د غوره (پرېزېنټېشن) په اړه هم مهم ټکي‎

ژباړه: شمس رحمانزی
پونه- انډيا

پيژندنه (تعريف): پرېزېنټېشن (Presentation) د يو توليد، موضوع او يا هم د يوې نظريې په اړه مالوماتي خبرې دي.

اړټيا: محصلين، استادان، ساينس پوهان، پلټونکي، مامورين او نور اړ دي چې، خپل مالومات، وړانديزونه، پالېسۍ، په موضوع ګانو بحث د پرېزېنټېش له لارې له اړوندو خلکو سره شريک کړي.

د پرېزېنټېش جوړښت: پرېزېنټېش درې برخې لري.

۱- پيل: پدې برخه کې سلام، ښه راغلاست او د پرېزېنټېش د موضوع او موخې په اړه لنډې او څرګندې جملې.

۲- منځ (Body) پدې برخه کې د پرېزېنټېش اصلي متن يا محتوا راځي.

۳- پای: پدې برخه کې د تر ټولو اړينو ټکو لنډيز يا خلاصه، پايله او د پوښتنو او ځوابونو لپاره وخت.

د جوړولو او وړاندې کولو په اړه اړين ټکي:
۱ – ټولو هغه سلايډونه، ګرافونه، انځورونه او نور چې په سکرين ښوودل کيږي، بايد ستاسو له خبرو سره تړاو ولري.
۲ – سلايډ، چارټ، ګراف او نور بايد په ترتیب او داسې ډول وښودل شي، چې هم په خپل منځ کې، او هم ستاسو له خبرو سره هم وخت او مناسب وي.

۳ – په سلايډ کې ډېر لېکل مه کوي. ډېر لېکل د ګډونوالو پام ځان ته نيسي. ستاسو پر خوا به توجه لږه او کم رنګي وي. ګډونوالو به ډېر وخت د سلايډونو په لوستلو تېر کړي.

۴- په سلايډ او چارټ باندې لېکل به ( ډېر اړين ټکي، جملې او کلمې) وي. هڅه وکړي چې په يو سلايډ د کلمو شمېر تر لسو زيات نشي.

۵- په سلايډ باندې لیکنه اصلاح کړئ. املا، ګرامر او د لیکلو سټايل ته غوره فکر وکړئ.

۶- په (پاورپوينټ) پروګرام کې سلايډونه، جملې، ګرافونه او چارټوپه داسې برابر کړئ، چې ګډونوالو ته په يو وخت کې يواځې يو له هغوی څخه ښکاره شي.

هڅه وکړئ چې ستاسو خبرې او په سکرين ښکاره کيدوونکي سلايډونه همزمان وي.

وړاندې او شاته سره نه شئ.

۷- مخکې له هغه چې سلايډ په سکرين راښکاره کړی، اوريدونکو ته يې په اړه لنډ مالومات ورکړئ. تر څو د هغوی ليوالتيا زياته شي. بيا نو په سکرين خپل ترتيب شوي مواد وړاندې کړئ.

۸- له یو سلايډ څخه بل ته تر هغه مه ځئ، تر څو ګډونوالو لوستلی نه وي.

۹- ښايي ځيني ګډونوالو د مخکني سلايډ د بیا لوستلو او لېدلو غوښتنه وکړي. نو په سلايډونو تمرين وکړئ، تر څو پرته له دې چې، په لټون يې وخت ولږوی، او سرګردانه شی، سلايډ ورښکاره کړئ.

۱۰- غوره ده چې د خپل پرېزېنټېش (سافټ او يا هارډ کاپي) ګډونوالو ته ووېشئ. ترڅو ګډونوالو خپل وخت په نوټ لېکلو باندې ضايع نه کړي. او ټوله توجه يې تاسو سره وي.

۱۱- د لېکنې د رنګ په اړه دقیق اوسئ. ځيني رنګونه لکه زيړ رنګ، که څه هم جذاب دی، خو د لوستلو له اړخه سم نه ښکاري.

۱۲- په سلايډ د لېکو بڼه Point – 20 Times
Roman
او يا بل مناسب فونټ وټاکئ. او بيا يې د تالار له ورستۍ برخې وګورئ چې د لوستلو وړ دی او کنه.

۱۳- د پرېزېنټېش د وړاندې کولو ځای داسې برابر کړئ چې، نه ډېړ روښان او نه ډېر تياره وي.

۱۴- له ځان او يا يې هم د ملګرو په وړاندې تمرين، تمرين او بيا هم تمرين کړئ.

ورور مو شمس رحمانزی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.