نړۍ

پاکستان ایران ته د بسونو پر تګ-راتګ بندیز ولګاوه

نن ټکی آسیا: د پاکستان حکومت ایران او له ایرانه دغه هېواد ته د بسونو له لارې پر سفر کوونکو شیعه ګانو تر خونړیو بریدونو وروسته ، نن پرېکړه وکړه  چې د بسونو په مټ د مسافرو لېږد به تر ناڅرګندې مودې پورې بند وي.
د بلوچستان یوې امنیتي سرچینې رويټرز اژانس ته ویلي چې د امنیتي ننګونو او خونړیو پېښو له کبله یې په موقتي توګه پر دې لویه لار د شیعه مسافرو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

تېره اونۍ د بلوچستان ایالت په مستونګ سېمه کې له ایران هېواده پر راتلونکو شیعه زیارت کوونکو برید وشو، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه پنځه وېشت تنه ځای پر ځای مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د بلوچستان له مرکز –کوټې- ښار څخه غځېدلې ۷۰۰ کلومتره لار ایران او پاکستان سره نښلوي او د همدې لارې په اوږدو کې د شیعه ګانو ګڼ زیارتونه پراته دي چې وخت ناوخت ورته له خورا زیاتو امنیتي ستونزو سره – سره د ایران او پاکستان شیعه ګان مخه کوي.
د وروستیو کلونو په جریان کې په شیعه ګانو باندې پر دغه لار لسګونه مخامخ، غلچکي او موټر بم بریدونه او د سړک غاړي ماین چاودنې شوې دي، چې تر شا یې درانه ځاني او مالي تلفات پريښي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x