حمد شريف/ ذاهب خيرخوا

ذاهب خيرخوا

رب خالق دمخلوقاتو پاک سبحان دې
هم پالونکئ هم رازق د ټول جهان دې

قدرتونه یی عجیب دی سوچ پری وکړه
درولئ یی بی ستنو لوی اسمان دې

دماهی خیټه کی خپل نازنیــن ســاتی
په صفت یی ځکه ټول مخلوق ګویان دې

قل هوالله احد دې ذات صفات کی
شریک نه لری احد د الله شان دې

ده بی نیازه یاد په الله الصمد دې
بی پرواه ده خو بیا هم ډیر مهربان دې

لم یلد ولم یولد د ذات پاکی شوه
پیدا کړئ یی له خاورو نه انسان دې

ولم یکن له کفن احد دې ګوره
مثال نه لری بی مثله عالی شان دې

ائ ذاهب خیرخواه یواځی دا ته نه یی
انسُ جن لوح ُ قلم یی ثنا خوان دې

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.