولی که دروغ وایی ظفرخان دی تری پوښتنه… نور لوستل »

Anwarulhaq

اقبال جانه! نن ټکی اسیا حقایق نه بلکه دیوی خاصی ډلی په ګټه تبلیغات کوی، نن صبا اکثریت افغانان دادرک کولی شی او په داسی مکرجنو الفاظو او داسلام له سپیڅلی نوم څخه دخپل ځان په نفع ګټه اخیستو باندی ښه پوهیږی، تاسی همیشه له اسلام څخه سیاسی فایده اوچتوی او دین مو یوی خاصی ډلی ته ځانګړی کړی دی درحالیکه دین د چا شخصی ملکیت نه دی، دولسمشر په مسلمانی کی هیڅ شک او شبه نشته له دی سره سره هغه په اسلامی علومو ښه پوهیږی تاسی نه شی کولی په خپلو پوچو تبلیغاتو د افغانانو تر منځ تفرقه… نور لوستل »

احمد زی

انوار الحق ګله ! ښه چاری !!!! ایله په ایله مو د نړی خر متفکر کله د ظفرخان او کله د انوار الحق په مستعارو نومو کی وموند . هغه متفکر چه د دعا په ځای د لمانځه نیت تړی یا د اذانه به شان غوړو ته لاسونه رسوی او بیا خپل ویاند ته ګوری له هغه یی سموی ، هغه متفکر انوارالحق چه د حسن او حسین د الله ج لمسی ګڼی . د اشغالګرو جنګ د مسلمانانو سره نه بلکه داسلامی نظام سره دی او د اسلامی نظام د باره همداسی متفکرانو ته اړه ده هغوی مونږ علی… نور لوستل »

نوروز خیل

انوار الحق په نامه وروره ، کوم مسلمان اولس مشر ښایې ، هغه چې مرستیال یې په سپین ږیري ایشچي سره لواطت کوي؟ هغه چې په ټوله نړۍ کې یې یوه مسلمانه خوښه نه شوه له عیسوۍ سره یې نکاح وکړه ، هغه چې دامریکایانوپه بمبارونو فخر کوي ، هغه چې امریکایانو ته دغیرت همت اوشجاعت مډالونه ورکوي،هغه چې کافر یې ترمسلمان ښه ایسي ، هغه چې دکافرو په مټ خپل مسلمانان شهیدانوي
لږ په ګریوان کې وګوره که رښتیا انوارالحق وي حق به درک کړي اوکه انوارالباطل وي نو په همدې تیاروکې به پسي ډوبیږي

شمائل خان

په داعکس کې یې هم وګوره سمه یې نه ده ټینګه کړي ، دایې خپله ده که پردۍ دظالم زویه

سلطان صالحی له قزوینه سخه

اقبال جانه دشمال اوجنوب اوجنوب غرب اوجنوب شرق کشی اومرکزی حصو کشی چه دابیگناه خویندی اومیند ی اوسپین ژیری اوزوانان اوکوچنی معصوم انسانان په شهادت رسیژی اومواشی اوتوله زنده گی له بینه سخه زی دا دچادلاسه زماپه گومان ته هم په دغه کا سوکشی کوزشوی ی اوتری خوری دغه .غ.صاحب .اود .ع.صاحب..زمایوه ساده پو شتنه له ستا سخه داده چه داده شپی له خوا ولی سوک تگ راتگ نشی کولا ی منظور می دالوی لاری دافغانستان دی نور نو شه فکر په کشی وه کره چه د چا گناه ده اودد کاسو سخه راوه خیژه نور زما په سیر یو… نور لوستل »

افغان

صالحی صاحب نیکی هیلی می ومنه ! مونږ د اقبال جان په ګډون د ټولو تبصری ولوستلی ، هر چا پکی د خپل دریز او تلګلیاری له مخی نظریات او څیړنی لیکلی دا یو ډول مفاهمی دی زه په افهام او تفهیم که نه خوابدی کیږم چه زما د نظر ولی مخالف یاست هغه مخالفت د هغه حق دی زه له هغو خوابدی کیږم چه هغه مخالفت په توهین ، کنځلو او اخلاقو لیری مطرح کوی دوی ټول مسلمانان دی مګر ځینی یی د اسلام او اسلامی نظام په اصلی ماهیت او ګټو نه دی پوه شوی یعنی د غلط… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx