د نو روز لمانځل حرام دي!

عبدالسلام حنفي

د نو روز ورځ لمانځل یا تبریکي ورکول یا اوه قسمه میوه او خوراکونه تیارول یا د دغې ورځې په مناسبت نوي او ښایسته جامې اغوستل ، یا چا ته هدیه یا تحفه لیګل یا رخصتي کول ، یا د کارونو ځنډول او میلو زیارتو یا نورو ځایونو ته تلل قطعاً حرام دي، ځکه چې دا د مجوسو عید یا اختر دي ، او موږ خو مجوس نه یو ،دا کارونه په هغو صورت کي حرام دي، چې د نو روز د ورځې تعظیم یې مقصد وي،

د نوروز د لمانځنې حرمت په قرانکریم نبوي احادیثو او همدارنګه د جیدو علماوو کرامو په اقوالو کې راغلي دي،

په قرانکریم کې د نوروز حرمت ،

الله جل جلاله فرمایي، وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ سورة الحشر (19)

ژباړه : د هغو کسانو په څیر مه کیږئ چې الله یې هیر کړی ، نو الله پر هغوي د هغوي خپل ځانونه هیر کړل ، همدغه خلک فاسقان دی،

نو په حقیقت کی یهودو نصارو او مجوسو الله تعالي هیر کړی دي،

او بل ځای الله تعالي په قرانکریم کې فرمایي، والذين لا يشهدون الزور ، سورة الفرقان ۷۲ ،

ژباړه : او د الرحمان بندګان هغه دي چې د درواغو شاهدي نه وایي ،

تفسیر ابن کثیر په جلد ۶ صفحه ۱۳۰ او تفسیر الدرالمنثور په جلد ۶ صفحه ۲۸۲ ، او الجامع الحکام القران ، په جلد ۱۳ صفحه ۷۸ ، او الباب في علوم الکتاب په جلد ۱۴ صفحه ۵۷۴ ، وغیره نورتفسیرونه لیکي چې معني د آیات داده چې رښتني مؤمنان هغه خلک دي چې د مشرکانو عیدونه او میلو ته نه حاضریږی ، او په هغو کي برخه نه اخلی ،

او په احادیثو کي د نو روز حرمت ،

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي ، من تشبه بقوم فهو منهم : رواه ابوداود کتاب اللباس د حدیث نمبر ، ۳۱۴۰

چا چې د یوه قوم سره مشابهت وکړي هغه د هغوی له جملې څخه دي،

علامه ابن تیمیه رحمه الله په ، اقتضاء الصراط المستقیم ، جلد ۱ صفحه ۲۳۱ کي لیکی او همدارنګه په فتاوي اللجنة الدائمة ، جلد ۳ صفحه ۴۲۹ کي لیکلي دي، چې مشابهت په عباداتو ، عاداتو او اخترونو کي هم راځي، نو له دې وجي څخه د نوروز ورځ لمانځل د مجوسو سره مشابهت دي،

او همدارنګه په ابوداود نمبر الحدیث ۱۱۳۴ ، کي ذکر شوي دي چې د جاهلیت په زمانه کې به خلکو د نوروز او مهرجان په ورځو کې میلې کولې نو رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل چې الله جل جلاله په مقابل د دغو دوو ورځو کې موږ ته د عید الفطر یعني کوچني اختر ورځ او د لوی اختر ورځې راکړي دي،

او مرقات شرح د مشکوة جلد ۳ صفحه ۴۹۰ کې لیکلي دي، چې انبیاء علیه السلام دغه د جاهل حکماؤ ورځې لمانځل باطل ګرځولي دي،

او همدارنګه بیهقي په سنن الکبري جلد ۱۴ ص ۱۳۳ شماره حدیث ۱۹۳۷۴ ، کي لیکلي دي ، چې حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلی دي، کوم کس چې د مشرکانو عبادت خانو ته د هغوي د اختر په ورځ ورځي پر هغه کس د الله تعالي غضب نازلیږي،

نو دا وینا حضرت عمر رضي الله عنه یواځي د هغوي عبادت خانو ته د تګ په اړه کړي ده نو د هغه کس به څه حال وي چې هغه یې ورسره لمانځې هم ؟

او همدارنګه په سنن الکبري جلد ۱۴ صفحه ۱۱۳ شماره حدیث ۱۹۳۷۶ ، ۱۹۳۷۷ کي د حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کړي دي، چې کوم کس د مشرکانو په وطن کي ژوند اختیار کړي او د مشرکانو سره د نوروز او مهرجان ورځ لمانځي او د هغوي سره مشابهت کوي او په هغه حالت کې مړ شي نو په ورځ د محشر به هم له هغوي سره پورته کیږي،

او بیهقي په سنن الکبري جلد ۱۴ صفحه ۱۱۴ شماره حدیث ۱۹۳۷۸ کې د حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت کړي دي، چې دوي ته د نوروز په ورځ هدیه یا یوه تحفه راوړل شوه نو حضرت علي رضی الله عنه د هغې له اخیستلو څخه منع وکړله او فرمایل چې د اسلامي شریعت احکام او عادات جار ی وساتئ نو دا هره ورځ نوروز ده

او نورو دومره اقوال د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین په دې هکله موجود دي چې ټول راټول شي نو یوه ښه رساله ترې جوړیږي ، خو موږ په همدې یو څو باندي اکتفا کول بس بولو ،

په فقه حنفي کې د نوروز حرمت

په فقه حنفي کې دا خبره لیکل شوی ده که یو چا پنځوس کاله د الله تعالي عبادت کړي وي، خو د نوروز د تعظیم او احترام په وجه یو چا ته څه هدیه یا تحفه کړي کافر کیږي ، او اعمال یې ټول برباد شول ، الدرالمختار جلد ۶ صفحه ۷۵۴ مسائل شتي ، مکتبه الشامله ،

او په بغضي کارونو سره چې څوک یې وکړي او د نوروز د ورځې تعظیم او احترام یې تري مقصد وي نو علماؤ یې په هکله د کفر فتوا کړي ده ، شرح د فقه اکبر ، ص ۲۹۹ ، ۲۳۰ کې او خلاصة الفتاوی ، جلد ۴ ص ۳۸۷ او فتاوي قاضی خان علي هامش الهندیة ، جلد ۳ ص ۵۷۷ ، الفتاوي البزازیه علي هامش الهندیة ، جلد ۷ صـ ۳۳۳، ۳۳۴ ، مکتبه فریدیه

ملا علي القار ي په مرقات شرح مشکوة جلد ۳ صــ ۴۹۱ کې لیکلي دي، چې ابوحفص الکبیر الحنفي وايي کوم کس چې د نوروز په ورځ یوه هګۍ کوم مشرک ته هدیه یا تحفه کړي نو دا کس په الله تعالي سره کافر شو ، او ټول اعمال یې برباد یا له منځه لاړل ، او حسن بن منصور وایي کوم کس که په دغه ورځ د تعظیم او احترام په خاطر څه شي په بازار کې واخلي نو دا کس کافر کیږي، او که مقصد یې له دغه اخیستلو څخه د رزق زیاتوالي وي، دا هم مکروه او حرام کار دي ، ځکه چې دا هم مشابهت د کفارو سره دي، الدرالمختار ، جلد ۶ صــ ۷۵۴

طلحه بن عبید الله ابن کریز الخزاعي تر داسي اندازي پوري هم ویلي دي چې که څوک د نوروز او مهرجان په ورځ روژه ونیسي نو دا کس په هغه سخترین بدعت کې واقع دي،( چې روژه نیول په دغه ورځ بدعت دي نو د کفر رواجونه په دغه ورځ باندي کول به څومره ګناه لري په خپله فکر وکړي ) البدع والنهي عنها ، صفحه ۲۹

المؤلف : أبو عبد الله محمد بن وضاح بن بزيع المرواني (المتوفى : 286هـ) مکتبه الشامله

نو په دې اړه د علماوو کرامو هم ډیر اقوال موجود دي چې موږ په همدې یو څو باندي اکتفاء کول بس وبلل ،

ستاسو د دعاء په هیله ،

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.