افغانستان

د هرات په ننني برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی

 نن ټکی آسیا: د هرات له ولایت محلي چارواکي وايي چې د اوبو او بریښنا پخوانی وزیر او ولس مشریزو ټاکنوته د کاندید استاد سیاف لومړي مرستیال تورن اسماعیل خان نن له یوه مرګوني بریده روغ ووت .

دهرات ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې برید کوونکی د خوړلي عمر خاوند وه او له مسجد نه دباندې د اسماعیل خان د راوتو په انتظار وه ، کله چې د لمانځه له اداء کولو وروسته نوموړی له مسجده راووت نو برید کوونکي خپلو چاودیدونو تو کوته انفجار ورکړ.

د هرات د والي یاند عبد الرؤوف احمدي ویلي چې دغه بریدد هرات ښار په پنځمه ناحیه د باغیجه مستوفی په سیمه کې د اسماعیل خان د وژلو په نیت نن د ورځې په یوه نیمه بجه تر سره شو خوله برید کوونکي پرته بل چاته يي کوم ځاني زیان نه دی اړولی .

اسماعیل خان د طالبانو د واکمني تر ړنګیدو وروسته دهرات والی وه چې په سیمه ییزو شخړوکې یو زوی هم وژل شوی وه .

نوموړی په کال ۱۳۸۳ کې په کابل کې د اوبو او بریښنا وزیر شو او د سږکال په سنبله کې یې ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدو لپاره له وزارت څخه استعفاء ورکړه .

ښاغلی اسماعیل خان سره له دې چې دهرات په ولایت کې له نفوذ لرونکو کسانو څخه شمیرل کیږي خو ځايي او سیدونکي یې په قومي او تنظیمي تعصب تورنوي او وخت ناوخت یې په خلاف پوځي اقدامات ترسره کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x