افغانستان

سرخط د طالبانو والي په نوم جعلي پیغام نشر کړ

نن تکی آسیا (یکشنبه، کب ۲۹ ،۱۳۹۵ل): د ملي امنیت شورا تر سرپرستۍ لاندې خپریدونکې سرخط ورځپاڼې، چې وړاندې يې د طالب قومندان عبدالله سرحدي لخوا د ملا اختر محمد منصور د ویشتل کیدو ادعا هم کړې وه، په هلمند کې د طالبانو والي جعلي غږیز کلیپ خپور کړی.

دا غږیز کلیپ چې د نن ټکی اسیا خبري څانګې اوریدلی، په کې ویناوال په پرلپسې ډول هڅه کړې چې د طالبانو لپاره د امارت کلمه استعمال کړي. نوموړي په خپلو پنځه نیمو دقیقو خبرو کې ۱۳ ځله دغه کلمه د الف په زیادت سره په «امارات» تلفظ کړې او ژبه یې د «امارت» په کلمې نه اوړي. خو سرخط کاږي چې دا غږ د ملاعبدالمنان اخند دی.

د سرخط د کلیپ ویناوال خپلې خبرې په (اعوذبالله) پیلوي او په کندز کې د طالب والي ملاعبدالسلام اخند پر وژنې له تبصرې سمدستي وروسته د طالبانو په مشرانو او تشکیلاتي بدلون اعتراض کوي او په غنیمت کې زیاته ونډه غواړي.

د سرخط د کلیپ ویناوال ګواښ کوي چې که په غنیمت کې یې برخه معلومه نه شي ډیر ژر به خپل موقف اعلان کړي. د غږیز کلیپ له اوریدو څخه محسوسیږي چې څښتن یې خپله وینا د کاغذ له مخې اوروي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر میاشت کې همدغې ورځپاڼې خبر خپور کړی و چې د وردګو ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي عبدالله سرحدي په خپل کور کې د طالبانو په مشر ملا اختر محمد منصور ډزې کړي او مرګ ژوبله یې رامینځته کړې. خو ورسته عبدالله سرحدي، چې سرخط یې د وژنې ادعا کړې وه، په خپل یو غږیز پیغام کې د دې پیښې رامینځته کیدل دروغ وبلل.

که څه هم تېره ورځ دغې ورځپاڼې یو ځل بیا ادعا کړې چې د غږیز کلیپ ویناوال یې د طالبانو والي ملا عبدالمنان اخند دی، خو تر اوسه د بې پرې سرچینو لخوا دغه ادعا نه ده تایید شوې.

په عین حال کې طالب چارواکو په هلمند کې خپل والي ته منسوب غږیز کلیپ «دروغ او بې اساسه» بللی او د ټولنیز رسنیو هغه فعالانو چې د نوموړي پخوانۍ غږیزې مرکې يې اوریدلي، د کلیپ د حقیقت په اړه شکوک څرګند کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تنګیوال وردګ

سلامونه

والله چې له خندا یې مړ کړم…
زه یې په غږ درسره نه غږیږم چې دچا دی.
حو داکوم انځور یې چې ورسره ایښودلای دی ، دادې وردګو ولایت دسبداباد ولسوالۍ تنګي درې دطالبانو یو ځای قومدان ملانعیم چې مشهور په انتقام دی دې هغو دی .
چې تېر کال یې دبي بي سي انګريزي څانګې سره مرکه هم کړې وه. انځور یې له هغه ورته راخیستۍ.
پښتو متل دی وايي:دې دروغ مزل لنډوي.
خدای دې دوی وشرموي…

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx