شعـــــرونه

شپږمه په طرحه آنلاين مشاعره

له څه ناغې وروسته د تېري جمعې مبارکې په شپه د ۲۰۱۴ ميلادي کال د اولي مياشتې په 23مه نېټه د تکړه شاعر احسان الله الهام د فیسبوک په پاڼه د انلاين مشاعرې د لړۍ شپږمه مشاعره ترسره شوه، په دې مشاعره کې د ګډونوالو شاعرانو ته د الهام صيب لاندي بيت د مطلع په توګه ټاکل شوی وو.

چي دغيرت نه ډك زړګى يې په ځيګر كي اوسي
هغــــه بـــيا كلـــه دبې ننګـــو په ټــــــبر كي اوسي

د مشاعرې په مهال شاعرانو خپل ښکلي بيتون راسره شريک کړل، دا چې بيتونه خوا زيات وو نو څه يې له تاسي سره دلته شريکوو

ريان

حلميار فطرت

داندیښنو څپو اخیستی ده له ځانه سره
زړه مي نهنګ غوندي دغم په سمندر کي اوسي
سيداحسان الله الهام
بس ورنه پرېمنځئ لاسونه دا دتوري نه دى
چي دښمن دوست بولي اوغلى په چمبركي اوسي
پختون زلمي
شکلی زلمی چي رانه تللی دلحد غیگی ته
اوس می په زړه کی اوسی اوس می په نظرکی اوسی
عمر خراساني
د بستر خوب ئي دى ځار كړى د الله تر رضا
طالب اشنا د تورو غرونو تور سنګر كې اوسي
يا سر ودان
چنار دكلي ته لږ ووايه خپه چي نه شې
دوطن ښكلي له نشتر سره په غر كي اوسي
قریش هاشمی
مسلمان نه دي اې ملګرو دصلیب زامن دي
هغه بی ننګه چی دکفرپه لښکرکی اوسي
سيداحسان الله الهام
تاسو ليدلى كوم صالح بنده په داسي حال كي؟
چي په خم سر دشيطانانو په منتر كي اوسي
پختون زلمي
دقربانيانو به یادونه همېشه ژوندی وی
شکلی ځوانئ یې په خیالو نو د شاعر کی اوسی
حلميار فطرت
زه دپردي ښار رڼاګانو کي بي زړه یم ځکه
چي زه دلي زړه مي په څوکه دسورغر کي اوسي
يا سر ودان
غازي زده کړي دي چلونه د جګړې او سوبي
توره او ډال يې د لاسونو په هنر کي اوسي
Asim Watanpal
مونږ خو له مینی نه هر چا ته ورین تندی نیولی
دوی دی دا نه وایی چی دوی خو په خطر کی اوسی
عمر خراساني
د دنيا ټولې شيطاني شبكي يو دي ورته
د خدائ په مينه طالب جان تل په خطر كي اوسي
سيداحسان الله الهام
چاچي پاللى دى پاك دين په سراو مال له زړه نه
هغه دهرمؤمن بنده دزړه په سركي اوسي
حلميار فطرت
ستا اربکي ضمیر دزرڼو دچندخ په شان ده
غازي اشنا لکه شاهین دغره په سر کي اوسي
پختون زلمي
رازی چي یو شو د صلب او دغلیم په وړاندی
هغه ناکام وی چي خپل منزکی شور اوشر کی اوسی
يا سر ودان
اور ته دي ووایه چي موږ خلیلي عزم لرو
نمروده! یوه رب ته سُجد مي لا په سر کي اوسي
سيداحسان الله الهام
په چاچي عمر دغليم په غلامئ كي تېر سي
له مرګه روسته به بيا تورمخ په سقر كي اوسي
حلميار فطرت
هغه دي راغلې دتور زنو میړنو لښکري
لا شمله ور خواره قومونه لر اوبر کي اوسي
دادمحمد ناوک
چې حق ته حق وايي په حقه لار کې سر ورکوي
داسې وجود مې د وجود دزړه په سر کې اوسي
يا سر ودان
د سر ښندني مي کیسې په ټوله ښار کي کیږي
په شد او مد په پېښ و زېر او په زبر کي اوسي
پختون زلمي
چي یې اغوستی وی پتلون نو پشتنه سنګه ده
پشتنې نجوني خو پتمنې وي چادرکي اوسي
قریش هاشمی
خلیلی عزم به پری نه گدم ځم دجنګ ډګرته.
دایمان وزن دتکبیر په شور وشرکی اوسی
سيداحسان الله الهام
سپېڅلې مينه يې قبوله كړې قادره خدايه
ستاپه سپېڅلي امرتللي دي سنګركي اوسي
عمر خراساني
د نړيوال كفر عسكرو خپه كيږئ به نه
فدايان ډير دي ﻻ مو نور ډير فه نمبر كي اوسي
دادمحمد ناوک
دی د اشرارو ترهګرو یهودانو جبر
چې دا مظلومه نړۍ ټوله نن په شرکې اوسي
حلميار فطرت
دا دوه مذهبه یار به څنګه کړم پر لار ملګرو
ورځ په مسجد کي تیروي شپه په مندر کی اوسي
دادمحمد ناوک
هسې تېروتی يې په زغرو او ډالرو يې ته
زرګونه فتحې مې په الله اکبر کې اوسي
دادمحمد ناوک
که پر دې فکر مفکر يې خطا شوی يې ته
زما په پوندو کې دی کوم چې ستا په سرکې اوسي
حلميار فطرت
آه حلمیاره! څه خبر یي چي زموږه زړونه
له کومه وخته دسرو وینو په مجمر کي اوسي
دادمحمد ناوک
یاره منم دې لړزولې دې ده ټوله دنیا
ستافتوحات آن د غلیم په ټويټر کې اوسي
پختون زلمي
خدای به شکاره کی مسیحا دازادی ملګرو
زمونګ مومن ولس په طمع دسحرکی اوسی
قریش هاشمی
چه دصلیب په مقابل کی جوړوی شعرونه
هغه سپیڅلی شاعران می په ځیګرکی اوسی
نابلد لاروی
زموژ نصیب دی چی تیاری د هجران نه ماتیژي
چا د وصال لمن نیولی د یار در کی اوسی
Qahir Jalali
چی ده شفق سرخی يې اخلی له سروسترګو سرخی
داسی سور سترګی اشناکله په بسترکی اوسی
پختون زلمي
دننګ تاریخ چي لیکل کیږي دا په یاد وساته
چي پښتانه زلمی به هروخت کې په سرکی اوسی
Abdul Rafi
چی ازادي دوطن غواړي په غیرت اوهنر
داسي زلمي خوهمېشه دننګ سنګرکی اوسی
يا سر ودان
ښکېلاک لا تور وي او که بور وي چي پر دي واکمن دي
کلي کي اوسي، کور کي اوسي او په ور کي اوسي
يا سر ودان
د الجهاد چیغي تازه دي، سړېدلای نه شي
د تکبیرونو زمزمې يې په خنجر کي اوسي
رضوان افغان
دمحبت بيرغ مي هسك ساته دعشق دفتركي
مومن ميلمه ده ستا دپاک نظرقطركي اوسي
حلميار فطرت
دوخت نمروده دارام خوب ته به پاتي نشي
ابراهیمي زلمي په کلي دازر کي اوسي
سمیع الله منصور
مونګ دالله ددين په لار كي قرباني وركوو
وياړو په دي چي مو زخمونه په ټټركي اوسي
سيداحسان الله الهام
الهامه ښكل كړه دشهيدپه توروڅڼوغبار
دا نازولى به ښاغلى په محشر كي اوسي

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x