د افغانستان جګړه په تبلیغاتو نه ګټل کېږي!

ابن مبارک احمدزی

نن ماښام مې د آریانا نیوز په خبري سرویس کې د احمد فرشاد صالح رپوټ ولید چې د فراه ولایت په ځينو سیمو کې یې تیار کړی و،په رپوټ کې ویل شوي وو چې وسله وال طالبان له حکومت سره په جګړه کې له تنکیو ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخلي او د هغوی په واسطه افغان امنیتي سرتېرو ته زیان اړوي،که څه هم دا یوه داسې ادعا ده چې د کابل اداره یې ډېر ځلونه کوي خو د طالبانو له لوري رد شوې ده،او هېڅ ثبوت هم په دې اړه د حکومت له خوا نه دی وړاندې شوی او کوم راپور چې د آریانا نیوز خبریال نن ماښام وړاندې کړ ښيي چې دلته لا هم ډېر پټ لاسونه شته،په داسې مهم رپوټ کې د طالبانو د ویاند نظر نه اخیستل او په خپل سر هر بې بند و باره خبر ورپسې تړل، له خپل مسلک سره لوی خیانت دی او کېدای شي راتلونکي کې ورته خطر متوجه کړي،،ور پسې مې د طلوع نیوز د خبریال شریف امیري تیار شوی راپور ولید چې د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت په اړه يې چمتو کړی و،زه په دې پوه نه شوم چې شریف امیري خبریال دی که د نظامي او سیاسي چارو متخصص او یا هم د وزارت دفاع لوړ رتبه جنرال؟!

دا او دې ته ورته نور خبریالان چې وګورو نو له دوو حالتونو خالي نه وي،یا دا چې د حکومت له خوا د همدې مأموریت د ترسره کولو په نیت استخدام شوي دي او یا دا چې سم مسلکي ژورنالستان نه دي او دا کار يې هم د عدم مسلکي توب ښکارندويي کوي.

د کابل ادارې د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله د را روان کال (۱۳۹۶ هــ) له پاره بې ساري تبلیغاتي جنګونه په لاره اچولي دي،د طالبانو پر ضد د اعلانونو او تبلیغاتو پر سر یې سلګونه میلیونه افغانۍ سرمایه ګذاري کړې ده،وړمه ورځ د کابل د ادارې تش په نوم اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د جنرال محمد پناه د تلین په غونډه کې ښکاره اعتراف وکړ چې خبریالان د امنیتي ځواکونو پر پرتله د ملي وحدت د حکومت په ساتنه کې ډېر رول لوبوي او موږ یې د فعالیتونو پوروړي یو،همدا راز د کب په نهمه نېټه چې د کابل ښار په هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ورځ لمانځل کېده د اشرف غني ستر سلا کار (نادر نادري) وویل چې: «موږ د خپل حکومت کې د دوو مهمو ستنو شتون ضروري ګڼو او په دې لاره کې یې له دواړو مننه کوو چې د حکومت د بقا له پاره یې نه ستړې کېدونکې هلې خلې کړي دي،یو امنیتي ځواکونه دي او بل خبریالان دي» ،نو د پورته دوو لوړو حکومتي کسانو په خوله دا خبرې راتلل موږ ته پوښتنه پیدا کوي،باید یادونه وکړم چې په دې ټوله لیکنه کې زما هدف یوازې هغه ګومارل شوي خبریالان دي چې د افغانانو تر منځ نفاق خپرول یې عادت او مأموریت وي،بې طرفه او خپلواکو خبریالانو ته موږ احترام لرو،هغوی له دې ډلې څخه مستثنا دي،ژورنالیزم یو مقدس مسلک دی او باید چې دا مقدس مسلک د څو اجرتي او استخباراتي مأمورینو په توسط بدنامه نه شي.

په راډيو ګانو کې یې اورو،په انځوریزو رسنیو(تلویزیونونو) کې یې وینو،په واټونو کې ورسره مخ کېږو او په خواله رسنیو کې یې څارو چې د کابل ادارې د طالبانو پر ضد له حده زیات تبلیغاتي جګړه پیل کړې ده.هغه توکي او وسایل چې دا جګړه ورباندې پر مخ بېول کېږي هم معیاري نه دي،مانا دا چې د تبلیغاتي جګړې اصول داسې نه وي،ته دې خپل دښمن ته سپک او نازک الفاظ استعمالوه او د تلویزیون د پردې پر مخ هغه ته نا مناسبه القاب کاروه نو دا کوم ډول میکانیزم شو؟

د نړۍ په کچه داسې نه دي شوي چې یو حکومت دې یو داسې قوت باندې سترګې پټې کړي چې بهرني هېوادونه یې قوت په رسمیت وپېژني،داسې قوت چې همدا اوس د کابل ادارې سره په نظامي او جګړه اییز ډګر کې سیالي کوي.یو بل اصل دا هم دی چې په جګړه کې تیلیغات ډېرول او نظامي تحرکات محدودول د شکست او ناکامۍ نښه ده،هر هغه څوک چې په مخامخ جګړه کې بریا ترلاسه نه شي کړای نو تبلیغاتي جګړې ته ډېر پام اړوي.

هغه تبلیغات چې حکومت یې په طالبانو پسې کوي که دا تبلیغات ریښتیا وای او استخباراتي هڅه نه وای نو طالبان به اوس په دومره قوت کې نه وای،ټول ښارونه او بازارونه هغو تبلیغاتي پاڼو او پردو باندې ډک دي کوم چې حکومت يې په مرسته غواړي د طالبانو پر وړاندې د عام ولس په اذهانو کې سنگرونه جوړ کړي خو دا کار یې بې نتیجې دی،اصلا طالبان هم خپله د عامو ولسونو څخه یو ترکیب شوی لښکر دی چې د مدرسو له غېږې د اسلامي دین د لوړاوي په خاطر راوتلي دي،سره له دې چې روان کال کې حکومت بې حده تبلیغات د طالبانو پر ضد او د ځان په نفعه وکړل خو بیا هم یوه مهمه لاسته راوړنه نه لري،د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ ۶ میاشتې مخکې د طالبانو له خوا فتحه شوې وه چې د وزارت دفاع،وزارت داخلې او امنیت ملي مهمو څېرو یې څو څو ځله د بېرته نیولو پلانونه جوړ کړل خو مثبته پایله یې له ځان سره نه ده لرلې،نو په کار خو دا ده چې د کابل اداره دې دومره پرېمانه سرمایه د تبیلغاتو له پاره نه مصرفوي،دا به ورته ښه وي چې په عمل کې یې ثابته کړي چې دوی په ریښتیا سره د وطن ساتونکي دي که نه؟ او دا به هم څرګنده شي چې آيا واقعا طالبان هغه دي چې په اعلانونو او تبیلغاتو کې راوستل کېږي او راپورتاژونه ورباندې تیارېږي که نه؟!

هو! دا منم چې تبلیغات د جکړې یو مهم اصل بلل کېږي،تبلیغات د جګړې پېټی سپکوي او هدف ته د رسېدو لاره نژدي کوي او د افرادو په جلب و جذب کې هم رغنده رول سرته رسوي خو موږ ګورو چې طالبان تبلیغاتي وسایل دومره نه لري،که یې لري هم نو یوازې د خپل غږ او دریځ د اوچتولو له پاره ترې کار اخلي،هغه ډول چې حکومت تبلیغات کوي طالبان یې نه کوي،هغوی په دې بسنه کوي چې خپلې لاسته راوړنې او خبرونه تر نورو ورسولی شي او همدا یې په وس پوره ده،له دې پورته امکانات هم په واک کې نه لري.زما مشوره یو ځل بیا افغان حکومت ته دا ده چې جګړه په تشو تبلیغاتو نه شئ ګټلای! که په تبلیغاتو ګټل کېدای او ستاسو تبیلغاتو استخبارتي لاسونه تر شا نه درلودی نو نن به ستاسو دومره پرېمانه تبلیغاتو رنګ راوړی و.یوازې دومره ده چې د ښارونو اوسېدونکي که لږه اندازه ستاسو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي که نه نور ټولو ته د افغانستان ټولنیز واقعیت معلوم دی،که حکومت دا ګومان کوي چې په تبلیغاتو به طالبان مات کړم نو دا امکان نه لري،ځکه تېرو تجربو دا ښودلې ده چې که حکومتونه عملا په نظامي برخه کې ناکام شي نو وروسته بیا ډېره سخته ده چې هغه په تبلیغاتي جګړې جبران کړي.

په افغانستان کې د تبلیغاتي جګړو پیل او داسې جګړو ته د زمینې برابرېدل هغه وخت وشول چې کله په ۱۳۴۳ لمریز کال کې افغانستان په ملګرو ملتونو کې شامل شو او دلته د احزابو آزادي شوه چې په پایله کې یې دا دی اوس هم افغانان کړېږي،نو دې حقیقت ته په کتو سره باید ووایو چې: په دې کې شک نه شته چې طالبانونظامي برخه کې تقریبا میدان ګټلی دی،خو دا تریخ حقیقت باید و منو چې په رسنیز ډګر کې مخالف لوری (امریکا/د کابل اداره)بې حده مکار او پیاوړی دی.،تاسو یوازې د څو ساعتونو له پاره د کابل څخه د اف ام په څپو د راډیو ګانو تبلیغات وڅارئ،بیا به درته معلومه شي چې دوی څومره کار کړی،دوی څومره سرمایه گزاري په دې برخه کې کړې ده،نن د شنبې په ورځ په بغلان ولایت کې د پيغام په نامه یوې راډيو د ډنډغوري د شهیدانو په اړه یوه ترانه نشره کړې وه،څو ساعته وروسته د پلخمري سیمې ژورنالستان راپاڅېدل او په ټولنیزو رسنیو کې یې یوه پاڼه د (وایس آف بغلان) په نامه سپانسر کړه،چې په هغه کې د دغې راډیو د کارمندانو نیول او بندول غوښتل شوي وو،پر دې سربېره دوی خپله هم چارواکو ته خبر ورکړ چې له یادې راډیو څخه د طالبانو یوه ترانه نشره شوې ده،دا راډيو باید بنده شي،څو ورځې وړاندې اشرف غني یو زیات شمېر ژورنالستان ارگ ته وربللي وو،هلته یې ځينې مهمې سپارښتنې درلودې،او بیا یې د یو شمېر هغو فعالو ژورنالستانو تود هر کلی هم وکړ چې د طالبانو پر ضد یې کافي مواد چمتو کړي وو،همدا راز د روان ۱۳۹۵ لمریز کال د لیندي د میاشتې په ۵ – ۹ یو څلور ورځنی سیمینار د کابل ښار په سیرینا هوټل کې د خبریالانو او ژورنالستانو له پاره نیول شوی و،دلته د ژورنالیزم اصول نه تدریسېدل بلکې د روانې جګړې په اړه د راپور ورکولو ډولونه ورښودل کېدل، نه یوازې طالبان او مجاهدین بلکې ټول جهاد او هر حقاني عالم د دغو شیطاني تبیلغاتو په نتیجه کې د ډېرو خلکو په ذهن کې د وحشت او بربریت د سمبولونو په توگه معرفي شوي دي، په خواله رسنیو کې مې د یوه ژورنالست له قوله ولوستل چې ویلي یې وو:

موږ په خپلو کارونو کې خپلواکي نلرو،څنګه چې اداره راته وایي موږ مجبور یو هماغسې وکړو،موږ داسې کارمندان هم درلودل چې د طالبانو په ګټه یې یوازې یو خبر او راپور جوړ کړی دی او بیا له کاره ویستل شوی او یا زنداني شوی دی،زموږ غوښتنه د طالبانو څخه دا ده که طالبان هم د ژورنالستانو له پاره یو چوکاټ او محدوده جوړه کړي بیا به موږ ته هم سهولت شي،که طالبان د ژورنالیزم له پاره اصولنامه او قانون جوړ کړي بیا موږ مجبور یو د ځان د ساتلو په پلمه داسې توند او زهرجن تبیلغات و نه کړو،ځکه بیا مو بهانه جوړه ده چې طالبانو اخطار راکړی دی،اوس چې کوم خاص قاتون او مقررات نه شته موږ مجبور یو د خپلې ادارې او مشرانو په خوښه راپور چمتو کړو کنه له کاره به و ایستل شو،که طالبانو موږ ته قانون جوړ کړ نو ډاډ درکوم چې تر خپله وسه به بې طرفي وساتلی شم،اوس خو کوم قید راباندې نه شته په خوښه او ناخوښه باید د دولت په ګټه کار وکړو او دا مو مجبوریت دی.

داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې یو شمېر انځوریزو رسنیو ته طرحې د خارجیانو له خوا ورکول کېږي،هغه قانون چې په کابل کې د رسنیو له پاره جوړ شوی دی هغه هم د اعتبار وړ نه دی،او رسنۍ يې نه عملي کوي، له طالبانو څخه د زیات شمېر افغانانو غوښتنه او هیله همدا ده چې: ولس له تاسو سره دی،د ولس سترګې تاسو ته دي،ولس مسلمان دی،ولس بې حیايي او بې عزتي نه مني،ولس د بیان د آزادۍ د چتر لاندې د مقدساتو سپکاوی نه شي زغملی،ولس په تاسو ویاړي خو دغه هیله درنه لري چې یوازي او یوازي یوه اصولنامه جوړه کړئ او بس ،اصول ورته وضع کړئ که یې و نه منل او د پښو لاندې یې کړل بیا به ټول پوهېږي چې څه ورسره وشي.جالبه نه ده حقیقت دی،د کابل اداره هره ورځ یو یو فرمان رسنیو ته لېږي او هغوی یې هم په سترکو مني،تاسو ولیدل چې د هشت صبح ورځپاڼې څه موده وړاندې د ملي امنیت سلاکار (حنیف اتمر) په اړه څو کرښې لیکلې وې،بیا په سبا يې بېرته بښنه ترې وغوښته.

د افغانستان د روانې جګړې یو مهم اړخ او طرف طالبان دي،څنګه چې دولت او حکومت ځینې فرمایشات رسنیو ته ورکوي او هغوی په زور سره دې ته مجبوروي چې د جهاد او طالب پر ضد سنگر ونیسئ آیا طالب په مقابل کې لږ تر لږه دومره حق نه لري چې یو تش نشراتي چوکاټ دې ور ته جوړ کړي؟!

یادونه: یو ځل بیا وایم چې بې طرفه او بې پرې خبریالانو ته احترام لرم او په لیکنه کې هدف له مغرضو او ګومارل شویو ژورنالستانو څخه دی.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. 74 فَلْیُقاتِلْ فی سَبیلِ اللّهِ الَّذینَ یَشْرُونَ الْحَیاةَ الدُّنْیا بِالْآخِرَةِ وَ مَنْ یُقاتِلْ فی سَبیلِ اللّهِ فَیُقْتَلْ أَوْ یَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتیهِ أَجْراً عَظیماً:۴-النساء ۷۴معنی:پس پکاردۍ چه جنګ وکړی دالله په لارکی هغه خلک چه خرڅوی ژوند د دنیا په بدله دآخرت کی اوڅوک چه جنګ کوی په لاره کښی دالله بیاهغه ووژلۍ سی یاغالب راسی پس ژرده چه وربه کړو موږهغه ته اجرلوی.دادمسلمانانونسبلعین(مرال،آرزواووظیفه ده)اوزموږایمان دۍ:آمنت باالله وملءکته وکتبه ورسله والیوم الاخر ولقدرخیره وشره من الله تعالی والبعث بعداموت. معنی:ماایمان راوړۍ پرالله تعلی اودهغه پرملایکودهغه پر کتابودهغه پررسولانواوپرروځ دقیامت اوپرتقدیردښه اوبدچه دالله تعلی له طرفه دی اوپرژوند کیدو وروته ترمرګه.وعلموان الله مع المتقین.پوسۍ الله ملګرۍ دتقوادارودۍ.موږجمعیت اسلامی اوحزب اسلامی رنګه باید نسو چه دوخته سره سازش وکوموږباید پرخپل مرال اودین ټینګ واوسو که امریکا،روس اوچین دملحدینو ملګری سی بیاهم زموږ ملګرۍ دجهانو مالک دۍ موږ ته شکست نسی راکولای.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.