کون یا عالَم، کهکشانونه او ستوري! انسان يې په کومه زاویه کې ژوند کوي؟

محمود افغان

کون یا عالم هغه دنیا دی، چې انسان يې لا تر اوسه سروپايې نه دی پیدا کړی، بلکي تر اوسه انسان لا دکون په انتها کې دفکر کولو نتیجې ته هم نه دی رسېدلی.

دپوهانو په آند په کون کې تر اوسه انسان له دې پر مخ تللې ټکنالوژۍ سره-سره، 200 ملیاره کهکشانونه کشف کړي دي، او دکشف دا لړۍ به لا هم داسي روانه وي.

زموږ زمکه چې زموږ په شمول دملینو ژوندي ساو مسکن دی، د درب التبانه یا درب اللبانه او یا طریقة اللبنی (Milky Way) په نامه دکهکشان یو وړوکی جز دی، داسي جز چې یوازي ددغه کهکشان په نسبت به ورته یوه نقطه ووایو.

صرف زموږ په کهکشان کې په سلهاو بلینونه ستوري شتون لري، دځینو څیړنو پر اساس په دغه کهکشان کې له 200 تر 400 ملیارد ستوري موجود دي، چې لمر، زمکه، سپژمۍ او داسي نور ستوري هم ددې کهکشان جز دی.

زموږ لمریږ نظام هم ددغه کهکشان تابع او یوه برخه يې دی، لمریز نظام ددرب التبانه دکهکشان له مرکز نه 27 زره رڼايې کلونو په واټن لريوالی لري.

په لاندي عکسو کې که غور وکړو، بالآخیر به په دې قائل شو، چې ﴿رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾ [آل عمران: 191].

هغه زمکه چې دانسان په شمول په ملینو ژوندي حیوانات ورباندي ژوند کوي.

په لاندي عکس کې هره نقطه یو کهکشان دی.

دا بیا زموږ دلمریز نظام مجموعه، چې ددرب تبانه دکهکشان یو وړوکی جز دی.

او دا ټول عالَم یا کون دی، چې تقریبا پر 200 ملیار کهکشانو مشتمل دی.

په دې هره ورېځ رنګه نقطه کې په ملیارو کهکشانونه موجود دي.

دا زموږ کهکشان درب تبانه دی.

دنورو کهکشانو په څنګ کې زموږ دکهکشان ځای.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.