افغانستان

امریکايي جنرال: طالبان د لبناني هوټل په څېر خونړي بریدونه ترسره کولای شي

نن ټکی آسیا: په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یو لوړ-پوړي چارواکی په روان کال کې د طالبانو د خونړیو بریدونو خبرداری ورکړ.

د ایساف د ګډې قرارګاه مشر ډګرجنرال ماریک میلي Mark Milley ویلي: ښايي طالبان پر کورنیو او بهرنیو عسکرو، افغان سیاستوالو او یو شمېر نورو لوړ رتبه او ټيټ رتبه مامورینو حملې او بریدونه لا ګړندي کاندي.
د امریکا د پوځ دغه جګپوړی چارواکی اټکل کوي چې وسله وال طالبان ښايي د کابل په وزیراکبرخان کې  پر لبناني هوټل باندې د تېرې اونۍ د ترسره شوې برید په څېرنور خونړي بریدونه هم کولای شي.
نوموړي چې  له افغانستانه یې د ویډيويي تماس په مټ په واشنګټن کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې، د یوه لوړ-پوړي نظامي چارواکي په توګه زه د نورو خونړیو او بېسارو تنظیم شویو بریدونو تمه لرم او په زغرده ویلای شم، چې دا بریدونه به افغان امنیتي ځواکونه، چارواکي او د آیساف سرتېري په نخښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x