
غزل/ عاکف مهاجر
عاکف مهاجر
چاپه د یرغلګرو به یې دنګه ځواني یوسي
چنار لاندې دمه که د سنګر غازي جانان کړي
ګودر به هم میرات شي او د انجونو غږ به ورک شي
پیغلوټې که ستاینه په ټپو د طالب جان کړي
جومات به یرغلګر په میزایلو باندې ولي
امام چې تل ښوونه په جومات کې د قران کړي
چاپه دی د طالب لالي په کلي کې نن شپه ده
فضا به ګډه وډه زمونږ د کلي د اسمان کړي
دعا کې یې لاسونو کې هم اوښکې رب ته یووړې
مورکۍ د طالب جان دی لوی مولا ته به فِغان کړي
عاکفه هغه وخت ته له مودو انتظار یمه
رپاند چې سپین بیرغ په ښایسته افغانستان کړي