د سرطان سببونه

ترتيب او ترجمه : منيب الرحمن رحماني

هرکال په نړي کې لس ميليونه خلک په سرطان اخته کېږي. دامريکا په متحده ايالاتو کې دمرګونو په سلو پنځه ویشت دسرطان له امله رامنځته کېږي.

څنګه چې فکر کیږي چې سرطان اکثر د جنتيک او محيطي عواملو په نتيجه کې رامنځته کېږي برعکس نوي څیړنې د سرطان يو عامل دحجروی تقسيماتو د خطا په نتيجه کې راتګ ښيي د خطاګانو ډيريښت د عمر سره تړاو لري.
د ۳۱ مختلفو سرطانونو څخه يوازې ۹ دانې جنتيک او محيطي عواملو په سبب رامنځته کېږي.

د صحي ژوند په کولو سره کولي شو د هر لس سرطانونو څخه دڅلورو مخه ونيسو. د مثال په ډول دشرابو نه څښل ٬ دسېګرېټو نه استفاده ٬ منځني وزن ساتل او صحي تغذيې سره دسرطان خطر کمولي شو.

که محيطي عوامل په نظر کې ونيسو دسرطانونو ۴۰ – ۴۵ فيصده پورې زيات وزن او خرابی تغذيې ٬ ۲۵ – ۳۰ فيصده پورې سېګرېټ ٬ ۱۵ – ۲۰ فيصده پورې دنورو مر يضيو او پاتې نور : دحد نه زيات شراب ٬ سترس ٬ سپورت نه کول ٬ د چاپېريال چټلتيا او هوا خرابوالي.

دنامناسبې تغذيې ترټولو زيات دغو سرطانونو سره تړاو موندلي لويو کلمو ٬ معده ٬ پروستات٬ پانکراس ٬ صفرا ٬ او رحم سرطان.

سرطان په لاندې غړو کې پيدا کېږي

مغز ۱ ٪
پوستکی ۱۰ ٪
تناسلي برخه نران ۲۰٪ ښځې ۸٪
سينه ۱۴٪
هاضمې سيستم ۲۵٪
تنفسي سيستم نران ۲٪ ښځې ۳٪
ځيګر او کيسه صفرا ۳٪
نور غړي ۸٪

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.