افغانستان

هلمند: افغان عسکر پنځه امریکایان ووژل

نن تکی آسیا (یکشنبه، کب ۲۹ ،۱۳۹۵ل): په هلمند ولایت کې یو افغان عسکر د خپل ټوپک شپیلۍ په امریکايي عسکرو وراړولې او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، پنځه تنه یې وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

د هلمند ولایتي چارواکي پیښه تاییدوي او د دولتي او بهرنیو عسکرو په ځوابي ډزو کې د بریدګر سرتیری د وژل کیدو خبر ورکوي.

پېښه د یاد ولایت د شوراب په پوځي قرارګاه کې رامینځته شوې.

د راررسیدلو راپورونو پر اساس په پیښه کې د دولت یو شمېر کومانډو عسکر هم وژل شوي خو تر اوسه یې د مړو دقیق ارقام نه دي ترګوتو شوي.

د هلمند ولایت دولتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې بریدګر سرتیری د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسیدونکی و.

بهرنیو ځواکونو پیښه منلې خو د عسکرو وژل کیدل نه مني او وايي چې یوازې ۳ تنه عسکر یې ټپیان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx